په هند کي د باميانو بتانو ته ورته مجسمې جوړيږي
۱۳۹۲ مرداد ۲, چهارشنبهسنگ په امریکا متحده ايالاتو کي د هندوستان او امریکايي بنسټونو له خوا د افغانستان په اړه یوه جوړ شوي کنفرانس کي وويل چې غواړي په اوتر پردیش ایالات کې د بودا مجسمې جوړې کړي.
په بامیانو کې د بودا مجسمې په شپږمه پیړۍ کې د هغه د پيروانو له خوا په یوه تپه کې وکیندل شوې. دغه مجسمو ته بیا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دغه رژیم له خوا د چاودېدونکو موادو په مرسته انفجار ورکړل شو. طالبانو دغه مجسمې په دې دليل ونړولې چې په خبره يې له اسلامي عقایدو سره مخالف دي.
سنګ وویل: «کله چې د طالبانو بنسټپالي رژیم په۲۰۰۱ کال کې د افغانستان یو ډیر ارزښت لرونکې تاریخي سرمایه او په نړۍ کې د بودا تر ټولو لویې مجسمې ونړولې، زه هغه وخت د هندوستان د اوتر پردیش ایالت لومړی وزیر وم.»
سنګ زیاته کړه چې هغه وخت ده د افغانستان په اړه د خپل ښه نیت د څرګندولو په موخه ژمنه کړې وه چې د بامیانو مجسمو ته ورته مجسمې په اوتر پردیش کې جوړې کړي. هغه وویل: «زه ډاډه یم چې دغه کنفرانس يو ښه ځای دی چې زه خپله ژمنه تکرار کړم.»
د هندوستان د بهارتیا جنتا گوند مشر ټینګار وکړ چې افغانستان او هیواد یې ډیري ژوري تاریخي او فرهنګې اړیکې لري. هغه وویل: «زموږ اړیکې د هاراپا مدنیت، بودیزم او اسلامي مدنیت ته رسیږي. د بهارتیا جنتا ګوند دغو تاریخي اړیکو ته ډیر ارزښت ورکوي او له مخې یې له دغه ګاونډي هیواد سره دوامداره دوستي غواړي.»
سنګ په خپلو خبرو کې د افغانستان وروستیو لسیزو ته په اشاره کولو سره وویل چې دغه هیواد ډیر سخت شرایط تر شا پرې ايښي دي. هغه ټینګار وکړ چې اوس د افغانستان خلک سولي او امنیت ته اړتیا لري.
سنګ وویل چې هیواد یې له افغانستان سره د سولې او ثبات ته رسیدو په لار کې هر ډول همکاري ته ژمن دی: «موږ د افغانانو د هغو تلاښونو ستاینه کوو چې غواړي یو باثباته او پرمختللی افغانستان جوړ کړي. د نړۍ د تر ټولو ستري دیموکراسۍ په توګه به هندوستان تل د افغانستان تر څنګ ولاړ وي چې افغانان یو پرمختللی، دیموکراتیک او باثباته هیواد جوړ کړي.»