1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې افغان محصلين د ویزو او بورسیو د تمدید غوښتونکي دي

۱۴۰۲ شهریور ۲۳, پنجشنبه

سلګونه افغان زده کړيالان چې د تحصیلي وېزو د مودې پای ته تر رسېدو وروسته هم لا په هند کې پاتې دي، د چهارشنبې په ورځ یې په ډيلي کې لاریون وکړ او د هند له حکومت څخه یې د وېزې د تمدید او د نویو تحصیلي بورسیو غوښتنه وکړه.

Indien | afghanische Studenten | Protest
انځور: Manoj Kumar/Reuters

هند په تیرو وختونو کې د افغانستان په څیر هیوادونو څخه په زرګونو زده کونکو ته د لیسانس او ​​ماسټرۍ په کچه د لوړو زده کړو لپاره بورسیي ورکړي دي. په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې هند هر کال دغه هېواد ته زر تحصیلي بورسیې په پام کې نیولې. خو وروسته له دې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې واک ترلاسه کړ، ډېری محصلان سره له دې چې بورسیې یې ختمې شوي، په هند کې پاتي دي. دوی په افغانستان کې د طالبانو د څارنې او ځورونې او یا بیکاري او اقتصادي کړکېچونو له امله خپل هېواد ته له ستنېدو وېره لري.

په نوي ډيلي کې د افغان محصلانو له ټولنې څخه ارسلان قیوم وویل: «د هند حکومت د روان کال لپاره تحصیلي بورسیې چې د جولای میاشت کې پیل شوې، ور نه کړې. موږ وروسته له دې چې د وېزو د اعتبار موده مو پای ته ورسېده، تل د پولیس لخوا د نیول کېدو له وېرې په ډار ژوند کوو.» قیوم وویل: «په هند کې افغان محصلين نه تحصیلي وېزې ترلاسه کوي او نه هم د کار اجازه لري.»

د هند د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي چارو د اړېکو شورا (اي سي سي آر) عمومي مدیر کمار توحین وویل: «موږ درک کوو چې افغان محصلين له ستونزو سره مخامخ دي، خو حکومت په جدي توګه هڅه کوي چې د دوی اندېښنو ته رسېدنه وکړي.» هغه زیاته کړه چې یاد محصلين به مجبور نه شي چې له هنده ووځي او د بهرنیو چارو وزارت لخوا به ډېر ژر د تحصیلي بورسیو په اړه پرېکړه وشي.

په تېرو وختونو کې د هند د فرهنګي اړېکو له شورا څخه د پوهنتون په لګښت سربېره په هره میاشت کې له ۲۵ زرو (۳۰۱ ډالر) تر ۲۸ زرو او ۵۰۰ هندي روپیو پورې ورکول کېدې. خو افغان محصلين وایي چې دوی په دوو وروستیو کلونو کې د یادو مرستو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ شوي او ډېری خپلې زده کړې پرې اېښي یا هم نورو هېوادونو ته تللي دي.

پروانه حسیني چې په ۲۰۱۶ کال کې هند تهد زده کړو لپاره تللې ده، وايي: «زه غواړم خپلو زده کړو ته دوام ورکړم، حکومت زموږ بورسیه نه ده غځولې. زه نه غواړم افغانستان ته ولاړه شم او غواړم چې لا نورو لوړو زده کړو ته دوام ورکړم.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل