1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

په هرات کې د ملګرو ملتونو سازمان پر استازولۍ برید شوی

۱۴۰۰ مرداد ۹, شنبه

د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې په څنډه کې په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ پر ودانۍ د برید په پایله کې یو افغان پولیس وژل شوی دی.

Symbolbild UNAMA Logo
انځور: AP

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (UNAMA) د جمعې په ورځ وویل چې له یاغیانو سره د نښتو په ترڅ کې په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو پر مرکزي دفتر ډزې او راکیټي برید شوی دی.

له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لړۍ له پیل راهیسې طالبانو د دغه هیواد نورې ډیرې برخې هم تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي.

اوس مهال تر ټولو سخته جګړه په هرات ولایت کې روانه ده چیرې چې طالبانو له ایران او تاجیکستان هیوادونو سره پر ګډه پوله دوه مهم بندرونه تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي.

د روانې اونۍ له پيل راهیسې د افغانستان د دریم لوی ښار هرات، چې ۶۰۰ زره نفوس لري، په څنډو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح