د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د ځينو رسنيو تړل کېدو، امنیتي ننګونو او پر رسنیو د محدودیتونو له امله ځینو ژورنالیستانو افغانستان پرېښود او اوس په ګاونډیو هیوادونو لکه ایران او پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.
انځور: Z. F.
د تخلیې په تمه د انتظار سختې شیبې
اغلې پوپلزۍ وايي چې «ما خپل کیس ډېرو سفارتونو ته ولېږو، ځينو یې ځواب را نه کړ او ډېرو زما له خوا د پناه غوښتنې وړاندیز رد کړی.» پر افغانستان د طالبانو تر بیا حاکمیت وروسته ډېر خبریالان بهرنیو هیوادونو ته د تخلیې په تمه ایران او پاکستان ته تللي دي. د دوی زیاتره د نامعلوم برخلیک په هکله شکایت لري.
اغلې پوپلزۍ وايي، تراوسه هیڅ نړیوالې ادارې مالي مرسته نه ده ورسره کړې او له تیرو نهه میاشتې راهیسې يې مصارف به بهر کې مېشت مشر ورور ورکوي. خو پاکستان ته په تللو افغان خبریالانو کې بیا ډېر نور داسې هم شته چې، مالي لګښتونه يې خپل دي او له بې سرنوشتۍ ځورېږي.
انځور: Z. F.
مهاجرت او اقتصادي ستونزې
افغان خبریال شریف شګېوال نهه میاشتې کیږي چې په پاکستان کې ژوند کوي او په دغه هیواد کې له اقتصادي ستونزو شکایت کوي: «زما دوسیه د بېپولې خبریالانو له ټولنې سره ثبت ده، په لومړي سر کې يې رد ځواب راکړی و، خو ترهغې وروسته چې مې جزییات ورسره شریک کړل، تېره اوونۍ يې مثبت ځواب و.»
افغان ویډیو ژونالیست او اېډيټر رمان پناه وايي چې هر ځای یې دوسیې رد شوي. رمان زیاتوي: «هغه راپورونه چې ما جوړ کړي، یادونه پکې نه شوې چې ايډيت يې ما کړی، نو چې هر ادرس ته چې خپله دوسیه لېږم، زما د ژورنالیستک کار بېلګه غواړي، څو زما کار ورته ثابت شي، همدا لامل دی چې هر ځای مې دوسیه رد کېږي.»
انځور: Z. F.
د خبریالانو د ستونزو اوریدو له پاره اقدام
په اسلام اباد کې یو شمېر افغان خبریالانو د ''Afghan Journalists at Risk'' په نوم حرکت رامنځ ته کړی، څو د تخليې په تمه پاکستان ته د تللو افغان خبریالانو له پاره لابي وکړي. د دغه حرکت د رهبرۍ بورډ غړی عبدالله همیم مني چې تراوسه يې کومه مثبته پایله نه ده ترلاسه کړې خو هڅې به دوامداره ساتي.
انځور: Z. F.
په خپله لاس په کار کیدل
دغه حرکت، پاکستان ته تللي شاوخوا ۲۰۰ افغان خبریالان لیست کړي، خو وايي، دا شمېر ښايي تر دې هم ډېر وي. د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې رئیس حجت الله مجددی وايي، په تېر یوه کال کې له ۷۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې رسنيزو کاروونکو هيواد پرېښی، چې ځینې يې لا هم په ګاونډيو هېوادونو کې بې سرنوشته پاتې دي.
انځور: Z. F.
انځورونه1 | 8
یاده منبع وايي، ځیني کسانو اسیدي مواد، ګولۍ او ځیني نورو بیا د نورو بیلابیلو لارو هڅه کړي خو دا چې ډېر یې پر وخت روغتون ته را رسول شوې مړینه یې کمه وه په روغتون کي ثبت او درملنه یې شوې.
د دوحې له تړونه د جمهوریت تر سقوطه؛ د افغانستان اړونده مهمې پیښې
د دوحې له تړونه د جمهوریت تر سقوطه؛ د افغانستان اړونده مهمې پیښې
انځور: Hussein Sayed/AP/dp/picture alliance
انځورونه1 | 19
د بشري حقونو کارپوهان د ځان وژني هڅه د تاوتريخوالي او بې عدالتۍ پر وړاندې وروستی غبرګون بولي او وايي چې ښځي او ځوانان چې ډېر مجبوره نه شي دا کار نه کوي.
د غور ولایت اوسیدونکې او د بشري حقونو فعاله فریده ناصري واېې له کله راهسي چې طالبان واک ته رسیدلې افغانستان د ښځو او نجونو له پاره د محدودیتونو او کړاونو څخه ډک هیواد ګرځېدلی دی: «دا چې نجوني زده کړو ته نه پریښودل کیږي، یوشمیر کورنۍ خپلې نجوني واده کولو ته مجبوره وي، د ښځو د تاوتریخوالي قضیو ته رسېدګي نه کیږي همدا لامل دی چې تاوتریخوالی او د ځان وژني هڅي ډیري شوې.»
که څه هم ځان سوځنه، ځان وژنه او حتې هڅه یې د اسلامي احکامو له مخې ناروا عمل او انسانان ترې منع شوې خو د افغانستان لویدځه حوزه د کلونو را په ډې خوا د دې پدیدې ښکار ګرځیدلې.