هرات کې خونړۍ ترافیکي پیښه؛ د تلفاتو شمیر لوړ سوی
۱۴۰۴ مرداد ۲۹, چهارشنبه
د طالبانو یوه ولایتي ویاند د چهارشنبه په ورځ (۲۰۲۵ م کال د اگست ۲۰ مه) اعلان وکړ چې د افغانستان په لویدیځ کې له ایران څخه راستانه سویو کډوال د مسافر وړونکي بس او دوو نورو موټرو ترمنځ د ټکر له امله د مړو شمېر ۷۶ ته لوړ سوی دی.
د هرات ولایت ویاند، محمد یوسف سعیدی په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې «د دغه هیواد ۷۶ تنه اتباعو.... په دغې پیښې کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې ته سخت زخمیان سوي دي.»
اړوند:ایران: په شپږو میاشتو کې ۱،۲ میلیونه افغان مهاجر اخراج شوي
پولیسو د هرات د گذرې په ولسوالۍ کې، چیرې چې د سې شنبه په ماښام دغه ټکر رامنځته سو، اعلان وکړ چې دغه مسافر وړونکي بس له یوه موټرسایکل او په سوځیدونکو توکو بار یوه موټر سره ټکر کړی او اور یې اخیستی دی.
سعیدي د سې شنبه په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې په دغه بس کې هغه مهاجر سپاره ول چې په وروستیو کې له ایران څخه راستانه سوي ول.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، آلماني خبري آژانس ته دا خبر تأیید کړی دی چې، په نوموړي بس کې له ایران څخه راشړل سوي افغان مهاجر سپاره ول. خو د قربانیانو په هکله یې دقیق معلومات نه دي ورکړي.
له ایران سره په سرحد کې د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست یوه ویاند، د ایکس پر شبکه د پیښې له ځای څخه تصویرونه او ویډیوگانې خپرې کړي دي. په هغو کې د اور اخیستنې په حالت کې یو بس لیدل کیږي، او ښيي چې ژغورونکې عمله څنگه په فعالیت بوخته ده او د خلکو چیغې اوریدل کیږي.
د روان کال په پیل کې په مجموعي ډول شپږ میلیونه افغانان په ایران کې اوسیدل. په تیرو شپږو میاشتو کې د ایران حکومت د خپلو معلوماتو له مخې ۱،۲ میلیونه افغان مهاجر اخراج کړي دي. د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر، سکندر مؤمني اعلان وکړ چې د راتلونکي کال د مارچ تر میاشتې به نور ۸۰۰ زره افغان کډوال دغه هیواد پریږدي.
همدارنگه پاکستان هم په اوس وخت کې ډیری افغان مهاجر خپل ټاټوبي افغانستان ته استوي. په هغوی کې له خطر سره مخامخ افغانانو له پاره د آلمان د منلو د پروگرامونو په لسونو کسان هم شامل دي.