1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کې د مینا مرغۍ د ورکیدو په اړه اندیښني زیاتي شوي

۱۴۰۰ بهمن ۱۹, سه‌شنبه

د هرات اوسېدونکي وايي چې په دې وروستیو کې ګاونډیو هيوادونو په خاص ډول ایران ته له هرات څخه د مرغانو قاچاق ډېر شوی. ویل کېږي چې د "مینا" مرغۍ او نور کمیابه حیوانات لومړي ښکار او وروسته نورو هیوادونو ته قاچاق کیږې.

Afghanistan Vogel-Verkäufer in Kabul
د مدني ټولنې فعالان وايي د جمهوريت له سقوط وروسته په هرات کي د نا یابه مرغانو او ژوو ښکار او قاچاق لا زیات شوې.(آرشيف انځور)انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

د هرات اوسېدونکي وايي، مینا هوښياره او خبري کوونکې مرغۍ ده، چې هرات ېې له هستوګنځيو څخه وو خو اوس په دې ولایت کي د یادې مرغۍ نسل د ورکیدو سره مخ شوی.

د دې ولایت د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکي منصور وايي: «په دې وروستیو کې زموږ کلي ته یو شمېر خلک راځي مینا، کوتري او نور مرغان اخلې کروندګر، ځوانان او حتې ماشومان دارنګه مرغیو لومي ایږدي تر نیول کیدو وروسته یې پر هغوی پلوري. د طالبانو له خوا په دې برخه کي موږ کوم غبرګون نه دی لیدلی.»

منصور زياته کړه، په ورستیو کي د مینا ښکلي مرغۍ کمی لیدل کیږې ځکه له کلونو راهيسي دا رنګه مرغۍ ایران ته قاچاق کیږې نو ځکه یې یوشمیر کلیوالي خلګ نیسې او د مرغانو او ژوو پر کاروباریانو یې پلوري.

بل لور په هرات کې د مرغانو پلورونکي وايي چې دوی د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله د مرغیو پېر او پلور کوي او له کلونو راهيسي یې همدا کسب دی.

په هرات کې د ژوو او مرغانو سوداګر عبدالقدوس وايي: «موږ د مینا وړوکي چیچیان په ۲۰ تر ۴۰ افغانیو اخلو وروسته له دې چې لویان شي او خبرې کول زده کړي بیا یې د ۱۰۰۰ تر ۷۰۰۰ افغانیو پلورو موږ خو یې قاچاق نه کوو، خو دومره خبر یوو چې مینا مرغۍ په پټه ایران ته قاچاقیږې.«

د مدني ټولنې فعالان وايي د جمهوريت له سقوط وروسته په هرات کي د نا یابه مرغانو او ژوو ښکار او قاچاق لا زیات شوې.

مدني فعال سید اشرف سادات وايي: «د جمهوریت پر وخت هم د مینا او نورو مرغانو قاچاق ترسره کیدی خو اوس دا کار لا زیات شوی، ځکه چې د ژوو او مرغانو د قاچاق پر وړاندي  داسې قانون نشته چې تر سره کوونکي ته دي پکې سزا اوریدل شوې وي نو ځکه یوشمیر کسان له کلونو راهيسي ښکار او د مرغیو قاچاق کوي.»

بل لور طالب چارواکي ټینګار کوي چې د مرغانو او نورو وحشي ژوو د قاچاق وړونکو سره به قانوني چلند وشي.

په هرات کې د طالبانو د فرهنګي کمېسیون غړی نعیم الحق حقاني وايي: «زموږ مرکزي او ولایتي ادارې د حیواناتو او مرغانو د قاچاق او ښکار مخنیوي ته جدي پاملرنه کوي له مرکز څخه ټولو ولایتونو ته مکتوب را لیږل شوې چې پکې جدي امر سوی ترڅو د حیواناتو ښکار او قاچاق دي بند شي.»

هغه زياته کړه، که څه هم په هرات کي تر اوسه د دې قضيو عاملين نه دي نيول شوي، خو اړوندو ارګانونو د دې کار د مخنيوي له پاره لازم تدابير نيولي دي.

باید وویل شي چې ښکار اوس هم په افغانستان کې یو مشهور شوق او په بیلابیلو سیمو کي تر سره کیږې، خو د افغانستان په لوېدیځه حوزه کي مینا، باز، هوسۍ، کوتري، ګیدړي او لیوان زیاتره ښکاریږي چې مینا ېې بیا له کلونو راهيسي په پریمانه اندازه ایران ته قاچاقیږي.

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل