1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په هرات کې ۱۳۰ طالبان دولت ته تسلیم شوي دي»

۱۴۰۰ تیر ۳, پنجشنبه

افغان چارواکي وايي چې په هرات کي ۱۳۰ وسله وال طالبان چې له دې مخکې یې د شینډنډ ولسوالۍ په بخت آباد سیمه کي د حکومت پر ضد وسله وال فعالیت کاوه له دولت سره يوځای شوي دي.

Afgahnistan, Herat | Taliban Mitglieder schließen sich dem Frieden Prozess an
انځور: Atiqullah Motmaeen/DW

د هرات ولايت په ملي امنيت رياست کي نن د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جون ۲۴) جوړه شوې غونډه کې ۱۳۰ وسله وال طالبان له دولت سره يوځای شول.

د هرات والي جنرال عبدالصبور قانع وویل: «یادو کسانو له دې مخکې د حکومت پر ضد فعالیتونه کول خو اوس چې بهرني ځواکونه د افغانستان څخه د وتلو په حال کي دي دا کسان غواړي چي د جنګ جګړو څخه لاس واخلې او د سولې له بهیر سره یوځای شي ترڅو افغانان یوه آرام ژوندانه ته ورسیږي.»

انځور: Atiqullah Motmaeen/DW

د هرات د والي په خبره، قومي مشرانو هڅه وکړه چې دا کسان د سولې له بهیر سره یوځای شي او د دومره مخالفینو په تسلیمدو سره به د هرات د ولسوالیو په خاص ډول د شینډنډ په امنیتي وضعیت کي سمون رامینځ ته شي.

بله خوا د تسلیم شوو کسانو ځايي قومندان ملا مردان نورزی وايي چي دوی د بهرنیو ځواکونو په شتون کي مبارزه کوله خو اوس چې بهرني ځواکونه له هیواد څخه د وتلو په حال کي دي نور نه غواړي چي جګړي وکړي او هیله یې دا ده چې په افغانستان کي یوه تلپاتې سوله رامینځ ته شي. هغه وويل: «ښه خبره دا ده چي د جګړي ټولې ښکېلې خواوې د خبرو اترو له لارې یوه توافق ته ورسیږې او د افغانستان روانه جګړه پاې ته ورسیږې.»

هاخوا د هرات ولایتي شورا مشر کامران علیزی وايي، هغه کسان چي د سولې له بهیر سره یوځای شوي باید حکومت یې ملاتړ وکړي، په سیمو کي یې ورته د کار زمینه برابره شې تر څو یو ځل بیا دا کسان د بې کارۍ او بې وزلۍ له امله جګړو ته مخه نه کړي.

انځور: Atiqullah Motmaeen/DW

د کامران په خبره: «حکومت باید پر دې کار وکړي چې تسلیم شوو مخالفینو ته د کاروبار زمینه برابره کړي د هغوی امنیت وساتي، ځکه په اوسنیو شرایطو کي لازمه ده چي د دې کسانو ژوندانه ته پوره پاملرنه وشي تر څو نور هم د دوې د نننې حرکت څخه په الهام اخیستلو د سولې لاره خپله کړي.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په هرات کې د دويچه ويله خبريال ته، حکومت ته د خپلو جنګیالیو د تسلیمیدو خبر په بشړه توګه رد کړې ده او ويلي يې دي چې دا کسان نه د دوی ملګري دي او نه یې هم له دې مخکې د حکومت پر ضد مبارزه کوله بلکې هغه سیمه ایز پولیس دي چې له دې مخکې هم په حکومتي چوکاټ کي استخدام ول. خو د هرات چارواکي او پخپله تسليم شوي کسان وايي چې له کلونو راهيسي يې د حکومت او بهرنيو ځواکونو پرضد وسله واله مبارزه کوله.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب