د لشکرګاه د ترافیکو د ادارې مشر حاجي میرزا ګل، وویل: «موږ د ښار په اصلي څلور لاري کې څلور ترافیکي څراغونه نصب کړي دي.»
دغه افغان چارواکي زیاته کړې ده: «دوه څراغونه ۱۲ ورځې مخکې او دوه نور بیا څلور ورځې مخکې نصب شوي دي.»
د ګل په خبره د څراغونو له نصبیدو سره د ترافیکي پیښو کچه رالویدلې ده: «موږ په یوې میاشت کې د ۳۰ او ۴۰ تر منځ ترافیکي پیښې لرلې.»
خو یوازې د ترافیکي څراغونو نصبول ستونزه نه شي حلولی. پولیس باید موټر چلوونکو ته د دغو څراغونو معني هم زده کړي: «موږ پر تلویزیون او راډیو د عامه پوهاوي پروګرامونه لرو چې خلکو ته ترافیکي قوانین او د څراغونه معنی زده کړو.»
په لشکرګاه ښار کې شاوخوا ۱۰۰ زره کسان ژوند کوي خو په ښار کې د موجود موټرو شمیر څه نا څه ۵۰ زرو ته رسیږي. پولیسو په ټول هلمند ولایت کې یوازې ۱۰ زره د موټر چلولو جوازونه ویشلي دي. دا نو په دې معنی ده چې شوخوا ۴۰ زره نور کسان پرته له جوازونو موټر چلوي.
په ورکړل شویو جوازونو کې هغه هم شامل دي چې یوازې د پیسو په مقابل کې د موټر چلوونکو له خوا ترلاسه شوي دي. هلمند د افغانستان یو له ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیږي چې یو شمیر ولسوالۍ یې د طالبانو تر کنترول لاندې دي.
د لاس وگاس په «الکترونيک» نندارتون کي د آلمان د مرسدس بنز موټرو کمپنۍ داسي يو موټر نندارې ته وړاندي کړ، چي تر اوسه پوري ټول بازار ته راوتلي لوکس موټران ئې له نندارچيانو څخه هيرکړل. «F015» بنز په انځورونو کي وگورئ:
انځور: Reuters/S. Marcusد سه شنبې په ورځ د امريکا په لاس وگاس کي د الکترونيک په نوم مشهور نندارتون کي، آلماني موټر جوړونکي کمپنۍ «مرسدس بنز» «هوښيار» موټر نندارې ته وړاندي کړ.
انځور: Reuters/S. Marcusپه دغه نندارتون کي په آلماني موټرانو سربيره جاپاني او امریکايي موټران هم نندارې ته وړاندي سوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersenدغه نندارتون ته د آلمان «اوډي» شرکت هم د «A7» په نوم داسي موټر نندارته وړاندي کړی دئ، چي ۹۰۰ کيلومتره واټن ئې بې له دې چي چلونکی ئې دخالت وکړي، پخپله وهلی دئ، يعني دوی هم «هوښار» موټر نندارې ته وړاندي کړی دئ.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Fets/Audi AGخو مرسدس بنز د «F015» ماډل په وړاندي کولو سره د ټولو نندارچيانو پاملرنه ځان ته جلب کړه. له دغه نندارتون څخه خبر ورکوونکو رسنيو دغه موټر د «څلور ټايره هوښيار تليفون» په نوم ياد کړی دئ. د دغه موټر سيستم داسي جوړ سوی دئ، چي ټول کارونه پخپله کوي او د چلوونکي داخلت ته اړتيا نه لري.
انځور: picture alliance/landovد دغه موټر دروازې د موټر له منځه ۹۰ درجې د دباندي خوا ته پرانيستل کيږي. د دغه موټر دننه محافظتي ديوال چي د ټکر پر مهال د انسان د ژغورولو له پاره ورکول کيږي، په هوښيار توگه په دروازو کي جاسازي سوی دئ.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersenدغه موټر دننه ډېر لوکس دئ. د ننه ئې داسي جوړ سوی دئ لکه په تخيلي فيلمونو کي چي فضايي سپوږمکۍ جوړي سوي وي.
انځور: Reuters/S. Marcusد موټر چلونکی وروسته له هغه چي د موټر سيستم اتومات برابر کړي د سفر پرمهال کولای سي خپله چوکی د شا وخوا ته وگرځوي او له نورو مسافرو سره بانډار وکړي. موټر نور خپل کار په خپله کوي او هدف ته ځان رسوي.
انځور: picture alliance/AP Photo/J. C. Hongجالبه دا ده چي د دغه موټر د دروازو له پرانيستلو سره د موټر چوکۍ هم ۳۰ درجې د دباندي وخواته گرځي، چي سپارلي آرام له موټره کښته سي.
انځور: Getty Images/D. Beckerپه دغه موټر کي څلور داسي صفحې جوړي سوي دي، چي کولای سي موټر ته په لمس يا د سترگو په اشارې سره فرمان ورکړي.
انځور: Getty Images/D. Beckerد دغه موټر د پيژندلو پر مهال د مرسدس بنز شرکت رئيس ديتر تسچه، وويل: «په راتلونکې کي به موټر د حمل و نقل يوه وسيله نه، بلکي د سپارليانو له پاره به په يوه راحت ځای تبديل سي.»
انځور: Getty Images/D. Beckerکله چي د رفتار پرمهال د دغه موټر مخ ته کوم پلی سړی يا حيوان تيريږي اوتومات ئې د مخ لوی څراغان لگيږي او پلي ته دا احساس ورکوي چي هغه ئې وليد.
انځور: Getty Images/D. Beckerپه دغه بنز کي هرگړی د موټر چلونکي- موټر او دباندي سره اړيکي جاري وي.
انځور: Getty Images/D. Beckerد دغه موټر باډۍ لکه يوه ټوټه جوړه سوې ده. موټر ۵ متره او ۲۲ سانتمتره اوږد او ۲ متره و ۱۸ ميليمتر بر لري. د موټر دننه لوړوالی ۱ متر ۵۲ سانتيمتر او ۴ ميليمتره دئ.
انځور: Reuters/S. Marcusپه دغه موټر کي داسي مواد کار سوي دي، چي د ده د اړتيا وړ بريښنا پخپله توليدوي.
انځور: Reuters/S. Marcusدغه موټر په ساعت کي ۲۰۰ کيلومتره واټن وهلای سي.
انځور: Reuters/S. Marcusپه راتلوکې کي به په نړۍ کي دغه شان موټر بازار ته راووځي چي ډېره هوسايي به ولري.
انځور: Reuters/S. Marcus