د فرانس پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د هند په «اتر پرادیش» ایالت کې د واکمن ګوند یا «بي جی پي» د یوه ایالتي پارلماني غړي له خوا له یوې ځوانې نجلۍ څخه د احتمالي ناوړه جنسي استفادې په قضیه کې پولیسو د یوه بل شکمن کس د نیولو خبر ورکړی. د تحقیق کوونکو په وینا یوه میرمن چې پرې تور دی د بانفوذه سیاستوال کلدیپ سنګ سینګر، پر کړنو یې پرده اچولې نیول شوې ده.
پر دې سربیره په کشمیر کې د یوې اته کلنې نجلۍ جنسي تیري او د وژلو قضیه د نا هیلۍ سبب ګرځیدلې ده. دغه دواړه پيښې په ۲۰۱۲م کال کې په نوي ډهلې کې پر یوې نجلۍ باندې د ډله ایز جنسي تیري وروسته د سترو احتجاجونو سبب ګرځیدلي دي.
هغه مهال هم په ځانګړې توګه په نوي ډهلي او همداشان د هند په نورو برخو کې سخت احتجاجونه شوي وو. د هند صدراعظم نریندرا مودي، د تیرې جمعې په ورځ د دواړو پيښو د عاملینو د قانون منګولو ته د سپارلو ژمنه وکړه. د هند د ښځو چارو وزیري له ماشومانو څخه د ناوړه جنسي استفاده کوونکو له پاره د مرګ د سزا غوښتنه کړې ده.
په دې ترڅ کې د پارلمان غړی سینګر په توقیف کې دی. پر هغه باندې تور دی چې پر یوې ځوانې ښځې یې چې اوس ۱۷ کاله عمر لري د تیر میلادي کال په جون میاشتې کې جنسي تیری کړی. پر نیول شوې میرمنې شاسي سنګ باندې بیا تور دی چې د پيښې پر مهال یې د دروازې په مخ کې پیره کوله.
پولیسو تیره اوونۍ وروسته له هغې د دغه قضیې په هکله څیړنې پیل کړي چې شکمنې قربانې شوې هڅه وکړه چې د اتر پرادیش ایالت د حکومتي مشر د دفتر پر وړاندې خپل ځان ته اور ورته کړي. تر هغې وروسته د نوموړې ځوانې ښځې پلار د پولیسو په توقیف کې ومړ. د هغې لور پر چارواکو د خپل پلار د ربړولو تور پورې کړی دی.
په دې ترڅ کې په جمو او کشمیر کې د اته کلنۍ نجلۍ پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه د ډکې قضیې نوي جزئیات بربنډ شوي دي. د رپوټونو له مخې دغه نجلۍ د جنورۍ په میاشت کې په جمو سیمه کې تښتول شوې او پنځه ورځې پرې د څو کسانو له خوا جنسي تیري شوي دي.
ویل شوي دي چې پر نورو سربیره دغه نجلۍ په یوه مندر کې هم ساتل کیده. دغه نجلۍ بیا وروسته له هغې په لاس زندۍ شوې او په تیږو ویشتل شوې ده. د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې وړاندې لیکلي دي چې په دې ترڅ کې اته شکمن کسان نیول شوي دي چې څلور پولیس هم په کې شامل دي.
د مودي د واکمن هندو- نیشنلست ګوند «بي جی پي» دوه وزیرانو باید له خپلو څوکیو استعفا ورکړې وای، ځکه چې د تورنو کسان له پاره ترسره شوي لاریون کې یي ګډون کړی وو.
په ۲۰۱۲م کال کې په نوي ډهلي کې پر یوې محصلې باندې د ډله ایز جنسي تیري وروسته د دغه ډول کړنو د تر سره کوونکو له پاره لوړه جزا ټاکل شوې ده. خو په دغه هیواد کې د ښځو پر وړاندې د حملو پيښې لا هم لوړي دي. هر کال کابو د ۴۰ زرو پيښو خبره کیږي. د یکشنبې په ورځ په نوي ډهلي، ممبي او د دغه هیواد په نورو برخو کې لاریونونه تر سره شول.
زموږ له آرشیف څخه:
ګرو ګرمیت رام رحیم سینګ څوک دی؟
ګرو ګرمیت رام رحیم سینګ، ادعا کوي چې د مریدانو شمیر یې پنځوس میلیونه دی، خو ډیر شمیر کړۍ هغه یو شخړه ایز شخصیت ګڼي. خو آخر په دغه مذهبي مشر کې داسې څه دي چې د هند یو مهم او روحاني مشر ګڼل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/Strګرو ګرمیت رام رحیم سینګ، د «چمګیلا ګرو» په نامه هم پیژندل کیږي. ځکه هغه رنګارنګ کالي اغوندي او پړقیدونکي طلا په غاړه کوي. هغه د بالي ووډ په یو شمیر فلمونو کې راڅرګند شوی دی، چې دغه فلمونه یې په خپل لګښت جوړ کړي دي. خو دا چې هغه عاید له کومه تر لاسه کوي، تر اوسه پورې معلومه نه ده.
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Topgyalګرو ګرمیت رام رحیم سینګ، خپل ځان ته «مدني فعال» او «بشر دوست» وایي. هغه خپله یوه مذهبي ډله هم جوړه کړې ده، چې په کې د هند د مختلفو دینونو خلک د ده پیروان دي. په ۲۰۱۰م کال کې هغه د ډله ایزو ودونو مراسم هم تر سره کړي وو چې په کې د ده زرو پيروانو له هغو ښځو سره ودونه کړي وو چې پخوا یي بد لمني کوله.
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Topgyalپه نزدې تیر وخت کې د ګرو ګرمیت رام رحیم سینګ، یو شمیر فلمونو رونق موندلی وو چې په کې «مسینجر فرم ګاډ» یا د خدای پیغمبر او یو شمیر نور فلمونه هم شامل دي. په دغو فلمونو کې هغه خپل ځان د داسې یوه کس په توګه ښوولی چې د کوم لوړ مقام خاوند وي. دغه شان هغه د موسیقۍ ځینې البومونه هم وړاندې کړي دي. په ۲۰۱۴م کال کې د ده یوه سندره «لو چارجر» ډیره مشهوره شوې وه.
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Topgyalپه ۲۰۰۷م کال کې ګرو ګرمیت رام رحیم سینګ، په یوه اعلان کې د ګرو ګوبند سینګ، په بڼه راڅرګند شو. له دې کبله د سیکانو ټولنه کې غوسه راپاریده. ګرو ګوبند سینګ، سکان خپل معتبر مذهبي مشر ګڼي او له دې کبله یې هغه ته د «سپکاوي» په تور سکانو په هند کې لاریونونه وکړل. بالاخره د رام رحیم ډلې له خوا بخښنې دغه موضوع سړه کړه.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Pal Singhپه هند کې د بیلا بیلو مذهبي ډلو د احساساتو د ژوبلولو سربیره پر ګرو ګرمیت رام سینګ باندې جرمي تورونه هم لګیدلي دي. په ۲۰۰۰م کال کې د یوه خبریال د وژلو د توطیې په قضیه کې له هغه څخه پوښتنې ګرویږنې وشوې. خو په ۲۰۰۲م کال کې د جنسی تیرې په یوه تور کې هغه د روان میلادي کال د اګست په ۲۴ تورن وګڼل شو.
انځور: picture-alliance/Pacific Press/R. Prakashد محکمې له لوري د ګرو ګرمیت رام رحیم سینګ، تر مجرم ګڼلو وروسته په هریانه او پنجاب ایالتونو کې د هغه مریدانو احتجاجونه پېل کړل. د دغه احتجاجونو په ترڅ کې تر اوسه لږ تر لږه ۳۱ تنه وژل شوي دي. په دغه ترڅ کې یو شمیر امنیتي ځواکونه هم ټپیان شوي دي. ډیر شمیر کسان د هغه په پلرني ټاټوبي پنچکولا کې وژل شوي دي.
انځور: Reuters/C. McNaughtonپه ځانګړې توګه په پنچکولا کې د رام رحیم مریدانو دولتي تأسیساتو ته زیان اړولی دی. پر دې سربیره قهریدلو لاریون کوونکو یو شمیر موټر هم وسوځولې. د هند لومړي وزیر نریندر مودي ویلي دي چې پر لاریونونو باندې د کنترول له پاره له ټولو وسایلو کار واخیستل شي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A.Qadriد هریانه او پنجاب په بیلابیلو سیمو کې د تاوتریخوالي له کبله په حساسو سیمو کې امنیتي ګامونه اخیستل شوي دي. خو د ځایي رسنیو په حواله قهریدلي لاریون کوونکي ماتې خوړلو ته نه تسلیمیږي.
انځور: Reuters/C. McNaughtonځایی چارواکو په ځینو ځایونو کې پر ګرځیدو بندیز لګولی دی. په چندي ګړهـ او شا او خوا سیمو کې ۱۵ زره امنیتي ځواکونه پر دندو ګمارل شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Sharmaد ګرو ګرمیت رام رحیم سینګ، پلرني ښار پنچکولا د جګړې د ډګر بڼه غوره کړې وه. چارواکي د وضعیت د کنترولولو له پاره پوره هڅه کوي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Sharma