د يوې نړيوالي تحقيقاتي ډلي پلټني چي د « پلوس وان» په نامه ځانګړي مجلي کي خپرې سوي دي، ښيي چي په هند کي به له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۳۰م کاله پوري شاوخوا ۷ ميليونه لږ نجوني نړۍ ته سترګي پرانيږي. که څه هم په دغه هيواد کي مخي له زيږيدو څخه د ماشوم د جنسيت معلومول منع دي او په ټول هيواد کي د نجونو د ژغورلو له پاره کمپاينونه پيل سوي دي، بيا هم له کلونو راهيسي د نجونو جنين په هدفمندانه ډول سقط کيږي.
په هندي کورنيو کي زياتره وخت نجونو ته د يوه اقتصادي بار په سترګه کتل کيږي دا ځکه چي کورنۍ بايد د خپلو لوڼو د واده پر وخت ډير ولور يا جهيز ورکړي. دا په داسي حال کي چي دغه ولور هم له څو کلونو راهيسي منع اعلان سوی دی.
سربيره پر دې دا عادي خبره ده چي نجوني بايد تر واده وروسته د پلار کور پريږدي او د ميړه کورته ځي. خو برعکس هلکان بيا له والدينو سره پاتيږي او کولاي سي د زړښت او ناروغۍ پر وخت د هغوی پالنه وکړي. همدارنګه کله چي نجوني وزيږي، ډيري يې له منځه ځي دا ځکه چي هغوی د خوړلو له پاره ډير لږ څه په لاس راوړي او د ناورغۍ پر وخت هم زياتره وخت ډاکټر ته نه بيول کيږي.
کارپوهانو په دغه پلټنه کي د هند د لويو ايالتونو په دننه او د هغو پر شاوخوا ارقام ارزيابي کړي چي ددغه هيواد تر ۹۸ سلنه زيات اوسيدونکي پکښي شامليږي. د هغوی د اټکل له مخي امکان لري د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۵مو کلونو په منځ کي تقريباً ۴۶۹ زره لږ نجوني نړۍ ته راسي او د ۲۰۲۰ او ۲۰۳۰ کلونو تر منځ حتي ښايي په کال کي ۵۱۹ زره لږ نجوني وزيږي.
دغو پلټونکو ليکلي چي په هند کي جنسيتي تناسب ښايي په نړۍ کي جنسيتي تناسب باندي سخت اغيز وکړي. دا ځکه چي د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخي ښايي په راتلونکو کلونو کي هند د نړۍ په ګڼ ميشتو هيوادونو باندي تبديل سي. په اوس وخت کي دغه هيواد د يو اشاريه ۳ ميليارده نفوسو په درلودلو سره د نړۍ دوهم ګڼ ميشته هيواد دی.
زموږ له آرشیف څخه:
سره له دې چې په وروستيو کلونو کې لږ څه پرمختګ شوی، خو په آسيا کې ښځې او نجونې تر اوسه له تبعيض څخه سر ټکوي. ډي ډبلیو د هيلو غوټيو او په ورته وخت کې په ځينو آسيايي هېوادونو کې د ښځو خراب وضعيت ته هم کتنه کړې ده.
انځور: NDRپه افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعيت په ۲۰۰۱ کال کې د متحده آيالاتو په مشرۍ د طالبانو رژيم په پرځولو سره مثبت بدلون وموند. خو وروستي حالات چې کېدای شي طالبانو ته هم په افغان حکومت کې ونډه ورکړله شي، ښايي دا معنی ولري چې ښځې بايد د خپلو حقونو په برخه کې يو ځل بيا بدلون ومني چې د نورو تر څنګ پکې د زده کړو او کار کولو حقونه هم شامل دي.
انځور: Getty Images/R. Conwayپه ايران کې ښځې اوس د فوټبال يو ټيم هم لري، خو د آزادۍ د تر لاسه کولو او د ښځو د غښتلي کولو په برخه کې مبارزه لا دوام لري. حقوقپوهه نسرين ستوده، چې د هغو مېرمنو وکيله وه چې د پوړني د اجباري په سرونې پر وړاندې يې احتجاج کړی وو، په دې وروستيو کې په پنځو کالونو حبس محکومه شوه.
انځور: Pana.irدغه عکس کې عظمی نواز (په منځ کې) ليدل کيږي. هغه د پاکستان لومړۍ ښځينه مستري ده. د سويلي آسيا دغه هېواد ورو ورو د مېرمنو د آزادۍ په لور مخ ته ځي. په کراچۍ ښار کې ښځې نن د «عورت آزادي مارش» په نوم د ښځو د آزادۍ په نوم مزل له پاره کوڅو ته راوځي. دغه مارش سږ کال د ښځو د نړيوالې ورځې پر مهال جوړيږي.
انځور: Getty Images/AFP/S.S. Mirzaښځينه موټرسايکل چلوونکو په هند کې پراخ خوځښت شروع کړی دی. خو د پرمختګ سربېره ښځې ډېر ځله د جنسي تېري او زور زياتي قربانيانې دي. تېر کال ډېرې ښځې د تېري کوونکو پر ضد راپورته شوې او د «مي ټو» کمپاين غړې وګرځېدې. دغو ښځو د هغو قدرتمنو نارينه وو په اړه شکايت وکړ چې ډېر سياسي مشران هم په دغه ډله کې راتلل.
انځور: Imago/Hindustan Timesاندونيزيايۍ مېرمنې د خپل هېواد د پرمختګ په لومړي صف کې ولاړې دي، خو بيا هم د سختو مذهبي قوانينو لکه شريعت تر تاثير لاندې ژوند کوي. د اچې ولايت د ساري په توګه دغسې سخت اسلامي قوانين وضع کړي دي چې پکې ښځې د پوړني په سرولو ته مجبوريږي او اجازه نه لري چې له نامحرمو نارينه وو سره تماس ولري.
انځور: Imago/C. Ditschد دغه هېواد مېرمنې تر ډېره له ورته او برابرو حقونو څخه برخمنې دي. د خپلو کورنيو د اقتصادي وضعيت مطابق هغوی کولای شي چې لوړې زده کړې يا کار هم وکړي. سريلانکا ښايي د سويلي يوازینی آسيا هېواد وي چې ښځې پکې د روغتيا او تعليم ښو امکاناتو ته لاسرسی لري.
انځور: Imago/Photothekد څه باندې دوو لسيزو راهيسې د بنګله دېش خلکو په پر له پسې ډول يوه ښځه د هېواد صدراعظمۍ ته ټاکلې ده. په داسې حال کې چې د ښځو حقونه زيات شوي، خو د کار په ساحه کې د ښځو شمېر تر اوسه لا لږ دی او د نارينه وو په پرتله روغتيا او پوهنې ته محدود لاسرسی هم لري.
انځور: DW/M. M. Rahmanچينايي مېرمنو پرته له شکه د هېواد له چټکې اقتصادي ودې څخه ګټه اخيستې ده، خو د ښځو په وړاندې جنسيتي تبعيض لا شتون لري. تر نن ورځې پورې لوڼې د زامنو په پرتله تر ډېره نامطلوبې وي چې له کبله يې د جنسيتي انډول په برخه کې ستونزې وجود لري. ښځې همداراز د سړو په پرتله د زده کړو امکاناتو ته محدود لاسرسی لري.
انځور: Getty Images/AFP/J. Eisele