1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هیوستون کې امریکایي ځواکونه د چین قونسلګرۍ ته ننوتلي دي

۱۳۹۹ مرداد ۴, شنبه

د واشنګټن او پیکینګ ترمنځ اړيکې د بل هر وخت په پرتله خرابې شوې دي. امریکایي ځواکونه په هیوستون کې د چین قونسلګرۍ ته د شا دروازې له لارې ننوتلي دي. واشنګټن دا قونسګري د کرونا واکسین اړوند تحقیقاتو په جاسوسۍ تورنه کړې ده.

USA Houston | Schließung des chinesischen Konsulats
انځور: picture-alliance/AP Photo/G. Vasquez

د واشنګټن او پیکینګ ترمنځ سیاستي تشنج په بې ساري ډول زیات شوی دی. د جمعې په ماښام (د جولای میاشتې ۲۴ نیټه) امریکایي ځواکونه په هیوستون کې د چین قونسلګرۍ ته د شا دروازې په خلاصولو ننوتلي دي. دا اقدام د ترمپ په امر او ودانۍ د تخلیه کولو مهلت تر پای ته رسیدو وروسته ترسره شوی دی.

رویټرز خبري آژانس لیکلي دي چې د قونسلګرۍ کارکونکي د امریکایي ځواکونو تر داخلیدو مخکې له ودانۍ وتلي وو. نوموړي خبري آژانس په عین وخت کې قونسلګرۍ ته د ننوتلو د عملیاتو پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د لوړپوړي چارواکي کلیف سیګرووز، د احتمالي شتون خبر ورکړی دی.

امریکا متحده ایالاتو د پيکنګ حکومت دغه نمایندګي د کرونا واکسین په ارتباط د ترسره شویو تحقیقاتو اړوند د معلوماتو د جاسوسۍ او غلا کولو په برخه کې په لاس درلودلو تورنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په هیوستون کې د چین قونسلګري «د محرمو اسنادو د غلا او جاسوسۍ مرکز» بللی او ویلي یي دي: «د چین استازي د امریکا په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي او چينایي الاصله امریکایان تر فشار لاندې راوړي.»

مخکې تر دې د امریکا د عدليې وزارت، چین د کرونا ویروس د واکسین په برخه کې د امریکا د درمل جوړونې د شرکتونو د محرمو اسنادو په هک کولو او غلا تورن کړی وو.

جمهوري غوښتونکي سناتور او د سنا مجلس د امنیتي کمیټې مؤقت مشر مارکو روبیو په هیوستون کې د چین قونسلګري د «چین د سایبري او جاسوسي عملیاتو او په امریکا کې د چین د کمونیست ګوند د پراخ نفوذ مرکز» بللی وو.

د چین حکومت هم په یوه متقابل عمل کې په چنګدو ښار کې د امریکا د قونسلګرۍ د بندولو امر کړی دی. دا ښار د تبت خودمختارې سیمې ته نږدې او د ژیو پولیتیک موقعيت له پلوه ستراتیژیک اهمیت لري.

په هیوستون کې د چین قونسلګري د دغه هیواد د استازولۍ لوموړی دفتر وو چې په ۱۹۷۹م کال کې یې په امریکا کې کار پیل کړ. په چنګدو کې د امریکا متحده ایالاتو قونسلګري هم په ۱۹۸۵م کال کې پرانیستل شوې وه. ویل کیږي چې په دې قونسلګرۍ کې شاوخوا ۲۰۰ تنه کارمندان کار کوي چې ۱۵۰ یي ځایې اوسیدونکي دي.

دا تحولات یوازې په دریو ورځو کې رامنځته شوي دي. د چین د بهرنیو چارو وزیر د هیوستون د قونسلګرۍ د تخلیه کولو په اړه د امریکا غوښتنې ته په غبرګون کې دا یو سیاسي تحریک کونکی عمل بللی وو او د غچ اخیستلو ګواښ یې کړی وو.

په ۱۹۷۹م کال کې د دواړو هیوادونو د دیپلوماتیکو اړیکو د ټینګیدو راهیسې تر اوسه پورې د دواړو هیوادونو په مناسباتو کې تر دې اندازې ترينګلتيا نه وه لیدل شوې. دا ترينګلتيا چې د ولسمشر په توګه د دونالد ترمپ د کار له پيل سره سم د تجارتي جګړې په شکل د چین پر وارداتي مالونو د ګمرکي تعرفو په لوړولو سره شروع شوه، وروسته بیا د هواوی پر چینایي شرکت د جاسوسۍ او بيا د کرونا ویروس د خپرولو د تور او هانګ کانګ د معاضلې تر ابعادو یي پراختیا وموندله.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب