په هلمند ولایت کې یو امریکایي سرتیری ووژل شو
۱۳۹۴ دی ۱۶, چهارشنبهد پنتاګون ویاند پیتر کوک، ویلي دي چې دغه سرتیري د سه شنبې په ورځ د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو پر مهال، تر برید لاندې راغلل. هغه زیاته کړې ده: «دا یو جاري حالت دی. اوس هم د پیښې په سیمه کې جګړه روانه ده.»
په افغانستان کې د ناټو یوه ویاند ویلسن شوفنر، د دغه سرتیري وژل کیدل تایید کړې دي او ویلي یې دي: «موږ د دې پیښې له کبله ډیر خواشینې یو.»
چارواکو ویلی دي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې یو شمیر افغان ځواکونه هم ټپيان شوي دي. په افغانستان کې د میشتو ناټو ځواکونو یوه بل ویاند مایکل لاوهارن، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ دا خبره تاییدوو چې ټپي شوي کسان له سیمي څخه ایستل شوي دي.»
افغان ځواکونه اوس د هلمند ولایت په سنګین ولسوالي کې د طالبانو پر ضد په جګړه بوخت دي. طالب یاغیانو په تیرو اوونیو کې د دې ولسوالۍ ډیرې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستې.
د پنتاګون ویاند ویلي دي: «د افغانستان داسې خطرناکې برخې شته چې اوس هم په کې جګړه روانه ده او هلمند ولایت د دغو خطرناکو سیمو له ډلې څخه یوه ده.»
پنتاګون ویلي دي چې پر امریکایي او افغان ځواکونو تر برید وروسته دوه څرخي الوتکې سیمې ته تللې دي چې ورباندې د یاغیانو له خوا ډزې شوې دي. هغه زیاته کړې ده چې د دغو الوتکو له ډلې څخه یوه یې بیرته د امریکایي ځواکونو اډې ته ستنه شوې ده او بله یې بیا په سیمه کې پاتې ده.
لومړني رپوټونه ښيي چې د الوتکې په څنګ کې یو هوان چاودیدلی دی. سیمه ییزو اوسیدونکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دغې الوتکې اور اخیستی دی. د مارجه ولسوالۍ یوه اوسیدونکي حاجي محمد، ویلي دي: «الوتکه راولویده او اور یې واخیست. زه نه پوهیږم چې هغه د طالبانو له خوا ویشتل شوې وه او که د تخنیکي ستونزو له کبله رالویدلې ده.»
طالبانو ادعا کړې ده چې دغه الوتکه د هغوی له خوا راغورځول شوې ده.