په هرات کي د ښځو د لاسي صنايعو دپاره مارکېټ جوړ سوی
۱۳۸۹ اسفند ۱۹, پنجشنبهپه ياد مارکيټ کي د مېرمنو لپاره د مختلفو سالمو مصرفيتونو امکانات برابر سوي. د هرات د ښځو د چارو ريسه مېرمن منيژه صادق دويچه ويله المان ږغ راډيو ته وويل، په دغه مارکټ کي يي د هرات ښار پر کسبه ګرو مېرمنو سربيره د هيواد په کچه ګڼ شمير مېرمنو ته د بوختيا زمينه برابره کړې ده.
« د هرات په بيلابيلو ولسواليو کي د مېرمنو لاسي صنايعو ته مو غرفي ورکړي. پر دې سربيره په ۵ غرفو کي د کابل څخه راغلې خويندي خپل لاسي صنايع پلوري.»
د مارکيټ ودانۍ د هرات ښار په ګڼ مېشته سيمه، مستوفيت څلورلاري ته نږدې ودانه سوې ، چي په جوړيدو يې مېرمنو خوښي ښودله.
تيرمهال دلته د مېرمنو لپاره د لاسي صنايعو د پيرودلو ځانګړۍ ځای موجود نه وه. خو تردي وروسته نه يوازي دا چي د سوداګرۍ لپاره مناسب ځای ورته چمتو سو، بلکي اوس کولا سي په ارامه فضا کي پيرل او پلورل وکړي.
په هرات کي د مېرمنو د ملاتړ د ټولنۍ يوې مشري ثريا پاکزاد وويل د سيمي ګڼي مېرمني يي کسبه ګري دي. خو د لاسي صنايعو لپاره د مناسب ځای نه شتون يوه له ورځنيو ستونزو څخه وه. تر دي وروسته به يي لاسي صنايع د مارکيټ په لرلو سره ښه پرمختګ وکړي.
د هرات د ښځينه وو په دغه مارکټ کي په لومړي او دوهم پوړ کي ۳۶ دوکانونه، دريم پوړ يې سپورت ته ځانګړی سوی او په ۴ پوړ کي به دايمي نندارتون جوړيږي.
شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل