په هسپانيا کې هر کال د دسمبر مياشتې په ۲۸مه پر هګيو او اوړو باندې د یو بل د ويشتلو دوديز جشن ترسره کيږي. دغه جشن د هسپانيا د آليکانتې ايالت په يوه کوچنۍ سيمه کې ترسره کيږي. په هسپانيا کې دغه دوديز میله لږ تر لږه د ۲۰۰ کلونو راپه دېخوا لمانځل کيږي.
د دغه جشن نوم «ايلس اينفاريناتس» (Els Enfarinats) دی. د جشن د لمانځلو پر وخت ځايي اوسیدونکي د مليشو د مخلتفو ډلو يونيفورمونه اغوندي او د واک د ترلاسه کولو له پاره مبارزه پيلوي. دغه «جګړه» چې وسلې يې هګۍ او اوړه دي د هر څه تر څنګ د ليدونکو او ګډونوالو له پاره ډيره په زړه پورې او هيجاني هم وي.
د جګړې ميدانانځور: Reuters/H. Kalis د دغې تمثيلي «جګړې» په پای کې د دغې وړې سيمې سړکونه او کوڅې د هګيو او اوړو په جګړه کې زيړ او سپین شوي وي.
د هسپانيا د والنسيا سيمې په ژبه کې دغه میلې ته داسې يو نوم اخلي چې هغه د « وچې ډوډۍ»، يا «اوړو» سره پيوند لري.
هغه کسان چې په میله کې عملا اشتراک کوي، عسکري يونيفورم يې پر تن وي. دوی د بغاوت او سرکشۍ تمثیل کوي چې د هګيو او اوړو په ویشتلو سره غواړي خپل حريفان مات او قدرت تر لاسه کړي. په عين وخت کې د موسيقي يوه ډله هم په ژوندۍ بڼه موزيک غږوي.
ميلې د سهار اتو بجو څخه لږ مخکې پيليږيانځور: Getty Images/AFP/J. Reina جشن سهار له اتو بجو څخه مخکې په سړکونو کې د بغاوت کونکو مليشو له خوا د حکومت پر ضد د عدالت غوښتنې پر نعرو او شعارونو سره پيليږي.
نه بجې بغاوت کونکې مليشې قدرت ترلاسه کوي او د ښار له پاره نوی ښاروال يا مشر ټاکي او له خلکو غواړي چې هغه ته ماليې ورکړي. کوم کسان چې ماليه نه ورکوي هغوی نيسي او بندي کوي یې.
د ميلې په پای کې ښار کوڅې او واټونه په هګيو او اوړو لړي ويانځور: Getty Images/AFP/J. Reina د جګړې پر وخت د میلې ګډونوال هګيو ته د «سپين بم» نوم هم اخلي. دغه جشن ماښام پر پنځو بجو پای ته رسيږي. په دغه وخت کې د دغې کوچنۍ سيمې د بازار سړکونه او کوڅې ټولې د ماتو شوو هګيو او سپينو اوړو باندې تر نهايي حده ککړې وي. د ميلې تر ختميدو وروسته د «ايلس اينفاريناتس» د قدرت دوره هم پای ته رسيږي. خو تر دې وروسته د خلکو د خوښيو نور پروګرامونه پيليږي چې په هغو کې سيميزې ګډاوې کيږي او سيميزې موسيقي غږول کيږي. هسپانويان په دې ته ورته يو بل عنعنوي میله کې په روميانو باندې پر يو بل وارونه کوي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم وګورئ!
په هسپانیا کې د رومیانو جنګ، یو ځانګړی دود
په هسپانیا کې هر کال د«ټوماټینا فیستيوال» یا د رومیانو جګړې تر عنوان لاندې ترسره کیدونکې ننداره په نړۍ کې د «فوډ فائټ» یا په اصطلاح د خوراکې توکو د جګړې لویه ننداره بلل کیږي. د فیستیوال ګډون کونکي یو بل په رومیانو ولي. انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Saiz په هسپانیې کې یو شمیر ترسره کیدونکي فیستیوالونه په ټوله نړۍ شهرت لري. په دوی کې یو هم د «ټوماټینا فیستيوال» په نوم د رومیانو د جګړې فیستیوال دی. د فیستیوال ګډون کونکي چې نیمه لوڅې جامې یې پر تن وي پر یو بل د رومیانو ګوزارونه کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Saiz په پنځوسمه لسیزه کې د څو کلونو له پاره پر دې دود یا فستيوال بندیز ولګول شو، خو وروسته یې بیا بیرته د لمانځنې لړۍ پیل شوه. په دې کلني دود کې د ګډون کونکو شمیر زرګونو کسانو ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Saiz د فیستیوال پر مهال په یوه لارۍ کې په ټنونو رومیان بار کړای شوي وي چې د «بونول» پر تنګو سړکونو تیریږي. هڅه کیږي چې د سړک پر غاړې ولاړ کسان په رومیانو وویشتل شي. د رومیانو فیستیوال په ۱۹۴۵ م کال کې پيل شوی دی او هر کال د اګست میاشتې په وروستۍ چهارشنبه کې ترسره کیږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Saiz د «بونول» د سیمه ایزو چارواکو په حواله په دې وروستیو کلونو کې د ځای د نشتوالي له امله دغه دود کم رنګه شوی دی. د نندارچیانو د شمیر د زیاتیدو له امله د خطر ګواښ هم زیاتیږي، خو تر نویو اقداماتو وروسته به دغه فیستیوال په لا زیاتې په زړه پورې طریقې سره ترسره شي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Saiz ټوماټینا فیستیوال د جنوني حالت له کبله ځانګړی شهرت لري او له همدې امله د نړۍ له مختلفو برخو څخه سیلانیان د دې فیستيوال د نندارې له پاره هسپانیې هیواد ته مخه کوي.
انځور: picture-alliance/©GTRESONLINE د نړۍ له مختلفو برخو څخه د راغلو نندارچیانو په بدن او جامو یوازې د رومیانو اوبه، تخم او پوټکي لیدل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Saiz د فیستیوال پر مهال د سیمې اوسیدونکي د خپلو کورونو او دوکانونو د خوندي ساتلو په موخه دروازې یې تړلي ساتي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Saiz چارواکو د دې فیستيوال د تنظيم، امنیت او له ګډون کونکو څخه د فیس اخیستنې مسئولیت یوې شخصي کمپنۍ ته سپارلي چې له دې کار سره ډیر سهولت رامنځته شوی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Saiz ۲۷ کلنه جیسکا له امریکا څخه په دې فیستیوال کې د ګډون کولو له پاره هسپانیې ته راغلې ده. دا وایي چې په رومیانو د یو چا ویشتل او هغه هم کله چې نښه په خپل ځای ولګیږي، ډیر خوند کوي. رومیان د باران د څاڅکو په څیر وریږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Saiz جیسیکا وایې چې له یوې خوا دا فیستیوال تفریح او له بلې خوا ویره هم موجوده وي: «که تاسې د رومیانو د پورته کولو له پاره ښکته شئ شاید دوباره د پورته کیدو چانس دې کم وي، ځکه بیروبار او ټیل ماټیل زیات وي».
انځور: picture-alliance/Gtresonline بل لور ته د خوراکي موادو د ضایع کیدو ضد فعاله بنسټونه پر دې دود ډیرې سختې نیوکې کوي. د دوی په خبره په دې ډول د رومیانو له ضایع کولو څخه ښه به دا وي چې هغه مستحقو کسانو ته ورسول شي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Saiz