1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې د مينې په دلیل د قتل د پيښو ګراف لوړ شوی

۱۳۹۸ آبان ۲۹, چهارشنبه

په هند کې د جرمي پيښو د ارقامو راټولونکې دولتي ادارې «نیشنل کرایم ریکارډ بیورو» د نوي رپوټ پر بنسټ په دغه هیواد کې د مينې په نتیجه کې د قتل او ناموسي وژنو په پيښو کې ۲۸ سلنه زیاتوالی رامنځته شوی دی.

Symbolbild - Ehrenmord - Pakistan
انځور: picture-alliance/dpa/Keystone USA Falkenberg

په هند کې د جرمي پيښو په اړه د ارقامو راټولونکې دولتي ادارې «نیشنل کرایم ریکارډ بیورو» په حواله د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د قتل کلنۍ پيښې له ۳۶۲۰۲ څخه ۲۸۶۵۳ ته را ټيټې شوې دي.

د شخصي تاوتريخوالي له کبله د قتل په پيښو کې ۴ سلنه او د ځمکې او جایداد په شخړو کې د قتل په پيښو کې ۱۲ سلنه کموالی رامنځته شوی دی. خو د مينې په معامله کې قتلونه ۲۸ سلنه زیات شوي دي.

د نوموړي رپوټ په حواله په تیرو ۱۶ کلونو کې د محبت په نوم د قتل ۴۴۴۱۲ پیښې، یعنې په کال کې په اوسط ډول ۲۷۷۶ پيښې رامنځته شوي دي. د محبت په نوم تر ټولو ډیر قتلونه د هند په اتر پردیش ایالت کې ثبت شوي، چې کلنی شمیر ۳۹۵ ته رسیږي. د محبت په نوم د قتل تر ټولو لږې پيښې په لویدیځ بنګال او کیرالا ایالتونو کې رامنځته شوي دي.

د کارپوهانو په حواله په هند کې د محبت په پایله کې د ناموسي وژنو لوی لامل په دغه محافظه پاله ټولنه کې د آزادۍ کموالی دی. د دوی په خبره که څه هم په تیرو دوو لسیزو کې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ له کبله په ځينو مسائلو کې نرموالی رامنځته شوی دی، د بیلګې په توګه نجوني کولی شي له کوره بهر ووځي، زده کړې وکړي، کار وکړي او داسې نور، خو اوس هم په ډیري مواردو کې په دې ټولنه کې هر څوک(هلک او نجلۍ) د مينې کولو آزادي نه لري.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:  

کارپوهان وایي چې په مينه کې قتل ډیر اړخونه لري. د هند په ټولنه کې د سړو د لاسبري نظر اوس هم ډیر قوي دی او یو سړی دا خبره نه شي زغملی چې کومه ښځه دې د هغه د مينې وړاندیز رد کړي او بل چا سره دې واده وکړي. په داسې حالاتو کې چې لاس یي بر شي یا خو دغه نجلې او یا یې هم د میړه پر وژنې سرفه نه کوي.

د کارپوهانو په اند په محبت کې د قتل دویم اړخ ناموسي وژنه ده. مور پلار، خپلوان او د کورنۍ غړي ډیري وختونه دا نه شي زغملی چې اولادونه یي د خپل راتلونکي ژوند په اړه پخپله پریکړه وکړي او خپل قومي او مذهبي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي.

په ځانګړي توګه د نجونو له خوا د کومې بلې قبیلې او یا هم د کوم بل مذهب له هلک سره مينه یا واده کول د کورنۍ د عزت د ختمیدو په معنی ګڼل کیږي او د کورنۍ له خوا د داسې نجونو د قتل پيښې مخ پر ډیریدو دي.

جاوید اختر، نوی ډهلي /ش.ن/ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل