دغو سازمانو د پنجشنبې په ورځ د آلمان په پلازمينه برلين، کې خبرداری ورکړ چې تر ټولو بحراني سيمو سره د عاجلو مرستو پرته، د دې امکان شته چې په هره يوه دقیقه کې له پنځو کلونو ښکته عمر لرونکی يو ماشوم د لوږې او خوارځواکۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.
په آلمان کې د ماشومانو د ژغورنې يا سیف دي چلډرن سازمان اجرائيوي مديرې سوزانا کريګر وويل: «له بده مرغه دغه شعار چې په ۲۰۱۸م کال کې هيڅ ماشوم نه بايد له لوږې مړ شي، پر واقعيت بدل نه شو.» هغې زياته کړه چې برعکس په ټوله نړۍ کې د خلکو د لوږۍ کچه بيرته لوړه شوې او دا يو شرم دی.
د دغه سازمان د اټکل له مخې ۴،۵ ميليونه داسې ماشومان چې عمرونه يې تر پنځو کلونو ښکته دي، له لوږې او خوارځواکۍ له امله له ګواښ سره مخامخ دي او بايد په فوري توګه يې درملنه وشي. هغې په دې اړه زياته کړه: «دا د ۲۰۱۶م کال په پرتله نژدې ۲۰ سلنه ډيروالی ښيي.»
د ماشومانو د حقونو ملاتړ کونکو سازمانو د ارقامو له مخې، اوسني اکثره غذايي بحرانونه د کانګو جمهوريت، سوډان او افغانستان په څير هيوادونو کې د روانو شخړو له امله رامنځ ته شوي دي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
د ماشومانو له پاره تر ټولو خراب هيوادونه کوم دي؟
د نړۍ زياته برخه له بحرانونو سره مخامخ ده. په دغه انځوريز راپور کي د ۱۷۵ هيوادونو له ليسټ څخه د ماشومانو له پاره هغه تر ټولو خراب هيوادونو پېژندلای سئ:
انځور: picture-alliance/dpa/H. Fohringer۱۷۵ مقام ـ ۳۸۸ نمرې ـ نايجر
انځور: Getty Images/AFP/B. Hama ۱۷۴ مقام ـ ۴۲۰ نمرې ـ مالي
انځور: Getty Images/A.Koerner ۱۷۳ مقام ـ ۴۲۱ نمرې ـ د مرکزي افريقا جمهوريت
انځور: Getty Images/AFP/R. Kaze ۱۷۲ مقام ـ ۴۲۴ نمرې ـ چاد
انځور: UNICEF/ITAL2009-0010/Falvo۱۷۱ مقام ـ ۴۷۵ نمرې ـ سويلي سودان
انځور: Reuters/S. Glinski۱۷۰ مقام ـ ۴۸۳ نمرې ـ سوماليا
انځور: Reuters/Z. Bensemra۱۶۹ مقام ـ ۵۱۳ نمرې ـ نايجيريا
انځور: imago/ZUMA Press/Gilbertson۱۶۸ مقام ـ ۵۲۴ نمرې ـ ګيني
انځور: UNICEF/UNI162094/Lynch۱۶۷ مقام ـ ۵۵۳ نمرې ـ سېراليون
انځور: picture-alliance/dpa۱۶۶ مقام ـ ۵۵۶ نمرې ـ د کانګو ډيموکراټيک جمهوريت
انځور: Getty Images/AFP/F. Scoppa۱۶۵ مقام ـ ۵۶۰ نمرې ـ بورکينا فاسو
انځور: picture-alliance/dpa/H. Fohringer۱۶۴ مقام ـ ۵۷۲ نمرې ـ موزمبيق
انځور: picture-alliance/dpa/E. Waga۱۶۳ مقام ـ ۵۷۹ نمرې ـ انګولا
انځور: UNICEF Angola/2017/M. Gonzalez ۱۶۲ مقام ـ ۵۸۵ نمرې ـ موريتانيا
انځور: picture alliance/dpa/blickwinkel/W. Dolder ۱۶۱ مقام ـ ۵۸۹ نمرې ـ ماداګاسکار
انځور: imago/epd/S. Vogt۱۶۰ مقام ـ ۵۹۲ نمرې ـ افغانستان
انځور: Reuters/U. Bektas۱۵۸ مقام ـ ۵۹۴ نمرې ـ کامرون
انځور: AP۱۵۸ مقام ـ ۵۹۴ نمرې ـ بېنين
انځور: Imago/Danita Delimont