1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هندوستان کي دوو جگو ودانیو ته ولي انفجار ورکړل سو؟

۱۳۹۸ دی ۲۲, یکشنبه

په دغه شخړه ایز خو د ليدو وړ انفجار سره د هندوستان د کیراله ایالت چارواکو په ۳۴۳ اپارتمانونو سره دوې جگي ودانۍ چپه کړې، کومي چي د ساحلونو او اقلیمي مقرراتو په نه مراعتولو سره جوړي سوي وې.

AfE-Turm bei Sprengung
انځور: Reuters

پرون شنبه ( دجنورۍ میاشتي ۱۱ مه)  لومړی د دغه ایالت په بندري ښار کوشي کي د H20 Holy Faith په نامه یو ۱۹ منزله تعمیر او څو دقیقې وروسته د الفا سرینا جوړه برجونو درولودونکې ودانۍ ته انفجار ورکول سو.

داسي یو کار په هندوستان کي ډیر لږ واقع کیږي، چي د ساختماني مقرراتو خلاف تعمیرونه دي مجازات سي. خو په دغه قضیه کي د هندوستان ستري محکمې پروسږکال حکم صادر کړی ؤ، چي دغه تعمیرونه د ساحلې ساحې د ایکالوژیکي مقرراتو د ساتني پرخلاف جوړ سوي دي او د اقلیم له پاره ډیر لوی تاوان پيښوي.

دغي شخړي څو کلونه دوام وکړ. د دغو تعمیرونو اوسیدونکو ادعا کوله، چي خپلي ټولي سپمول سوي پیسې یې د اپارتمانو په رانیولو کي مصرف کړي دي. کله چي هغوی د دې سره مخالفت وکړ چي اپارتمانونه تخلیه او بل ځای ته ولاړ سي، نو چارواکو ورباندي برق او اوبه بندي کړې. مالکینو ته د جبران خسارې ورکولو شخړه به نوهم اوس څو کلونه دوام وکړي.

په کیراله کي د ۲۰۱۸ م کال سیلابونه انځور: Reuters/S. V.

د کیراله ساحلي منطقې د ډیرو حساسو ایکالوژیکي سیسټمونو درلودونکي دي. سربیره پردې هلته اکثرأ د سختو څپو سره مل سیلابونه راځي. په ۲۰۱۸ م کال کي په کیراله کي د سختو سیلابونو له کبله تر ۴۰۰ اضافه کسان له منځه ولاړل.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب