په هند او پاکستان کې ګرمي د رېکارډ کچې ته ورسېده
۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۱, یکشنبهد چارواکو په خبره دغه سخته ګرمي ښايي په می مياشت کې هم دوام وکړي. هند او پاکستان سږکال د افراطي ګرمۍ څخه کړيږي چې د سړکونو د سر قير پکې ويلي کيږي، ځينې ښوونځي يې له کبله تړل شوي او همدارنګه د روغتيايي ستونزو او اورلګېدنو د پېښو د ډېروالي سبب ګرځي. په لومړي ځل په پاکستان کې موسم له ژمي څخه سملاسي دوبي ته اوښتی دی بې له دې چې د پسرلي فصل وليدل شي. دغه خبره د اقليمي بدلون له پاره د پاکستان فدرالي وزير، شېري رحمان، د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د می ۱) وکړه.
د هند په شمال لويديځ او مرکز کې په اپريل مياشت کې په اوسط ډول د حرارت درجه ۳۵،۹ تر ۳۷،۷۸ سانتي ګرېد اندازه شوې ده. دغه خبره د هند د هواپېژندنې د دپارتمنت عمومي رئيس مروتيونيای موهاپاترا خبريالانو ته کړې ده. موهاپاترا دا هم وويل چې دا په هند کې د هواپېژندنې د رېکارډونو د ثبتولو راهيسې يعنې د ۱۲۲ کلونو راپه دې خوا تر ټولو لوړه د تودوخې کچه ده چې تر اوسه اندازه شوې ده.
څېړونکو خبرداری رکړی چې له يو مليارډ زيات خلک د حرارت له کبله د روغتيايي ستونزو له خطر سره مخامخ دي. محققينو د دغې سختې ګرمۍ علت اقليمي بدلون په ګوته کړی دی.
آ./ن.ص./ا.ا.