1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندي چارواکي د تبليغي اجتماع ۸۰۰ ګډونکو پسې ګرځي

۱۳۹۹ فروردین ۱۴, پنجشنبه

هندي چارواکي د کرونا ضد مبارزه په برخه کې د هغو ۸۰۰۰ کسانو د موندلو په لټه کې دي، چې په تبلیغي اجتماع کې یې ګډون کړی وو. د هندي چارواکو دا اقدام د دې سبب شوی چې په ټولنه کې د مسلمانانو ضد بحثونه زور واخلي.

Global Ideas Indien Coronavirus Lockdown in Neu-Delhi
انځور: picture-alliance/NurPhoto/N. Kachroo

په مارچ میاشتې کې د نوي دهلي په نظام الدین سیمه کې د تبلیغي جماعت غونډه وشوه. په دغه تبلیغي اجتماع کې ۷۶۰۰ هندیانو او د مالیزیا او اندونیزیا په څیر د بهرنیو هیوادونو ۱۳۰۰ اتباعو هم ګډون وکړ.

چارواکو ویلي دي چې دغه مرکز چې تبلیغي جماعت پکې مستقر وو د کرونا ویروس د خپریدو په یوه مرکز اوښتی. وروسته له هغې چې معلومه شوه چې دغه مرکز د کووید ۱۹ ناروغې د خپریدو په یوه مرکز اوښتی، چارواکي د هغو کسانو په لټه کې دي چې په دغه غونډه کې ګډون کړی وو او له هغوی سره یې تماس نیولی وو. د دغه غونډې په ګډونوالو کې د کرونا د ۱۲۸ مثبتو پيښو خبر ورکړل شوی، چې اووه تنه یې مړه شوي دي.

د دې خبر تر نشریدو وروسته چې دغه غونډه د کرونا ویروس د خپریدو سبب شوې، په هند کې د اسلام ضد احساساتو د زیاتیدو سبب شوي. د روانې اوونۍ په پېل کې «کرونا جهاد» په هند کې د ډیر شمیر رسنیو په یوه اصلي موضوع اوښتې وه.

«هغوی زموږ پر ملي هڅو ملنډې وهي»

په هند کې د یوه تلویزوني چېنل مشهور نطاق خپل پروګرام په دې جملو سره پېل کړ: «هغوی زموږ پر ملي هڅو ملنډې وهي. هغوی موږ ټول له خطر سره مخامخ کړو، موږ [کرونا ضد مبارزه کې] د برلاسي په حال کې وو، چې هغوی زموږ د ناکامۍ له پاره هر څه وکړل.»

د واکمن ګوند بهارتیا جنتا پارټي (بي جی پي) پارلماني استازو د ټویټر په ټولنیزه شبکه کې د دغه تبلیغي اجتماع پر ترسره کیدلو باندې انتقاد وکړ. د دهلي ایالتي اعلی وزیر د دغه غونډې د تنظیمونکو پر وړاندې د پولیسو د شکایت د ثبتولو غوښتنه کړې.

د لومړي وزير نريندرا مودي حکومت په ټول هندوستان کې د خلکو پر ګرځيدو باندې بنديز لګولی دیانځور: Getty Images/Y. Nazir

د هند لومړي وزیر نریندر مودي د مارچ له ۲۵مې نېټې څخه د ۲۱ ورځو له پاره په ټول هند کې پر ګرځیدو بندیز لګولی دی. ډیر کسان د تبلیغي جماعت پر تنظیمونکو انتقاد کوي چې د دغه بندیز اطاعت یې نه دی کړی.

په ګجرات کې د یوه کس پرضد د ډله ایزې کرکې د خپریدو له کبله شکایت درج شوی دی. د هندي رسنیو د رپوټونو له مخ دغه کس پر ټولو هندوانو غږ کړی وو چې مسلمان دوکانداران بائیکاټ کړي.

د جمعیت علما هند، د سازمان مشر ویلي دي چې مخ پر زیاتیدونکي ټولنیزي ترینګلتیاوې به یوازې د کووید ۱۹، پر ضد ګډو هڅو ته زیان ورسوي او د مسلمانانو پر ضد مطرح شوې ادعاوې یې منفي پروپاګند وباله.

 شکايتونه 

د جمیعت علما هند، مشر مولانا ارشد مدني، له ځایي رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي: «که چیرې د نظام الدین دفتر پر وړاندې شکایت درج کیږي، نو بیا باید د مرکزي او ایالتي حکومتونو پر ضد هم شکایتونه درج شي، چې پر دې ونه توانیدل چې د ګرځبندیز د امر وروسته په انند ویهاړ اورګاډي تمځای او نورو ځایونو کې د میلیونونو کسانو راټولیدل مدیریت کړي.»

د هغه اشاره هغو زرونو کارګرو ته وه چې د ورځني مزد له پاره د هند له نورو ایالتونو څخه پلازمېنې ته راځي او د محدودیت تر وضع کیدو وروسته د خپلو اصلي ټاټوبو پر لور پیاده روان شوي دي. پر ګرځیدو باندې تر بندیز وروسته هغوی د خپل ورځني ژوند له پاره څه نه درلودل.

په هند کې تر اوسه د کرونا شا او خوا ۲۰۰۰ مثبتې پيښې ثبت شوي دي چې له دې ډلې ۵۸ تنه مړه شوي هم دي. په دغه هیواد کې د ۲۱ ورځو له پاره پر ګرځیدو بندیز دی چې د اپریل تر پای به ادامه ومومي. کارپوهان وایي که چیرې په دغه هیواد کې چې ۱،۳ میلیارده نفوس لري د کرونا ویروس خپور شي، نو د دغه هیواد روغتیایي سیستم به په لوړ شمیر کې د ناروغانو د تداوۍ جوګه نه وي.

د کرونا پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب