په هرو دوو اونيو کې يوه ژبه له نړۍ څخه ورکيږي
۱۳۹۸ اسفند ۲, جمعهپه اوسط ډول په هرو دوو اونيو کې يوه ژبه مري چې له تقريبا ۶۷۰۰ ژونديو ژبو څخه نيمه برخه يې اوسمهال د ورکېدو له ګواښ سره مخامخه ده. د ژبو په ورکېدو سره د بشر معنوي او کلتوري پانګه هم راکميږي. د خبرداري او پاملرنې په توګه د ملګرو ملتونو فرهنګي ټولنې يونسکو د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په توګه اعلان کړې ده. په خبره يې بايد ژبنۍ تنوع او بېلابېلوالي ته وده ورکړل شي، ځکه چې «د ژبو د لارې معلومات او پوهه لېږدول کيږي او په دې سره رفاه، ټولنيزه وده او پايښت لرونکي پرمختګ ته هم لاره هواريږي.»
د آلماني ژبې بېلابېلې بڼې
د تر ګواښ لاندې ژبو په کتار کې د «اونزر دويچ» په نوم د آلماني ژبې يوه لهجه هم راځي چې په پاپوا نوي ګيني ټاپو کې ۱۲۰ کاله پخوا رامنځ ته شوې ده. د ۱۹۶۰ يمو کلونو راهيسې يې ويونکي تقريبا ټول آستراليا ته ورغلي او په دې سره يو له بله بېل شوي دي. د امريکا په لويه وچه، مثلا په برازيل کې هم د «هونسروکي» په نوم يوه آلماني لهجه ژوندۍ ده چې دوه سوه کاله سابقه لري. ډېري ويونکي کسان يې د آلمان د هونسروک سيمې څخه برازيل ته ورغلي ول. خو دغه لهجه بيا هغه مهال رامنځ ته شوه چې د بومن او وېستفالن نورې آلمانۍ ژبې ډلې ورسره يو ځای شوې او د افهام او تفهيم يوه نوې بڼه پرې رامنځ ته شوه. دا ځکه چې په هغه وخت کې لا معياري آلماني تقريبا هيڅ عامه شوې نه وه. نن سبا د هونسروکيانو ژبه تقريبا ۴۰۰ زره تر ۱،۳ ميليونو پورې ويونکي لري. د امريکا په متحده آيالاتو کې هم د پېنسيلوانيا داچ په نوم يوه بله آلماني لهجه شته چې د آلمان د فلڅ سيمې لهجې ته ورته ده. دغو کسانو په ۱۸مه پېړۍ کې د متحده آيالاتو منځنيو سيمو ته مخه کړه او د کاناډا په اونتاريو کې هم مېشت شول ځکه چې په آلمان کې تر ديني تعقيب لاندې ول. دغه لهجه هم تر نن ورځې پورې ژوندۍ او ګړندۍ غوندې ايسي چې د منځه تللو له ګواښ سره اوسمهال مخامخه نه ده.
KNA/ns/qn