1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

«په هرات کي د انسان تښتوني پيښي زیاتي سوې»

۱۴۰۰ دی ۸, چهارشنبه

د هرات ولایت سوداګر او صنعتکاران وايي چې په ورستیو کي د سړي تښتوني پيښي زیاتې سوې چې تر ډیره دا کار د بې کارۍ سره تړلی دی او د دې ترڅنګ د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کي ځيني فابریکي هم تړل شوې دي.

Afghanistan Herat | Illegale Autos mit Lenkrad auf der rechten Seite
انځور: Herat Gov Press office

د هرات ولایت یو سوداګر حاجي سهراب وايي چې دوی فکر کاوه چې د طالبانو په راتګ سره به د انسان تښتوني پيښي پاې ومومي خو داسې ونه سول یواځي د تیرې یوې میاشتي په اوږدو کي ۲۰ کسان تښتول شوې چې په تر ټولو تازه پيښه کي د ښوونځي پر لار درې  زده کوونکي تښتول شوې چې لا یې هم برخلیک نه دی معلوم.

یاد سوداګر وايي چې د دوی او د کورنیو د نورو غړو امنیت ته يې جدي ګواښونه شته، له ډاره د خپلو کورونو څخه نشي وتلاې. هغه وايي چې دا وضعیت باید تغیر وکړي، که نه نو دوی به هم مجبوره شي چې د ځينو نورو سوداګرو او صنعت کارانو په شان به خپلې سرماېې له هیواد څخه وباسي: »له کله چې اسلامي امارت راغلی نه دا چې اختطاف کم سوی نه دی، بلکې لا زیات سوی، د یوې میاشتي په اوږدو کي د شلو په شاوخوا کي سوداګر، د هغوی د کورنیو غړي او نور کسان تښتول سوي، د خلګو اقتصاد ډیر خراب سوی، ډیر سوداګر له هیواده د خپلو سرمایو سره وتلې او موږ هم په دې لټه کي یوو چې څرنګه خپله سرمایه له افغانستان څخه وباسو.«

د هرات ولایت د صنعت برخې یوتن کارکوونکی چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي دویچه ویله ته وویل: »د طالبانو په راتګ سره ۸۰ سلنه فابریکې د هرات په صنعتي ښارګوټي کي تړل شوي، بې روزګاري خپل اوج ته رسیدلې او کاروبار په ټپه دریدلی. ډیر کسان زړه نه ښه کوي چې پانګونه وکړي او یوشمیر کسان له هیواد څخه د وتلو هڅه کوي.«

«د طالبانو په راتګ سره ۸۰ سلنه فابریکې د هرات په صنعتي ښارګوټي کي تړل شوي»انځور: DW/S. Tanha

د مدني ټولني غړی محمد عمران وايي، له وخت راهيسي چې طالبان په افغانستان کي واکمن سول غلاوې، جناېې پيښي او انسان تښتونه زیاته سوه، ځکه کله چې د بې کارۍ ګراف لوړ سې نو یوشمیر خلګ د مجبورۍ له مخي په دا رنګه کړنو لاس پوري کوي ځکه اوس خو د انسان تښتوني پدیده بیخي عادي سوې موږ اورو چې هلته څوک وتښتول سوو هلته ماشوم یوړل شوو، دا د ټولنې له پاره د سر درد دی د طالبانو څخه مو جدي خواست دی چې په دې برخه کي لازم ګامونه پورته کړي ځکه په دې برخه کي مشکلات ورځ تر بلې زیاتیږي.«

بل لوري ته د هرات ولایت د فرهنګي کمېسيون غړی مولوی نعیم الحق حقاني وايي، په دې ولایت کي د تیرو کلونو په پرتله د انسان تښتوني پيښي کمې سوې.

د حقاني په خبره: »د اسلامي امارت کشفي او استخباراتي ځواکونه جدي هڅه کوي چي انسان تښتونکي ونیسې د قانون منګولو ته ېې وسپاري، حتې څو وخته مخکې موږ درې تنه انسان تښونکي ونیول تر وژلو وروسته مو په عام محضر کي وځړول تر څو نورو ته چې په دار رنګه کړونو لاس پوري کوي د عبرت سبب وګرځي.«

هغه زياته کړه: »له هغه ځایه چې پخوا هرات د اختطاف په برخه کي د یوشمیر کسانو له پاره ځانګړی بستر وو او دلته یې په فساد او اختطاف لاس پوري کاوه نو اوس هم کيدای شي یوشمیر کسان ممکن دا هوډ وکړي چې انسانان و تښتوي، خو اسلامي امارت د هر څه حوصله لري نه د اختطاف، موږ نه غواړو چې د خلګو ژوند روح او روان نا آرامه سې د اختطاف پر وړاندي جدي مبارزه روانه ده.«

د کارپوهانو په خبره بې کاري د خلګو اقتصادي کمزورتیا، د بانکي سیسټمونه څخه د پیسو د راکړي ورکړي محدودیتونه، او په ټولیز ډول په هیواد کي د یوه نامعلوم برخلیک موجودیت هغه عوامل دي چې په ټولنه کي د جناېې جرمونو په خاص ډول د انسان تښتوني پيښيو ګراف لوړوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل