په هند کي د زردښتيانو شمېر د لا کمېدو په حال کي دی
۱۴۰۱ مرداد ۲۷, پنجشنبه
د هند حکومت د مجردو پارسي يا زردښتيانو نارينه ؤ او ښځينه ؤ د سره معرفي کولو او ممکنه واده کولو له پاره يو «ډېټينګ اېپ» جوړ کړی دی. په هند کي د پارسيانو شمير پر کمېدو دی.
اعلان
په ۱۹۴۱م کال کي په هند کي د يو لک او څوارلس زرو په شاوخوا کي پارسيان اوسېدل. د هند تر تقسيم وروسته يو شمېر پارسيان په پاکستان کي مېشت سول. په داسي حال کي چي په هند کي د سرشمېرني پر وخت په ۲۰۱۱م کال کي د پارسيانو شمېر ۵۷۲۶۴ ؤ، دغه شمېر اوس و تقريبا ۵۰ زرو ته راکم سوی دی. پارسيان د زردښت په عقيده دي چي ورته د نړۍ يو له تر ټولو زړو اديانو څخه ويل کيږي. د دغه دين ريښې په زاړه فارس کي دي.
د هند پارسيان څوک دي؟
د پارسيانو په هکله ويل کيږي چي د هغوی تعلق د فارس د ساسانيانو سره دی چي په ۷ عيسوي پېړۍ کي د عربو له خوا د فارس د فتحه کولو وروسته هند ته مهاجر سول. په هند کي پارسيان عمومان په لوېديځو ايالتونو ګُجرات او مهاراشټر کي اوسيږي. خو ځيني کورنۍ يې د هند په نورو سيمو کي هم اوسيږي. دا چي و هند ته د ورغلو دغو کسانو ژبه فارسي وه، نو هغوی ته پارسي ويل کېدل. له دې کبله د هغوی نوم پارسي وګرځېد.
په هندي پارسيانو کي د ټاټا ګروپ مخکنی رئيس او لوی پانګه وال رتن ټاټا او د سيرم انسټيټيوټ آف انډيا رئيس ادار پونا والا شامل دي. په نړيواله توګه ښايي تر ټولو مشهور پارسي فرېډي مرکري وي څوک چي د بريتانوي موسيقۍ ډلي کوئين مرکزي سندرغاړی ؤ.
رشي کشناني د يو هندو پلار او يوې پارسۍ مور زوی دی. له همدې کبله هغه ته پارسي نه ويل کيږي. د رشي مور او پلار د هغه پالنه په زردښتي دين کي کوي. خو پلار يې وايي: «زما زوی ته اجازه نه ورکول کېدله چي هغه د پارسيانو د ماشومانو پارک ته ولاړ سي چيري چي د هغه ټولو دوستانو لوبي کولې. دا ځکه چي مور يې له غيرپارسي سره واده کړی ؤ. خو زما يو پارسی نارينه ملګری چي د يوې هندو مېرمني سره يې واده کړی دی، د هغه زوی ته اجازه سته چي دغه پارک ته ورسي. نو زموږ په ټولنه کي دا ډول تعصب رايج دی.»
د کشاني پارسۍ مېرمني په محکمه کي د دې پر ضد عريضه کړې ده چي پکښي د هغو پارسي مېرمنو او د هغوی د اولادونو سره د تبعيضي چلن پر ضد شکايت سوی دی چي د غير پارسيانو سره يې واده کړی وي. دغه دوسيه د هند په عالي محکمه سپريم کورټ کي تر پروسې لاندي ده.
په ياد شکايت کي له عالي محکمې څخه غوښتل سوي دي چي د ۱۹۰۸م کال د ممبی عالي محکمې هغه فيصله دي لغوه کړي چي پکي راغلي ول چي د پارسي زردښتي پلار اولادونه به پارسي تصور کيږي خو د پارسي زردښتي مېرمني د غير پارسي نارينه سره اولادونه به پارسي نه بلل کيږي.
په ممبی کي د پارسيانو د اوسېدلو ځيني مېني سته چي ورته «باغ» هم ويل کيږي. په دغو مېنو او محلو کي پارسيانو ته په آرزانه قيمت د اوسېدو ځايونو د رانيولو او يا په کرايه اوسېدلو امکانات موجود وي. خو هغه مېرمني چي له خپل مذهب څخه دباندي کس سره واده وکړي، نو هغوی په دغو محلو او مېنو کي د اوسېدلو حق له لاسه ورکوي. د پارسي ټولنې په ځينو برخو کي هغه مېرمني چي د غير پارسيانو سره يې واده کړی وي، حتی دا حق نه لري چي د خپلو کورنيو د مړو په وروستيو لمانځنو کي برخه واخلي.
تانیکا ګود بولې (ا.ا./ ن.ز.)
په مختلفو اديانو کي روژه نيول ـ انځوريز راپور
څو ورځي وروسته د روژې مياشت ده او مسلمانان روژه نيسي. په نورو اديانو کي هم په مختلفو ډولو روژه سته. ځيني يې دلته وپېژنئ:
انځور: AFP/Getty Images
ديني روژه
په نړۍ کي ډير انسانان د دينې عقېدې پر اساس روژه نيسي. د دغو کسانو مقصد په روژه نيولو سره خپل عقيدوي فريضه پوره کول وي او نه دا چي د روغتیايي دلايلو پر اساس دغه پرېکړه وکړي. په ځينو اديانو کي د روژې نيولو احکام يا اصول بېل دي. په ځينو اديانو کي په ښکاره توګه روښانه وي چي پر څه شي ممانعت دی او په بعضو اديانو کي روژه نيونکی تر زياتي اندازې خپله د روژې اصول تفسير کولای سي.
انځور: picture-alliance/dpa
ديني مخکښان
د عيسويانو د عقيدې له مخي عيسی ع په عام محضر کي د خپل دين تر تبليغ پېلولو مخکي دښت ته ولاړ او هلته يې ۴۰ ورځي روژه ونيوله. د عيسی ع په شان نورو ديني مخکښانو هم د روژه نيولو له پاره خلوت انتخاباوه. د بېلګي په توګه موسی ع په سينايي کي او محمد ص د حرا په غار کي په يوازيتوب کي عبادت کاوه او روژې يې نېولې.
انځور: picture alliance/akg-images
په خپله عقيده کي ژور کېدل
په نژدې ټولو اديانو کي روژه د نورو عباداتو سره مل وي. په عيسوي دين کي بايد پېرويان د روژې پر وخت زيات عبادت او دعاوي او الله ته نژدېوالي تلاښ وکړي. خو په عيسوي دين کي روژه زياتي آزادۍ هم لري: روژه نيوونکی کس پخپله پرېکړه کوي چي له څه شي څخه پرهېز کوي. ځيني د روژې پر وخت صرف الکهولي مشروبات پرېږدي او بعضي بيا د خوږو شيانو، سګريټو، تلويزيون کتلو او يا ورته نورو څيزونو څخه پرهېز کوي.
انځور: picture-alliance/dpa
له «ايره چهارشنبې» څخه تر ايستر (عيدلقيام) پوري
د کاتوليکي مذهبه عيسويانو له پاره له «ايره چهارشنبې» څخه بیا تر ايستر پوري د روژې وخت وي. د خپلو ګناهونو د بخښنې غوښتنې په مقصد روژه نيونکي په سمبوليکه توګه پر خپل مخ ايرې پاشي. په دې ترڅ کي کاتوليکي عقيده لرونکي پر تندي په ايرو د صليب نخښه هم ايږدي. عيسويان عقيده لري چي حضرت عيسی ع پر صليب د وژل کېدو څخه وروسته د ايستر په ورځ بېرته راژوندی سوی ؤ.
انځور: picture-alliance/dpa
د «پاکې دوشنبې» ورځ
د عيسوي مذهب د یوناني اورتودوکس مذهب د عقېدې له مخي بيا د روژې لومړۍ ورځ له اورتودوکس ايستر څخه ۴۸ ورځي تر مخه د «پاکې دوشنبې» په ورځ پېليږي. په يونان کي د روژې دغه لومړۍ ورځ د عمومي رخصتي ورځ وي. د يونان په سويلي بندري ښار ګلاکسيدي کي د «اوړو د جګړې» دوديز مراسم هم تر سره کيږي. هغوی په دغه روژه کي له هګيو، شودو او غوړو څخه پرهېز کوي.
انځور: Aris Messinis/AFP/Getty Images)
مارتين او څوينګلي
په کاتوليکي مذهب کي د رېفورم راوستونکي او د پروتستانت مذهب بنياد ايښودونکي مارتين لوتر په قصد سره د روژې اهميت راکم کړ. هغه ټينګار کاوه چي روژه نيسي، خو و الله تعالی ته د نژدې والي له پاره صرف عقيدې ته اړتيا وي او نه روژه. د سويس توندلاری ريفورمر اولريش څوينګلي په ښکاره توګه د روژې پېل د غوښو د ساسيج په خوړلو وکړ. خو په عصري وخت کي زياتو پروتستانت مذهبو بيا په روژه نېولو پېل کړی دی.
انځور: picture-alliance/akg-images
د روژې فرض په اسلام کي
د اسلامي جنترۍ له مخي روژه نهمه مياشت ده. په دغه مياشت کي مسلمانان د خپلې عقيدې پنځم فرض ادا کوي او روژه نيسي. مسلمانان په دغه مياشت کي له لمر خاته څخه تر لمر لوېدو پوري نه شی خوري او نه يې څښي. د هغوی د عقيدې له مخي د ملايکي جبريل له طريقه پر محمدص د قرآن نزول هم په همدغه مياشت کي د ليلة القدر په شپه سوی دی.
انځور: Ahmad Gharabli/AFP/Getty Images
لمونځ په جماعت
په روژې مياشت کي مسلمانان د خپل روح د پاکولو له پاره روژه نيسي او عبادتونه کوي. له همدې کبله مسلمانان د قرآن پاک تلاوتونه کوي او په جماعت لمونځونو کولو تر څنګ خپل تر منځ د شته ستونزو د ليري کولو او پخلا کېدلو هڅې هم کوي. د روژې په مياشت کي مېلمه پالنه او له مسکينانو سره مرسته مهم عملونه بلل کيږي.
انځور: picture-alliance/dpa
روژه مات تر لمر لوېدو وروسته
په اسلام کي د مسافرو، ناروغانو، ماشومانو او بل عذر لرونکو کسانو علاوه پر ټولو پېرويانو روژه فرض ده. مېرمنې په خپلو ميعادي ورځو کي نه بايد چي روژه ونيسي خو که حامله داره هم وي بيا هم ورباندي روژه فرض ده. د لمر لوېدو سره سم بايد چي روژه ماته کړله سي او کورنۍ په ګډه روژه مات سره کوي.
انځور: picture-alliance/dpa
د يهوديانو روژې
د يهودي دين له مخي د «پخلاينې ورځ» په نوم ځانګړې ورځ باندي بايد چي روژه ونيوله سي. د روژې په ورځ نه د څښلو اجازه سته او نه هم د خوراک يا سګريټ څکولو. د دې تر څنګ په کال کي پنځه نوري داسي ورځي سته چي يهوديان بايد پکښي روژه ونيسي. دغه پنځه ورځي د يهوديانو د تاريخ له پنځو غمګينو ورځو څخه دي چي پکښي د دويم ځل له پاره په بيت المقدس کې د معبد د له منځه وړلو د وير ورځ «تيشا باو» هم شامله ده.
انځور: picture-alliance/dpa
بودها د منځنۍ لاري ښوونه کوله. بودايانو نه د ځان وږي کولو او نه هم تر اندازې زيات خورک کولو ملاتړ کوي. له همدې کبله په دغه دين کي د روژې احکام نسته چي پېرويان په روژه نيولو مکلف کړي. خو د دغه دين پېرويان وايي چي روژه نيول د دوی سره د ميديتاسيون يا په خلوت کي د غور و فکر کولو په ترڅ کي او «رڼا» ته د رسېدو پر لاره کومک کوي. له همدې کبله بودايي راهبان د غرمې ۱۲ بجو وروسته له خوړلو پرهيز کوي.