1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

په هند کې د موسمي بارانونو د قربانیانو شمیر لوړ شوی

۱۳۹۸ مهر ۸, دوشنبه

د هند په شمال کې تر اوسه د موسمي بارانونو له کبله د مړو شمیر ۱۲۰ کسانو ته لوړ شوی دی. د بیړنیو چارو ادارې ویلي دي چې زیاتره کسان د کورنو د رانړیدو او تندر د رالویدو له کبله مړه شوي دي.

Überschwemmungen im Norden Indiens
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. K. Singh

د هند د اتر پردیش ایالت د بیړنیو چارو ادارې یوه کار کوونکي ویلي دي: »په شمالي ولسوالیو کې وضعیت ډیر خراب دی. بارانونه هیڅ نه دریږي.« د هغه په خبره زیاتره کسان د کورونو د رانړیدو او د تندر د رالویدو له کبله مړه شوي دي. د دغه کار کوونکي په خبره نور کسان په سیلابونو کې غرق شوي دي.

د ان ډي ټي وي، په نوم د تلویزوني چېنل د رپوټ له مخې د اتر پردیش په ګاونډي ایالت بېهار کې هم د خراب مسوم له کبله لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي دي. د هوا پيژندنې ادارې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د سپتمبر ۳۰مه) هم د ورښتونو اټکل کړی دی.

په ډیرو ځایونو کې سخت سیلابونه راغلي دي.انځور: picture-alliance/AP Photo/R. K. Singh

د تیرې پنجشنبې له ورځې راهیسې د هند په شمالي برخه کې د سختو بارانونو چې باد ورسره مل دی، رپوټونه ورکول کیږي. د دې ورښتونو او باد په پایله کې ونې، د برق پای او د کورونو چتونه نړیدلي او همداشان مؤقتي کورونه یا کوډلې ویجاړې شوي دي.

په ډیرو ځایونو کې سخت سیلابونه هم راغلي دي. د ورانسي او پریاګ ښارونو ته په ځانګړې توګه سخت زیان اوښتی دی. د اترپردیش ۲۰۰ میلیوني ایالت د ځایي حکومت مشر له ژغورونکو ډلو غوښتي دي چې ټپیانو ته رسیدګي وکړي.

د مړو شوو کسانو له کورنیو سره هغه د ۴۰۰ زره هندي کلدارو د مرستې اعلان کړی دی.

ډير کسان له خپلو کورونو وتلي ديانځور: picture-alliance/AP Photo/R. K. Singh

په سویل آسیايي هیوادونو کې موسمي بارانونه په عادي ډول تر سپتمبر میاشتې دوام کوي. که څه هم بارانونه د دغه هیواد د زراعت له پاره مهم دي، خو زیاتره مهال د سترو زیانونو د اوښتو سبب هم کیږي.

د هند د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د جون میاشتې څخه د سپتمبر تر ۲۴مې نیټې پورې د خراب موسم له کبله تر ۱۶۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

(s.r/n.z(afp,dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب