1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کې د سږکال لومړنۍ واورې اته کسان وژلي دي

۱۳۹۸ دی ۲۲, یکشنبه

په هرات ولايت کې د تيرو دولسو ساعتونو په ترڅ کې د واورو وريدو ځاني تلفات او مالي زيانونه اړولي دي. په هرات کې د واورې وريدل د يکشنبې په نيمه شپه پيل شوې چې تر اوسه ادامه لري.

Afghanistan Starke Schneefälle
آرشيفانځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د رسيدلو رپوټونو له مخې تر اوسه په هرات کې د واورې د وريدو په نتيجه کې اته کسان مړه شوي دي.

د هرات د والي وياند جیلاني فرهاد وايي چې په انجيل ولسوالۍ کې د يوه کور د بام د غورځيدو په پيښه کې د دغې کورنۍ شپږ غړي تلف شوي دي. 

هغه زياته کړه چې په ادرسکن ولسوالۍ که هم دوو کسان, هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د کور ديوال يې ورباندې ولويد.

فرهاد وويل چې دغو سيمو ته مرستندويه ډلې استول شوي تر څو د دغو طبيعي پيښو زيانمنو ته رسيدګي وکړي.

د واورو د ورښتونو له امله د هرات- تورغُنډۍ، هرات- اسلام قلعه او د هرات- قلعه نو لويې لارې هم د ترافيکو پر مخ تړل شوي دي. زياته شوې چې د لويو لارو پر دوو خواو کې په لسونو موټرونه په واورو کې بند پاتې دي.

په عين وخت کې د هرات امنيه قوماندان امين الله امرخيل خبرداری ورکوي چې موټر چلونکي دې د امنيتي تجهيزاتو پرته پر لويو لارو سفرونه نه کوي.

هغه وويل چې نن سهار وختي په لسونو باروړونکې لارۍ، مساپر وړونکي او شخصي موټرونه هرات ته د تلونکو لويو لارو په اوږدو کې په واورو کې بند پاتې وو چې د مسئولو ادارو په مرسته وژغورل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات ولايت يو شمير کروندګر بيا په تيرو دولسو ساعتونو کې وريدلې واوره، د خپل د راتلونکي کال کرهڼيزو حاصلاتو له پاره ګټوره بولي.

د حاجي سيد محمود په نوم يوه بزګر وويل: «هر کال د وچکالۍ او يا د اوبو د کمښت له وجې، کرهڼيز حاصلات د کيفيت له لحاظه ښه نه وي او يا يې په مقدار کې ښکاره کمښت رامنځته کيږي.»

په افغانستان کې د درنو واورو وريدل د دې سبب واقع کيږي چې د لرو پرتو ولایتونو ارتباطي لارې وتړل شي. تر څنګ ولايتونو ته د خوراکي موادو او درملو د ليږد بهير هم سختيږي. د سوند موادو کمښت او د هغو د بيو لوړيدل یوه بله ستونزه ده چې د افغانستان د مختلفو سيمو اوسيدونکي د ژمي په موسم کې ورسره مخ کيږي.

ش.ت/م.ک.ص/ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب