د تازه خپرو شوو رپوټونو په حواله، په نړۍ کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پيښې له ۲۵ ميلیونو واوښتې.
په هندوستان کې د کرونا ۷۸۷۶۱ نوو مثبتو پیښو په ثبتيدلو سره، په دغې ناروغۍ د مبتلایانو مجموعي شمیر له درې نيم ميليونو څخه واوښت. د هندوستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې د دغې ناروغۍ له امله اوس څه باندې ۶۳ زره کسان مړه شوي دي.
د امريکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شنبې ورځې (د اګست ۳۰مه) رپوټ په حواله، د نړۍ په سطحه د کرونا مجموعي ثبت شوې مثبتې پيښې له ۲۵ ميلیونو څخه اوښتي دي. د امريکا متحده ايالات د کرونا د ۵،۹ ميليونه مثبتو پيښو په درلودلو، د نړۍ په سطحه لومړی هیواد دی. دوهم هیواد برازيل دی چې د کرونا ۳،۸ ميلیونه مثبتې پيښې په کې ثبت شوي او په دريم ځاې کې هندوستان دی.
خو دا يوازې هغه ارقام دي چې په رسمي توګه تصديق او ثبت شوي دي. د چارو کارپوهان وايي چې واقعي ارقام کیدای شي له دې ډیر زيات وي.
د کرونا ناروغي چې په لومړي ځل د تيرکال په دسمبر مياشت په چين کې وپيژندل شوه، تر اوسه يې په نړۍ کې نژدې ۸۵۰ زره کسان مړه کړي. دغې ناروغۍ په امريکا کې تر اوسه ۱۸۲۷۷۹، په برازيل کې ۱۲۰۲۶۲ او په مکسيکو کې ۶۳۸۱۹ کسان مړه کړي دي.
د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي د يکشنبې په ورځ، (د اګست ۳۰مه) په خپلې مياشتنۍ وينا کې چې د راډيو له لارې خپريده، د هندوستان له خلکو وغوښتل چې د کرونا وبا پر وړاندې يو موټی شي. مودې تر ډيره د ماسکونو په کارونې او د ټولنيز واټن پر رعایتولو ټينګار درلود.
هندوستان چې يو ميلیارډ او ۳۰۰ ميليونه نفوس لري، کارپوهان يې وايي چې دغې وبا پر وړاندې مبارزه کې د نورو اضافي اقداماتو اړتیا ليدل کيږي. دوی دا هم وایي چې اوس د کرونا ويروس خپريدا د هندوستان له لويو ښارونو څخه کوچنيو ښارونو او کلیو ته غځيدلې ده.
دویچه ويله ا/م.ک.ص./م.ن.ص.
پر ورته موضوع يو انځوريز البوم - آرشيف:
نوي ډهلي د اورګاډي۵۰۰ واګونونه په ګرځنده روغتونونو بدل کړي
په هندوستان کې په کرونا د اخته کسانو شمیر په ډيريدو سره، د چارواکو ترمنځ هم د یادې وبا په هکله اندیښنې ډیرې شوي دي. اوس په نوي ډهلي کې د کرونا د ناروغانو له پاره ۵۰۰ واګونونه په ګرځنده روغتون بدل شوي دي.
انځور: Reuters/D. Siddiquiد آلمان خبري آژانس په حواله، ټاکل شوې چې د هندوستان په پلازمینه نوي ډهلي کې د اورګاډي ۵۰۰ واګونونه د کرونا ناروغانو د درملنې له پاره په ګرځنده روغتون بدل شي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Vatsyayanaپه نوي ډهلي کې د ځايي حکومتي چارواکو په خبره، ټاکل شوې په نیږدې راتلونکې کې د کرونا ناروغانو آزموینې هم درې برابره لوړې شي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Vatsyayanaنوی ډهلي اوس یو له هغو سیمو څخه شمیرل کیږي چې پکې کرونا ویروس ډیر خپور شوی دی او ځايي حکومتي چارواکي یې اندیښمن کړي دي.
انځور: Reuters/D. Siddiquiیوازې په تیرو دوو ورځو کې په نوي ډهلې کې د کوید ۱۹ یا کرونا ویروس تر۲۰۰۰ ډیرې مثبتې پیښې ثبت شوي دي او دغه لړۍ همداسې په چټکۍ سره پرمخ روانه ده.
انځور: Getty Images/AFP/C. Khannaپه هندوستان کې احمد آباد او ممبيي هم د هغو ښارونو په کتار کې دي چې د کرونا وبا له کبله ډیر ځپل شوي دي او پکې کرونا ویروس د خپریدو په حال کې دی.
انځور: Reuters/D. Siddiquiتر اوسه پورې يوازي په نوي ډهلي کې د کرونا ویروس له ۳۹ زره څخه ډیرې مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/C. Khannaد دغه ستر او مهم ښار چارواکي د اندیښنې په څرګندولو سره وايي چې د جولای میاشتې تر نیمايي پورې ښايي په کرونا د اخته کسانو شمیر تر نیم میلیون واوړي.
انځور: Getty Images/AFP/C. Khannaد هندي چارواکو د معلوماتو له مخې یوازې په نوي ډهلي کې تر اوسه پورې د کرونا وبا له کبله ۱۲۷۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
انځور: Getty Images/AFP/C. Khannaد کرونا وبا له کړکیچ سره د مبارزې له پاره اوس هندي چارواکو د «لایف لاین» په نامه د اورګاډیو یو داسې سیستم فعال کړی چې پر مټ یې لیرې پرتو سیمو روغتیايي خدمات رسوي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Vatsyayanaد هندي چارواکو په خبره، دوی د اورګاډو۵۰۰ واګونونه په ګرځنده روغتونونو بدل کړي او غواړي په دې توګه د کرونا ناروغانو له پاره صحي خدمات وړاندې کړي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Vatsyayana