1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کي هندوانو پر کليسا حمله کړې ده

۱۴۰۰ مهر ۱۲, دوشنبه

په کوتکو او اوسپنيزو میلو سمبال شاوخوا ۲۰۰ کسانو په هندوستان کې پر ېوې کلیسا حمله کړې او هلته يې عبادت کوونکي وهلي ډبولي دي. پولیس وايي پیښه د يکشنبې په ورځ د هندوستان په شمال کې شوې ده.

Indien Welterbestätten | Franz von Assisi Kloster und Kirche in Goa
انځور له آرشيف څخهانځور: Imago/Indiapicture

د فرانسې خبري آژانس د دوشنبې په ورځ وويل چې دغه پيښه د هندوستان په اتراکند ایالت کې رامنځ ته شوې ده. هندوستان چې رسما يو سيکولر هیواد دی، دغه پيښه پکې د مسیحيت ضد تاوتريخوالي وروستۍ پيښه ښودل شوې ده.

د کلیسا له لورې په شوي يو شکایت کې ادعا شوې چې دغه حمله د یوې تندلارې هندو ډلې د غړو له خوا ترسره شوې چې لږ تر لږه ۵ کسان پکې ټپيان شوي دي.

زیاته شوې چې قهرجنو حمله کوونکو په داسې حال کې چې د هندو خدای، رام، نعرې يې وهلې، د کلیسا فرنيچر، انځورونه او د موزيک برخه يې ويجاړه کړې ده.

په سیمه کې د پولیسو يو افسر وېويک کمار د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «موږ له تیرې شپې راهیسې د اوباشانو د رهبر د نيولو په موخه عملیات پيل کړي دي. د ۱۵۰ تر ۲۰۰ پورې کسانو په اړه چې په دې پيښه کې دخيل ول، تحيقيقات ادامه لري.»

د هندوستان په شمالي ښار روړکي کې د کلیسا یوې مسئولې، پريو سادهنا پورتر، ويلي دي چې هغه کولای شي اکثره حمله کوونکي چې د تندلارې هندو ډلې، بجرنګ دال، غړي دي او د هغو د يو ډول جامو څخه وپيژني.

هغې ټایمز آف اينديا ورځپاڼې ته وويل: «موږ د دوی پر وړاندې د سختو اقداماتو غوښتونکي يوو.»

په هندوستان کې د روان کال له پیل راهیسې پر کلیساو باندې د مسيحيت ضد ورته حملې ترسره شوي دي. تر ډيره دغه حملې په چتيسګر او ماديا پردیش ايالاتونو کې ترسره شوي دي. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب