1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې ولي چينايانو ته ورته کسان په نخښه کيږي؟

۱۳۹۹ فروردین ۱۲, سه‌شنبه

په ټول هند کې د کرونا د خپريدو د مخنيوي په موخه د محدوديتونو د لګيدلو له وجې خلک سخت ويريدلي او په غوسه دي. اوس له دغه ځايه د شمال ختيځو ايالتونو پر خلکو د بريدونو رپوټونه ورکړل شوي چې له چين سره سرحد لري.

Indien Ima Keithel Markt der Mütter
انځور: picture-alliance/dpa

په هند کې د کرونا ويروس له کبله چې کله انديښنو زور واخيست نو د هند د شمالي ایالتونو خلک د هيواد په بېلا بېلو ښارونو کې له تعصبه د ډکو بريدونو سره مخامخ شول. دا چې د دوی څېرې چينايانو ته ورته دي نو هند ته پرې د کوويد ۱۹ د ناروغۍ د انتقال تورونه ولګول شول. د هند د شمالي ایالتونو د خلکو د مخونو نقشونه د هان چينايانو ته ورته دي.

اغيزمن شوي کسان وايي چې د چينايانو په څیر بريښيدو له وجې دوی د بدني زور زياتي او همدا راز د ټولنیزو شبکو له لارې د سپکاوي ښکار شوي دي.

د مانيپور د محصلينو د اتحاديې مشر توکچوم سنګهاجيت له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: »زما يو همکار د ډهلي ښار د باندې د بريد ښکار شوی او همدا راز ښکنځل شوی وو. موږ په ماضي کې هم تل تعصب تجربه کړی دی خو دا ځل يوې نوې کچې ته رسیدلی دی.«

د هند په شمال ختيځ کې د مانيپور ايالت مانيپور يوه محصل ريپون شانګلای وويل: »د محدوديت په دې شپو او ورځو کې ما ته د خوراکي توکو يوې مغازې ته د داخليدو اجازه را نه کړل شوه.«

تيره اوونۍ هم د شمال ختيځ ایالت يوې محصلې پوليسو ته وويل چې په ډهلي کې د هغې سپکاوی شوی. هغې پوليسو ته وويل چې يوه تن هغه »کرونا« وبلله او پر هغې یې ملنډې ووهلې.

د هند شمال ختيځه سیمه د يو شمير قومونو چې په هغه کې ناګا، ميزو، ګارو، تريپوري، بادو، کوکي او متای قومونه شامل دي، د استوګنې ساحه ده. له دوی څخه ځيني په زور قرنطين کړل شوي دي.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې د کرونا له وجې د لګول شويو بندیزونو په دې شپو او ورځو کې د هند په يو شمير سترو ښارونو کې د کورونو او اپارتمانونو ځينو خاوندانو د دې کسانو د ايستلو هڅه کړې ده.

د امبيدکر پوهنتون استادې بي بي ناز توکچوم وويل چې په هند کې د کرونا بحران د ټولنې زيان منونکی قشر د تعصب او تيري سره مخامخ کړی دی.

د تعصب مخنيوی لومړيتوب نه دی

په ۲۰۱۲م کال کې د هند د شمالي ختیځو ایالتونو په زرونه کسان په جنوب کې له پرات ښار بنګلور څخه هلته د خونړيو نژادي بريدونو په ترڅ کې وشړل شول. هغه وخت تر ۱۷۰ زرو زياتو کسانو د ناآراميو له کبله خپل کورونه پرېښودل چې دغه ناکراري بيا د هېواد نورو سيمو ته هم وغځيدله.

دوه کاله وروسته د شمال ختیځو ایالتونو محصلينو د دوی پر وړاندې د قومي تعصب پر اساس د شويو بريدونو پر ضد يوه اوونۍ مظاهرې وکړې.

په ډهلي کې د بشري حقونو او ګواښ د ارزونې يوې ډلې د فيبرورۍ د ۲۷ څخه د مارچ تر ۲۵ نيټې پورې د شمال ختيځو ايالتونو د وګړو پر ضد د نژادي تعصب او پرديو سره د دښمنۍ لږ تر لږه ۲۲ قضيې ثبت کړي دي.

د دغه ډلې مشر سوهان چاکما په دې اړه دويچه ويله ته وويل: »د خواشينۍ خبره ده چې دا ډول بريدونه ترسره کيږی. حکومت تر اوسه د دې بريدونو د عاملينو پر ضد هیڅ نه دي کړي.«

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب