1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي عامو خلکو دوه طالبان سنگسار کړي

۱۳۹۰ مرداد ۳۱, دوشنبه

په هلمند کي د تاوتريخوالي پيښو په ډيريدو سره د ناوې ولسوالۍ ځايي خلکو دوه تنه وسله وال طالبان سنگسار کړي دي. پيښه د يادي ولسوالۍ ولسوال تائيد کړې. خو وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.

انځور: AP

د ناوي ولسوال، حاجي عبدالمناف، ويلي، د يکشنبې په ورځ دوو وسله والو طالبانو په دغه ولسوالۍ کي يو سپن ږيری سړی په ډزو وواژه. چي وروسته بيا ځايي اوسيدونکو پر طالبانو هجوم وروړی، هغوی يي خالي سلاح او وروسته سنگسار کړل.

د ولسوال په وينا، پيښه د ناوې ولسوالۍ د سرې کلا په سيمه کي هغه مهال رامنځ ته سوه، کله چي طالبانو يو سپين ږيری سړی چي « باريداد» نوميدی د ماخوستن د تراويح لمونځ د ادا کولو وروسته د کور پر لور روان ؤ، له دولت سره د همکارۍ په تړاو وواهه او بيا يي وواژه.

تير کال د پارلماني ټاکنو په وخت کي، د هلمند ولايت د ګرمسير ولسوالۍ خلکو د طالبانو له لوري د رايي ورکولو څخه د مخنيوي پر وخت هم دي ته ورته يوه قضيه را منځته سوي ول.

د ډيرو کوښښونو سره سره په سيمه کي د تليفونو شبکو د خدماتو د نشتوالي له امله په دې ونه توانيدو چي د، باريداد، د کورنۍ سره اړيکه ټينګه کړو. په دي اړه وسله والو طالبانوهم لا څه نه دي ويلي.

د هلمند د ځايي چارواکو په وينا په يو ه بله پيښه کي چي د بم يوه چاودنه وه ۵ تنه ملکي وګړي وژل سوي او څلور نور ټپيان سوي دي.

د هلمند د والي مطبوعاتي دفتر ويلي، چي پيښه « په ګرشک ولسوالۍ کي د دوشنبي په ورځ هغه وخت را منځ ته سوه، کله چي د ترکاريو په يو مارکيټ کي پټ سوی بم وچاوديد.»

د يکشنبې په ورځ د هلمند مرکز لښکرګاه ته څيرمه افغان پوليسو د طالبانو يو قوماندان هم وژلی ؤ.

لښکر ګاه يوه دهغه اوو سيمو څخه ده چي د امنيت چاري يي د بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته سپارل سوي.

روح الله الهام/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب