په هندوستان کي د کرونا ملامتي ولي پر مسلمانانو ده؟
۱۳۹۹ فروردین ۲۷, چهارشنبه
افراطي هندو مذهبه نشنلسټان هم په عام محضر او هم اجتماعي شبکو کي د مسلمانانو پرضد تبلیغات کوي، خلګ راپاروي او د «کرونا جهاد» څخه خبري کوي. په خبره یې مسلمانان دغه ویروس شیوع کوي او غواړي هندوستان ته تاوان ورسوي.
انځور: picture-alliance/AP/A. Solanki
اعلان
د ۱۳۰۰ ميلیونه هندوستانیانو له پاره د کرونا په خاطر وضع سوو قیوداتو د اعلان څخه د هغه تر تطبیقولو پوري فقط څلور ساعته وخت په کار ؤ. داسي چي د مارچ د ۲۴ مي څخه عامه ژوند فلج دی او عامه ترانسپورټ نور هیڅ حرکت نه کوي. په ميلیونو روزانه کارګران چي د ښارو څخه باید خپلو کلو ته تللي وای، په دې وسیلې سره خپلو کورونو ته نسي تللای او پر لاري بند پاته دي.
د هندوستان د حکومت شعار هم دادی چي «په کورونو کي پاته سئ، د خلګو د تماس څخه پرهیز وکړئ او لاسونه پرې مینځۍ.» په دې ډول سره د هندو نشنلسټ حزب، بي جي پي څخه صدراعظم ناریندرا مودي که څه هم ددې خبري فیصله کړې ده، تر څو د کرونا د خطر د ساتلو څخه د متوسط قشر توقعاتو ته مثبت جواب ووايي، خو دغه شعار د اکثرت هندوستانیانو ضرورتونه نه رفع کوي: ځکه ۸۰ تر ۹۰ فیصده هندوستانیان په غیر رسمي څانګو کي کارونه کوي، چي نه صحي بیمه، نه تقاعد او نه هم د حوادثو یوه بیمه لري. تر ټولو دمخه د ښارونو د غریبانو په ناحیو کي اکثره دغه روزمزد کارګران هلته ژوند کوي، کله کله په یوه خونه کي په لس هاوو تنه.
په نوي ډيلي کې د حضرت نظام الدين درګاهانځور: DW/S. Gosh
هغوی ته چي حتی اوبه هم نه رسیږي، نو د کرونا په خاطر ورته وضع سوو قیوداتو نور هم تاوان رسولی دی. دا چي هغوی روزانه مزدوران دي او که کار ونه کړي، نو د هغې ورځي معاش هم پلاس نه راوړي.
د دې له پاره چي دا خبره له خلګو څخه هیره کړي، افراطي هندو مذهبه نشنلسټان، چي ورسره د بی جي پي حاکم نشلسټي حزب د پارلمان وکیلان هم شامل دي د مسلمانانو پرضد تبلیغات کوي او خلګ تحریکوي، چي د کرونا ویروس هغوی قصداً خپروي. په دې ډول سره هغوی غواړي اکثریت هندواڼو، د هغه صدراعظم او اقتصاد ته یې تاوان ورسوي. هغوی وايي، مسلمانان قصداً پر نورو باندي ټوخی کوي او ځیني ملایان خو دې کار ته خلګ تشویقوي.
داسي یوه مفکوره، چي په اجتماعي شبکو کي هم ورته لمن وهل کیږي. هغوی د کرونا مرکز د نوي ډیلي د مسلمانانو د نظام الدین ناحیه بولي، کومه چي د صوفیانو د زیارتونو او کباب پخاطر ډیره مشهوره ده.
په هندوستان کې تر دې مخکې هم وخت ناوخت د هندوانو او مسلمانانو تر منځ اخ و ډبونه رامنځ ته شوي دي. په همدې موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم کتلی شئ!
په ډهلي کې اوس هم ځيني کسان ډاريږي
څو اوونۍ ترمخه د هند په پلازمېنه کې د مسلمانانو او هندواڼو ترمنځ مذهبي اړودوړ په ترڅ کې تر۵۰ زیات کسان ووژل شول او ډير نور ټپیان شول. په مؤقتي کمپونو کې اوسیدونکي ځیني کسان اوس هم ويره لري.
انځور: DW/S. Ghosh
مؤقتي سکون
د اړودوړ د قربانیانو له پاره په عیدګاه کې چارواکو یو مؤقتي کمپ جوړ کړی دی. دغه یو ستر پرانیستی مسجد دی چې د اختر د لمونځونو له پاره جوړ شوی دی. دغه ځای اوس تر۱۰۰۰ زیاتو کسانو له پاره چې تاوتریخوالي اغیزمن کړي، یوه سرپناه ده. دغه ځای د هند په پلازمېنه مصطفی آباد کې موقعیت لري.
انځور: DW/A. Ansari
ټپونه تازه دي
د دې تصور ګران دی چې د کمپونو میشت کسان دغه پيښې هیرې کړي. هغوی په ویره او درد کې ژوند کوي او هک پک دي چې خپل ژوند به څرنګه بیرته جوړوي. د دغه مذهبي تاوتریخوالي سبب د هند د تابعیت نوی قانون وو چې د انتقاد کوونکو په وینا د هند مسلمان لږکي څنډه ته کوي. د پولیسو معلومات ښيې چې په دغه تاوتریخوالي کې ۵۳ کسان وژل شوي چې زیاتره یې مسلمانان دي او پر دې سربیره تر ۲۰۰ زیات کسان ټپیان شوي هم دي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Hussain
د ښځو خوندیتوب
د عیدګاه کمپ پر دوو برخو ویشل شوی دی، په یوه برخه کې یې ښځې او په بل کې نارینه اوسیږي. دغه ځایي بلوا د دهلي اوسیدونکي په شوک کې اچولي او ډیرې یې په دې آند دي چې هیڅکله یې په خپل دغه پلرني ټاټوبي کې د دغه ډول تاوتریخوالي اټکل نه کاوه.
چارواکي او غیر دولتي سازمانونه په کمپ کې اوسیدونکو کسانو ته ډیر شمیر قانوني او روغتیایي خدمات وړاندې کوي. ډاکټران او نرسان د کمپ د اوسیدونکو پر عمومي معاینې سربیره هغوی ته دارو درمل هم ورکوي او پر دې سربیره د هغوی قانوني مرسته هم کیږي چې قربانیان د چور، اور اچونې او تاوتریخوالي پر ضد عریضې ثبت کړي.
انځور: DW/A. Ansari
هیلې لا هم ژوندۍ دي
پر کړاو، فزیکي تکلیفونو او ذهني صدمې سربیره هم د کمپ اوسیدونکي د ښو ورځو په هیله دي. هغوی هیله من دي چې یو ځل بیا به خپلو پخوانیو سیمو ته ولاړ شي او د خپلوانو او دوستانو سره به په خوشالۍ ورځې بیرته پیل کړي.