1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې د کرونا پر مريضانو د دوو درملو آزمويل پېل شوي

۱۳۹۹ خرداد ۷, چهارشنبه

د «گلن مارک فارماسويتکل» شرکت اعلان کړی چې د «فاويپير اوير» او «اوميفنووير» په نوم ويروس ضد درملو ترکيب د کرونا پر وړاندې د احتمالي دوا په توگه آزموي.

Remdesivir antivirales Medikament in Erprobung
انځور: picture-alliance/AP/Gilead Sciences

دغه مشهور شرکت ويلي چې دا دوا به د کرونا پر هغو ۱۵۷ بستري ناروغانو وآزموي چې معتدل علايم لري.

دمگړۍ په ټوله نړۍ کې درمل جوړونکي شرکتونه په چټکۍ سره د کرونا ويروس چې تر اوسه یې (د مي ۲۷ نیټه) په ټوله نړۍ کې له ۵،۵ ميليونه زيات انسانان ناروغه کړي، د دوا او واکسين د موندلو په لټه کې دي. په ټوله نړۍ کې تر اوسه کرونا د ۳۴۵ زره انسانانو ژوند اخيستی دی.

هند له هغو لسو هيوادونو څخه يو دی چې دې ناروغۍ سخت ځپلی دی. په هند کې د سه شنبې په ورځ د کرونا ويروس له کبله د مړو شمير ۴۱۶۸ ته رسېدلی وو. په دغه هيواد کې په پرله پسې اوومه ورځ په کرونا ويروس د اخته شويو شمير مخ پر زياتېدو دی. د هند روغتيا وزارت رپوټ ورکړی دی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۶۵۳۵ نوې مثبتې پېښې ثبت کړي دي چې په دې توگه په دغه هيواد کې د کرونا د ټولو ناروغانو شمير ۱۴۵ زره او ۳۸۰ تنو ته رسېدلی دی.

د «فاويپير اوير» درمل چې د «اويگان» په نوم هم پيژندل کيږي، د جاپان د «فوجي فلم شرکت» له خوا توليد شوي او په ۲۰۱۴م کال کې یې د انفلونزا د درملو په توگه جواز ترلاسه کړی. د «اوميفنووير» درمل همدا راز په روسيه او چين کې د انفلونزا د يوه ډول د درملنې په موخه جواز ترلاسه کړی دی. 

د گلن مارک هندي شرکت تر دې د مخه د کرونا د احتمالي درملو په توگه  د «فاويپير اوير» په کلينکي آزموينې پیل کړی وو او انتظار کیږي چې د دې آزموينې نتايج به په جولای او يا اگست میاشت کې روښانه شي. دا دوا په نورو هېوادونو کې هم تر آزموينو لاندې ده. 

دې شرکت ويلي دي چې د هندي ادارو له خوا یې د کوويد ۱۹ په مريضانو د دې دوا د ترکيب د آزمويلو جواز ترلاسه کړی دی. په ممبي کې ميشت د دې شرکت له خوا زياته شوې: «د دې دوه ډوله درملو د عمل ميکانيزم سره فرق لري او د دواړو ترکيب ښايي ښه موثريت وښيي.»

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب