1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کې د ښځو یو سوداګریز مرکز پرانیستل شو

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ آبان ۲۶, پنجشنبه

په هرات ولایت کې د «د پرنس ښځو سوداګریز مرکز» په نوم مارکیټ پرانیستل شو، چې ټولې دوکاندارانې به یې ښځې وي.

Afghanistan l Ausstellung über die verarbeitende Industrie von Frauen in Herat
انځور: Firooz Haidari/DW

د هرات د ښځو د سوداګرۍ خونې مشرې نرګس هاشمي دویچه ویله ته وویل چې دا به د ښځو ځانګړی مارکیټ وي، چې ۳۵ دوکانونه لري.

هغه وایي، چې په دغه مارکیټ کې به د نورو توکو د پلور ترڅنګ تر ډېره پکې د هرات د ښځو  له لوري جوړ شوي لاسي صنایع پلور ته وړاندې کیږي.

نرګس هاشمي زیاتوي چې له دغه مارکیټ څخه موخه دا ده، څو د ښځو له پاره اسانتیاوې رامنځته شي او هغوی وکولای شي چې په خپله ښار ته ولاړ شې او سودا راونیسي.

انځور: Firooz Haidari/DW

د دغه مارکیټ یوې دوکاندارې دویچه ویله ته وویل چې د ښځو له پاره یاد مارکیټ جوړول یو پر ځای اقدام دی او په دې سره به یو شمېر هغو ښځو ته د کار زمینه برابره شي، چې د طالبانو په واکمنیدو سره یې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

اړوند مطلب:سرچینې: طالبانو د هرات په رستورانتونو کې د ښځو برخې تړلي

په هرات کې له دې وړاندې هم د ښځو یو بل ځانګړي مارکیټ شتون درلود، چې څه موده وړاندې یې دوکاردارانو د کاروبار د خرابیدو څخه شکایتونه کړې وو. 

واک ته د طالبانو په رسیدو سره دغې ډلې په ښځو د کار او زده کړو په برخه کې ډېر محدودیتونه لګولي او په دې وروستیو کې طالبانو په خپلو نویو پریکړو کې پارکونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز لګولی او د ښځو ځانګړي سپورتي کلبونه یې هم تړلې دي.  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل