په هلمند کي دوست- دښمن بريد د ناټو دوه عسکر وژلي
۱۳۹۴ شهریور ۴, چهارشنبهد ناټو د معلوماتو له مخي «د چهارشنبې ورځي په سهار وختي دوو تنو افغانانو چي د دغه هيواد د ملي اردو يونيفورم ئې اغوستی وو، هغه مهال د ناټو د عسکرو پر موټر يرغل وکړ چي د افغان امنيتي ځواک يوه مرکز ته روان وو.»
د ناټو له خوا په خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي دي چي د دوی په جوابي فيرونو کي يرغل کوونکي وژل سوي دي. په وينا پاڼه کي د وژل سوو بهرنيو عسکرو د هويت په اړه څه نه دي ويل سوي.
د پيښي پړه تر اوسه پوري چا پر غاړه نه ده اخيستي. ځيني غربي چارواکي دغه شان پېښي د ياغيانو توطئه نه، بلکي شخصي کينې او فرهنگي سوتفاهم گڼي.
د افغان او بهرنيو ځواکونو ترمنځ بې اعتمادي ورځ تر بلي ډېريږي. له هغه راهيسي چي په اصطلاح دوست- دښمن بريدونه پيل سوي دي د افغان او بهرنيو ځواکونو ترمنځ اعتبار ته سخت زيان رسېدلی دئ.
په افغانستان کي د دوست- دښمن يرغل تر ټولو بده پېښه د تيرکال په اگست مياشتي کي وه چي د کابل په يوه پوځي اکاډمۍ کي يو امريکايي جنرال ووژل سو.
دا د ويټنام تر جگړې وروسته لومړی امريکايي جنرال دی، چي تر هيواد دباندي ماموريت کي وژل کيږي.
د روان کال په اپريل مياشت کي يو امريکايي عسکر له افغان عسکرو سره د فيرونو په تبادله کي ووژل سوو.