د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون رئیس تورن جنرال محمد حبیب حصاري نن دوشنبه (د ۲۰۱۶ میلادي کال د اګست ۸مه) په کابل کې خبري غونډي ته وویل، افغان امنیتي ځواکونه د هلمند په نادعلي، ګرشک او ناوې ولسوالیو کې له وسله والو مخالفینو سره په سخته جګړه بوخت دي: «د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پرضد پوځي عملیات روان دي، خو په ټولیز توگه په هلمند کې مشکلات زیات دی.»
دا څرګندوني داسي مهال کیږي، چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبان ان د مرکز لښکرګاه ښار څو مترۍ ته راورسیدل.
په هلمند کې یوه ځایي خبریال صفت الله زاهدي په تليفوني خبرو کې دويچه ته وویل، چې په هلمند کې افغان ځواکونو ان یوه لویشت پرمختګ هم نه دی کړی: «د ناوې ولسوالي ۳۰ سلنه خاوره همدا نن سهار طالبانو ونېوله.»
د هلمند دغه ځايي خبریال زیاتوي، چې همدااوس د هلمند، کندهار او هرات لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده. دغه راز، د ګرشک، ناوې، نادعلی او ځينو نورو ولسوالیو لارې هم د سختې جګړې له امله د تګ راتګ کوونکو پرمخ بندي دي.
داسې ویره هم شته، چې وسله وال طالبان به ښايي د کندز په څير د هلمند لښکرګاه ښار هم ونیسي.
خو افغان امنیتي چارواکي وایې، وسله وال مخالفین نه شي کولای دا ځل کوم ولایت ته سقوط ورکړي.
رحماني یو ځوان افغان دی چې «ستا وینه زما ژوند» تر نامه لاندې یې د وینې ورکولو شبکه جوړه کړې ده او په څو ولایتونو کې فعالیت کوي. د هغه ټولگیوال، دوستان او د اوسیدو د ځای خلک د دغې شبکې داو طلب غړي دي.
انځور: DW/H. Siratمصطفی رحماني یو ۲۶ کلن افغان دی. هغه په کندهار ولایت کې د احمد شاه بابا په لیسه کې زده کړې سرته رسولي دي او اوس د چراغ په نوم د لوړو زده کړو په نوم موسسه کې د طب پوهنځي د پنځم کال محصل دی.
انځور: DW/H. Siratرحماني وایي: «کله چې مې ولیدل امبولانس یا هغه کسان چې وینه ورکول به یې غوښتل او روغتون ته به نه رسیدل او په پایله کې به یې وطنوالو ژوند له لاسه ورکاوه، نو داسې احساس راسره پیدا شو چې یو داسې گروپ جوړ کړو چې په هیڅ روغتون کې د ویني له کمښت سره مخامخ نه شو.»
انځور: DW/H. Siratمصطفی رحماني پخپله هم په افغانستان کې د وینې د کمښت ترخه تجربه لیدلي ده. هغه وايي کله چې یې مور ته د وینې اړتیا وه نو په کورنۍ کې د هیچا د وینې گروپ د هغې د وینې له گروپ سره برابر نه وو. نو په ډیر مشکل وتوانید چې یو څوک پیدا کړي. هغه وایي چې اوس هم د هغه کس منندوی دی، ځکه چې د ده د مور ژوند یې وژغوره.
انځور: DW/H. Siratد وینې د ورکړې شبکه څه ډول فعالیت کوي؟
کله چې روغتون وینې ته اړتیا پیدا کوي، رحماني ته مراجع کوي او رحماني د هغه لېست پر اساس چې د شبکې د غړو د مشخصاتو سره یې ترتیب کړی دی، وړ کس د وینې د ورکړې له پاره روغتون ته استوي. دغه شبکه داسې تنظیم شوې ده چې آن د اړتیا پر وخت نیمه شپه هم داوطلبان وینې ورکولو له پاره روغتون ته ورځي.
انځور: DW/H. Siratد هغه ټولگیوال، دوستان او هغه خلک چې د ده استوگنې په ځای کې ژوند کوي د دغې شبکې داوطلب غړي دي. دغه شبکه په کندهار، کابل، او هلمند ولایتونو کې فعاله دی او د غړو شمیر یې ۱۵۰ تنو ته رسیږي. په پام کې ده چې په نزدې راتلونکي کې دغه شبکه د نیمروز او فراه ولایتونو کې هم جوړه شي.
انځور: DW/H. Siratپه افغانستان کې د وینې راټولو کمپاین ساده کار نه دی. ځکه ډیر کم افغانان پر دې پوهیږي چې د وینې ورکړه روغتیا ته زیان نه لري. رحماني د بوهاوي د کمپاین له لارې خلکو ته د دې پیغام رسولو هڅه کوښښ کوي چې د وینې ورکړه تاوان نه لري. دا کار د خلکو ژوند ژغوري.
انځور: DW/H. Siratد کابل د وینې بانک په دې دلیل چې نورو روغتونونو ته هم وینه برابروي کله نا کله د وینې له کمښت سره مخامخ کیږي. ځیني وختونه د ناروغ کسان خپلوان پر دې نه توانیږي چې د وینې اړتیا پوره کړي. له همدې ځایه د رحماني شبکه د یوه ژوند د ژغورلو له پاره حل لاره ده.
انځور: DW/H. Siratد رحماني د وینې د ورکړې شبکه پر دې توانیدلې ده، څو وارې په کابل کې د «ایمرجنسي» په نوم روغتون ته راوړلو شوو ټپیانو ته وینه برابره کړي. دغه روغتون ته په زیاته د جگړې قربانیان راوړل کیږي. د ایمرجنسي روغتون پر دې خبره ټینگار کوي په افغانستان کې د وینې اړتیا ته په کتو سره دغه هیواد د مصطفی رحماني په توگه په سلگونو کسانو ته اړتیا لري چې اړمنو کسانو ته وینه ورکړي.
انځور: DW/H. Sirat
چاڼیز عملیات
حصاري وایې، د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او سویل کې د وسله والو مخالفینو پرضد ۱۹ چاڼیز عملیات دوام لري.
پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، خوست، کندهار، کندز، روزګان او فراه ولایتونو کې د وسله والو پرضد منظم پوځي عملیات روان دي: «په دغو عملیاتو کې ۵۱۸ وسله وال وژل شوي، ۱۸۸ ټپیان او ۴۳ ژوندي نېول شوي دي.» دی وایې، افغان ځواکونه هڅه کوي چې په جګړه کې ولسي وګړو ته زیان وانه وړي.
کمزوری جګړه ایز مدیریت
خو له دې سره سره هم د جګړې پرمهال د افغان ځواکونو پر مدیریت نېوکې ډېری دي. د پوځي چارو کارپوهان وایې، که څه هم پوځي او امنیتي سرتیري د وسله والو پرضد په مېړانه جنګیږي، خو په مشرتابه کې د ستونزو له امله همدغه سرتیري قرباني کیږي.
د کارپوهانو په باور د جګړې کمزوری مدیریت ددې لامل شوی چې وسله وال مخالفین افغان ځواکونه په څو محاذونو کې له ځان سره پر جګړه بوخت وساتي. دغه راز، ډيري سیمي هم چې له مخالفینو ونېول شي، بیرته له جګړې پرته د مخالفینو لاس ته لویږي.