1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په هند کې له يوه ناروغ څخه اووه کيلو پښتورگی ايستل شوی

۱۳۹۸ آذر ۵, سه‌شنبه

په هند کې جراحانو د يوه ناروغ څخه ۷،۴ کیلوگرامه پښتورگی ايستلی دی. ويل شوي چې دغه ناروغ د پښتورگو په يوه سخته ناروغۍ اخته دی.

Symbolbild Menschliche Niere Grafik
انځور: Colourbox

په نوي ډهلي کې ډاکترانو د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې دغه پښتورگي د۵۶ کلن مريض د خيټې کابو نيمايي برخه نيولې وه. په عمومي توگه يو پښتورگی له ۱۲۰ تر ۱۵۰ گرامو پورې وزن لري او عموماً ۱۲ سانتي متره اوږد وي خو د دې ناروغ له خيټې ايستل شوې پښتورگي ۴۵ سانتې متره اږدوالی لاره.

جراح ساچن کاتوريا د فرانسې خبري آژانس ته ويلي: «موږ پوهيدلو چې د دې ناروغ پښتورگی ډېر غټ دی خو دا فکر مو نه وو کړی چې دومره به دروند وي.»

د ډاکترانو په حواله دغه ناروغ د پښتورگو په يوه خطرناکه ارثي ناروغۍ اخته دی چې د تومرونو او رسوليو د رامنځته کیدو سبب گرځي.

دغه جراحي عملياتو چې په تیره مياشت کې د نوي ډهلي په سر گانگا رام روغتون کې ترسره شوي، دوه ساعته دوام کړی. کاتوريا زياته کړه چې د مريض حالت ښه دی او اوس د بل پښتورگي پيونديدو ته انتظار باسي.

د گينس د ريکاردونو د کتاب په حواله تر اوسه د يوه انسان له بدن څخه د ايستل شوي د تر ټولو درانه پښتورگي وزن ۴،۲۵ کيلوگرامه دی.

خو په نوي ډهلي کې ډاکترانو ادعا کړې چې د روغتون په اسنادو کې داسې رپوټونو هم ليدل شوي چې پکې راغلي چې ډاکترانو نهه کيلو پښتورگی هم ايستلی دی.

bs/nz (afp)

زموږ له آرشيف څخه:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب