1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په هند کې ۱۶ مهاجر کارګر تر ریلګاډي لاندي سوي او وژل سوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۹, جمعه

په هند کي ۲۰ کارګر مهاجر د ریلګاډو پر پټلۍ بیده ول چي د جمعې په سهار یو بار وړونکی ریلګاډی ورباندي تیر سوی. د دغي پیښي په نتیجه کي ۱۶ کسان وژل سوي دي. د پولیسو ویاند ویلي دي چي یو له هغو څخه روغتون ته انتقال سوی.

Indien Pendlerzug rast in Amritsar in Menschenmenge 59 Tote
انځور: Reuters/M. Sharma

چارواکو ویلي دي چي ۲۰ تنه مهاجر کارګران تیره شپه په هند کي د ریلګاډي پر پټلۍ بیده ول او د جمعې په سهار یوه ریلګاډي هغوی لاندي کړي دي.

د هند د پولیسو ویاند د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چي لږ تر لږه ۱۶ تنو سهار وختي خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن یې روغتون ته انتقال سوی. هغه زیاته کړې «هغوی ښايي دا فکر کړی وي چي پر تګ راتګ باندي د محدودیتونو له امله به هیڅ کوم ریلګاډی تیر نه سي.»

دغه پیښه د بمبئي د ستر ښار په شاوخوا ۳۹۰ کیلومترۍ کي رامنځته سوې. په اوس وخت کي په هند کي عادي مسافروړونکي ریلګاډي تګ راتګ نه کوي.

د پولیسو ویاند ویلي دي چي دغه کسان ښايي د ریلګاډي له لاري خپلو کلو او بانډو ته روان ول.

په هند کي پر تګ راتګ باندي د قیوداتو له امله په سونو زره کارګرانو په لویو ښارونو کي خپل کارونه له لاسه ورکړي او لیري پرتو سیمو ته تللي دي.

په ښارونو کي زیاتره بې وزله کسان اندیښمن دي چي ښايي له لوږي څخه مړه سي. له همدې کبله ډیر خلک له ښارونو څخه پر پښو باندي خپلو کلو او اصلي ټاټوبو ته ستنیږي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب