د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د چهارشنبې په ورځ د توپانونو له کبله د هند د اترپردیش، راجستان او پنجاب ایالتونه تر ټولو زیات اغیزمن شوي دي.
ویل شوي دي چې زیاتره کسان د کورونو د چتونو او همداشان د ونو د رالویدو له کبله مړه شوي دي. د دغو توپانونو په ترڅ کې تر ۱۴۰ د زیاتو کسانو د ټپي کیدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
د رسنیو د رپوټونو له مخې د اترپردیش آګرا سیمه چیرې چې تاج محل، هم موقعیت لري تر ټولو زیات د توپانونو له کبله اغیزمنه شوی ده. تاج محل چې د هند یو له مشهورو ځایونو څخه شمیرل کیږي په اپریل میاشتې کې توپان د دغې تاریخي ودانې ته د ننوتولو د لارې دوه ستنې ویجاړې کړې وې.
د هند ولسمشر رام نات کوویند، د خپل ټویټر په پیغام کې خواشیني ښوولې ده او د «ټپیانو د ژر رغیدو هیله» یې څرګنده کړې وه.
د دوبي په موسم کې د هند په شمال او لویدیځ کې له خاورو سره مل توپانونه تل رامنځ ته کیږي. خو د چهارشنبې ورځې توپانونه چې له باران سره مل وو د موسمي بارانونو تر پیلیدو دمخه خلک په حیرانتیا کې اچولي دي. موسمي بارانونو ته لا شا او خوا شپږ اوونۍ وخت پاتې دی.
د هند د هوا پیژندنې ادارې د دغه هیواد په شمال کې د پنجشنبې په ورځ د تالنده او بریښنا او همداشان د سختو بادونو اټکل کړی دی.
زموږ له آرشیف څخه:
د سیلاب هیر کړل شوي قربانیان
د هغوی کړاو څوک نه اوري. په نیپال، نایجیریا، هند او بنګله دیش کې په میلیونونو کسانو د سیلابونو له کبله هرڅه له لاسه ورکړي. د اوبو د سطحې په راټیټدو سره د ویجاړیو کچه هم راڅرګندیږي.
انځور: picture alliance/AP/dpa/A. A. Siddiquiناوړه وضعیت لا راروان دی...
ورښتونه مخ پر ختمیدو دي، خو ګډوډي لا پر ځای پاتې ده. د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونیسیف د معلوماتو له مخې په سویلي آسیا کې ۱۶ میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا لري. د هر څه په برخه کې کمی دی: د څښاک اوبه، خوراکي مواد او دارو درمل. ښوونځي، روغتونونه او سرپناوې ویجاړې شوي، کورنۍ له یو او بل جلا شوي او د مړینې شمیر مخ پر لوړیدو دی.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/R. Asadدا له لسیزو راهیسې تر ټولو خراب سیلابونه ول: په سویلي آسیا کې کې تر سختو ورښتونو وروسته، سیلابونو په میلیونونو کسان له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي. په نیپال او بنګله دیش کې یو وخت یو پر دریمه برخه ځمکه اوبه لاندې کړې وه. د هند د شمالي ایالت بیهار په چمپران سیمه کې (لکه په انځور کې چې لیدل کیږي) ډیر شمیر کلي په بشپړه توګه له منځه تللي دي.
انځور: picture-alliance/Photoshot/Stringerژوندي پاتې شوي، خو څرنګه ژوند وکړي؟
د کاریتاس، د خیره سازمان د وینا له مخې ۴۱ میلیونه انسانان سیلابونو اغیزمن کړي دي. د دوی یوازې څلور میلیونه یې په بنګله دیش کې دي. ډیر شمیر کسان ژوندي پاتې شوي خو هغوی نه پوهیږي چې د کورونو پرته څرنګه ژوند وکړي. خیریه سازمانونه د مرستو له پاره غږ کړی دی.
انځور: bdnews24.comستړي ستومانه او له خطرونو سره مخامخ
د هند په بیهار ایالت کې د لاریو د یوه محصول اخیستلو په ځای کې د سیلابونو له کبله بې ځایه شوي کسانو تر شنه آسمان لاندې کمپ کې اړولي دي. هغوی په دې هیله دي چې ورښتونه کم شي، څو خپلو کلیو ته بیرته وروګرځي. هند تل له سیلابونو څخه اغیزمنیږي. سږ کال موسمي بارانونه دومره شدید ول، چې آن میلیوني ښار ممبيي کې یې کابو هر څه په ټپه درولي ول.
انځور: picture alliance/AP/dpa/A. A. Siddiquiپه نایجیریا کې هم سخت ورښتونه د سیلابونو سبب شوي دي. لږ تر لږه ۱۰۰ زره کسان سیلابونو دې ته اړ کړي دي چې خپل کورونه پرږیدي. تر ټولو زیات د بورنو او بینوی ایالتونه اغیزمن شوي دي. د بینوی د سیند د سطحې د لوړیدو له کبله په مرکز ماکوردي، کې په زرونو انسانان باید له خپلو کورونو انتقال شوی وای.
انځور: Getty Images/AFP/F. Ijidiomaد نایجیریا د بورنو ایالت په مرکز مادوګوري کې هم سړکونه او کوڅې له اوبو څخه ډک ول. يو کس پر لاسي کراچۍ بار پلاستیکي څپليو پلورلو ته راوتلی، کیدای شي يوڅوک ترې ناببره څپلۍ رانیسي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Heunisد تیلو پایپونه تر اوبو لاندې شوي ول
له څو کلونو راهیسې په نایجیریا کې تل سیلابونه راځي. په ۲۰۱۲م کال کې په نایجیر دیلتا کې سیلابونو تر ۱۵ زیات کسان ووژل او په زرونو کسانو خپلې سرپناوې له لاسه ورکړي. د تیلو پایپونه تر اوبو لاندې ښځ شوي ول.
انځور: picture alliance/dpaهغه مهال ۸۷ کلنه نایجیریایۍ لایدیا انوسا، په نایجیر دیلتا کې د یناګوا د مهاجرو کمپ تر تړل کیدو وروسته له خپلو کالیو سره د باندې ناسته ده. په ۲۰۱۲م کال کې په نایجیر دیلتا کې سیلابونو کابو اته میلیونه انسانان اغیزمن کړي ول. له دغې ډلې څخه دوو میلیونو کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړي ول او په هیواد کي بې ځایه شوي ول.
انځور: Getty Images/AFP/P. Utomi Ekpei