1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په هند کې د کرونا د مړو شمير تر ۵۰ زرو اوښتی

۱۳۹۹ مرداد ۲۷, دوشنبه

هند تر امريکا متحده ايالاتو برازیل او مکسيکو وروسته هغه هېواد گرځيدلی چې د کرونا د قربانيانو شمير پکې تر ټولو لوړ دی. تر اوسه په دغه هېواد کې تر ۲،۶ ميليونه زيات انسانان په کرونا اخته شوي دي.

Indien Greater Noida | Sharda Hospital
انځور: Getty Images/AFP/X. Galiana

هند د دوشنبې په ورځ (د اگست ۱۷ نیټه) اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د کرونا له وجې د مړو شمير تر ۵۰ زرو اوښتې دی. د هند د روغتيا وزارت د ويب پاڼې په حواله تر اوسه د کرونا ويروس له کبله ۵۰ زره او ۹۲۱ کسان مړه شوي ي او تر ۲،۶ ميليون زيات کسان په دې ويروس ککړ شوي دي.

چارواکو ويلي چې يوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۰۰ نور کسان د دې ويروس قرباني شوي دي. هند تر امريکا، برازيل او مکسيکو وروسته د کرونا تر ټولو ډېر قربانيان لري.

ډیری کارپوهان په دې آند دي چې په هند کې په کرونا د مبتلا شويو شمير تر ثبت شويو پېښو ډېر لوړ دی. ځکه هند چې د نفوس له لحاظه د نړۍ دویم ستر هېواد دی، د کرونا لږ آزموينې ترسره کوي. پر دې سربيره د کرونا له وجې د مړو شمیر هم ښايي په سمه توگه نه ثبتيږي.

د کرونا د وجې د مړو شوو شمير پر زياتېدو سربیر هم د روغتيا وزارت په يوه تويتري پېغام کې ليکلي دي چې د کرونا له وجې د مړو شمير په هند کې تر «دوه سلنه هم ټيټ دی» چې دا په نړۍ کې د کرونا ويروس له کبله د مړینو تر ټولو ټيټه شميره ده.

اوسمهال د کرونا نوی ويروس په ځانگړي توگه په لیرې پرتو سيمو کې په چټکۍ سره د خپريدو په حال کې دی چې له امله یې د دغو سيمو روغتيايي سیسټم تر سخت فشار لاندي دی. په دغو منطقو کې غالباً حفاظتي تدابیر لکه د ماسک کارول او له يو بل څخه واټن نيول هم په سمه توگه نه رعايتيږي. په کليوالو سيمو کې په کرونا اخته کسانو ته زياتره په ښه سترگه نه کتل کيږي او له همدې وجې خلک د کرونا د ټيست د ترسره کولو ويره لري.

bs/nz (afp)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب