دغه ښځه چې نه پوهيږي څو کلنه ده، وايي: «که مې کور کې زيږون کړی وای، ممکن ما او یا مې ماشومي ته ستونزې پیدا شوې وای.» ټولې ښځې دومره نيکبخته نه دي چې په روغتون کې زيږون وکړي.
هغه وويل چې پر دې سربېره،طالب چارواکي غواړي د هغو سیارو روغتيايي ټيمونو له شره هم ځان خلاص کړي چې له ښځو سره ملاقات کوي، ځکه چې «هغوی نشي کولی هغه روغتيايي پيغامونه چې دغه ټيمونه ېې ورکوي، کنټرول کړي.»
د طالبانو په حاکمیت کېښځې له ټولنیز ژوند څخه تر ډېره بريده وښکل شوي او تعلیم ته ېې لاسرسی هم محدود شوی دی. په افغانستان کې چې ډېري کورنۍ ېې نارینه ډاکټرانو ته د خپلو ښځينه ناروغونو له بیولو ډډه کوي، د ښځو له پاره د روغتيا برخې راتلونکې له ګواښ سره مخ ده.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان مشر، فيليپ ريبيرو، وايي: «د یوې افغان مېرمنې له پاره تر زيږون مخکې او وروسته روغتيايي مراقبتونو ته لاسرسی، تل ډېر پيچلی وو او اوس حتی لا پسې پيچلی شوی دی.»
د روغتيا نړېوال سازمان وايي افغانستان د زيږون پر وخت د مرګ او مير له لحاظه د نړۍ د تر ټولو ناوړه وضعیت لرونکو هېوادونو له ډلې څخه دی انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance
نور خانم احمدزۍ په کابل کې د «تره د هومس» په نوم د یو غیردولتي روغتيايي مرکز همغږې کوونکې ده. هغه وايي د اقتصادي بحران په جریان کې پر کورنیو باندې د مالي فشارونو ډېرېدل، خطرونه زیات کړي دی.
په یوه دولتي روغتون کې چې قابلې پکې له حده ډېر کار کوي او لږ تنخواه ترلاسه کوي، ښځې اړيږي چې خپل درمل په خپله راوړي.
پخوا په ځینو هیوادونو کي د «مورشیدې» د نامه پرځای د « ښځي شیدې» نوم کارول کېدی دا په ۱۸مه مېلادي پېړۍ کي له کمپاین څخه وروسته په دغه نامه بدل سو، په دې وخت کي میندو ته لارښوونه کیده چي خپل کوچنیان دایانو ته ونه سپاري او خپله هغوی ته شیدې ورکړي. ميندي بايد کوچنیان تغذيه کړي، نه نوري بېګانه ښځي.
انځور: R Modi/Dinodia Photo/IMAGO
په عامو ځایونو کي کوچني ته شیدې ورکول جنجالي دي
په عامو ځایونو کي کوچني ته د شیدو ورکول عامه خبره نه ده او په یو شمېر هیوادونو کي پر دغه کار بندیز دی، خو په یوشمېر لوېدیځو هیوادونو کي بیا کوچني ته په عام محضر کي شیدې ورکول عادي خبره ده.
انځور: Wladimir Wetzel/Colourbox
د حيواناتو او انسانانو تی/ شیدې ورکول
انسانان او حيوانات خپلو اولادونو ته د شیدو ورکولو پرمهال يې پاملرني یو ډول نه وي، انسان که هر وخت وغواړي کولای سي اولادونو ته شیدې ورکړي او یا ګرسره هیڅ شیدې ورنه کړي. کوچني څاروي بیا تر هغه مهاله په خپلو میندو پوري تړلي وي او د مورشیدې روي، ترڅو پر خپلو پښو د څرېدو او خوړو پیداکیدو توان پیداکوي. د مثال په ډول هومینید بیزوګاني له پنځو تر اوو کالو پوري خپل نوي زېږېدلي بچي ته شیدې ورکوي.