1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په هرات کې د چاپ صنعت سخت زیانمن شوی»

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ آبان ۴, چهارشنبه

هرات کې یو شمیر مطبعه لرونکي وايي په وروستیو کي ېې خپلې مطبعې تړلې او د کتابونو د چاپ تخنیکي وسایل ېې لیلام کړي. خو په هرات کې د چاپ د صنعت د زيانميدو علتونه څه دي؟

کابل کې یو کتاب پلورنځی
کابل کې یو کتاب پلورنځیانځور: Hoshang Hashimi/AFP

په افغانستان کې د کتابونو د چاپ صنعت اوږده مخینه لري، خو اوس د بېلابېلو لاملونو له مخې د دغه صنعت پخوانۍ جوش نشته. کتاب پلورونکي او د چاپ خونو مسوولين وايي، که هرڅومره په هېواد کې د نجونو پر مخ ښوونځي بند پاتې کیږې د دوې کاروبار لا د پښو لویږې.

احمد شاه چې په هرات کي د یوې چاپ خونې مسؤول دی، دویچه ویله ته وویل: «دلته د چاپ صنعت دومره زیانمن شوې چې د تیرو کلونو په پرتله هیڅ د مقایسې وړ نه دی. موږ وینو چې ډیرو کسانو د چاپ خونو دروازې وتړلې.»

«د افغانستان کتابونه د سیاستونو قربانی دي»

نوموړی زياتوي: «پخوا چې په افغانستان کي د ولایتي شورا، پارلمان او ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کیدلې بنرونه، پوسترونه به د تبلیغات له پاره چاپېدل او لوحې لیکل کیدلې. دا چې د نجونو ښوونځي پرانيستي ول نو  زموږ کار ډیر ښه روان وو. ډیرو کسانو د چاپ په صنعت کي پانګونه وکړه او پرمخ تللې دستګاوي ېې د بهر څه راوړې خو اوس هرڅه په ټپه دریدلې.»

د کابل یو کتاب پلورنځیانځور: Hoshang Hashimi/AFP

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې ۴۰۰ ورځي تیریږې، په دې هیواد کي لاهم د نجونو پر مخ ښوونځي بند پاتي دې چې د کتاب پلورونکو په خبره د نورو یوشمیر عواملو ترڅنګ د ښوونځیو تړل کیدو د ناشرانو او کتاب پلورونکو کاروبار ته لوې زیان اړولی.

نصیر احمد چې د هرات پوهنتون مخې ته کتاب پلورنځی لري وايي: « پخوا چې ډېر ښوونځې پرانيستي ول، موږ د چاپ دستګاوي لرلې درسي نوټونه، کتابونه او نور بیلابیل مواد مو چاپ او پلورل. زما په شمول پنځو کسانو په همدې دوکان کي کار کوې او د ورځې مو د ۳ تر ۵ زره افغانۍ ګټلې خو اوس د دوکان کرایه نشوو پوره کولای.»

آلمان: د کتاب په نندارتونونو کې د ښي اړخو حضور

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس نعیم الحق حقاني دویچه ویله سره خبرو کې مني چې په دې فرهنګي ولایت کي د چاپ صنعت زیانمن شوې. خو وايي چې خلګو ټولنیزو شبکو او انترنیټ ته لاس رسی پیدا کړی او خپل علمي او معلوماتي موضوعات د انټرنټ په وسیله ترلاسه کوي. نوموړی زياتوي: «د وروستیو جګړو او بی وزلیو له امله په ټول هیواد کي د کتاب سره علاقه کمه شوې. موږ د هرات له ناشرانو او کتاب پلورونکو سره څو ناستې کړي چې حل لار پیدا کړو. ډیر څه نشوو کولاې خو کوښښ مو دا دی چې که ناشران ستونزي ولري ور حل ېې کړو»

په کابل کي د کتابونو د خرڅلاو بازار سوړ سوی

باید وویل شې چې په افغانستان کې د جمهوري نظام په رامنځته کېدو سره د مطبعو شمیر زیات او د چاپ صنعت پرمختګ وکړ خو تر سیاسي تحولاتو وروسته اوس ویل کیږې دا صنعت د لا پرمختګ پر ځاې د زوال پر لورې درومي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل