په هلمند کې ۱۲پولیس وژل شوي
۱۳۹۵ اسفند ۱۰, سهشنبهد هلمند ولایت یوه چارواکي ویلي دي چې دا کیدای شي چې د یوه «دوست دښمن برید» پیښه وي ځکه د پوستې یو ساتونکی هم اوس ورک دی.
هغه وویل: «اوس څېړنه روانه ده چې روښانه کړي چې ایا د امنیتي ځواکونو له ډلې څخه کوم یو یې له طالبانو سره یو ځای شوی او هغوی ته یې د دې برید لاره اواره کړې، او که نه.»
برید د هلمند ولایت په مرکز لښکر ګاه، کې شوی او په دې ولایت کې د افغان امنیتي ځواکو پر وړاندي ګواښونه په ګوته کوي.
وژل شوي پولیس د هلمند ولایت له خانشین ولسوالۍ څخه دغه ځای ته لیږدول شوی ول. افغان ځواکونو تیر کال دغه ولسوالي پرې ايښې وه.
د هلمند ولایت د پولیسو مرستیال حاجي ګولی، خبریالانو ته وویل: «طالبانو د پوستې یو ساتونکی د بې غږه وسلو په واسطه ویشتلی او بیا پوستې ته ننوتې دي. وروسته بیا هغوی وسلې اخیستې او له سیمې تښتیدلي دي.»
په یوه بله پېښه کې بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې ده چې د هلند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې ۱۲ پولیس تر یوې ۱۲ ساعته وسله والي نښتې وروسته وژل شوي دي.
طالبان اوس د هلمند ولایت ډیري سیمي په خپل کنترول کې لري. تر دې مخکې دغي ډلي آن د ولایت مرکز لښکرګاه ته هم ګواښونه رامنځ ته کړي ول.