هلمند ولایت د طالبانو له پاره د تریاکو د کښت له کبله ډیر ارزښت لري. له بلې خوا افغان ځواکونه هم د یوې ستراتیژیکې سیمې په توګه د دغه ښار ساتنه کوي.
د افغان پوليسو د چټکي روزني بهیر
له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته بايد افغان پوليس د خپل هيواد امنيتي مسئوليت پرغاړه واخلي. دا چي دغه ټولو ستونزو ته جواب وويلای سي اروپايي ټولنه ځايي پوليس روزي. په روزونکو کي آلماني پوليس هم پکښې دي.
انځور: AP
د مارموریت پای
له ۲۰۰۲ کال راهیسې آلمان له افغان حکومت سره مرسته کوي چې داسي پولیس وروزي چې د قانون حاکمیت ته ژمن وي. دغه پولیس د آلمان د پولیسو د پوروژې په چوکاټ کي روزل کیږي.
انځور: picture alliance/dpa
پر بیلابیلو مسایلو ټینگار
د پولیسو د روزني په برخه کې د آلمان یوه کلیدي ستراتیژي دا ده چې داسې افغان پولیسو ته روزنه ورکړي، چې هغوی پخپله بیا وروسته د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې نور افغانان وروزي.
سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې په هلمند ولایت کې د روانو جګړو له کبله شاوخوا ۳۰۰۰۰ کسان بې ځایه شوي دي. د دغو کسانو ډېر یې په مرکز لښکرګاه کې ځای پر ځای شوی دی.
د لښکرګاه اوسیدونکي وایي چې ښار د طالبانو په محاصره کې دی او ښار ته له ولسوالیو څخه پر رسیدونکو واټونو باندې د طالبانو له خوا ماینونه ښخ شوي دي.
له بلې خوا بیا د بې سرحده ډاکترانو سازمان ویلي دي چې په لښکرګاه کې یې د خپلو کارکوونکو شمیر کم کړی دی خو دې سازمان ویلي دي چې اوس هم د لښګرګاه ښاره په یوه روغتون کې خپل کار ته دوام ورکوي.