په واشنګټن کي پر سرتيرو په بريد تورن د بې ګناهۍ اظهار کړی
۱۴۰۴ آذر ۱۲, چهارشنبه
امريکايي رسنيو راپور ورکړی دی چي ۲۹ کلن رحمان الله چي څو ورځي مخکي په بريد کي ټپي سوی، د ويډيو له لاري د روغتون له بستر څخه خپل اعتراض وړاندي کړ.
رحمان الله له ويرجينيا څخه د ملی ګارد د غړي سارا بکستروم د وژني په تور چي لومړی درجه قتل بلل کيږي، د وژني په نيت بريد او د وسلو اړوندو جرايمو په تور تورن سوی دی.
د نوامبر مياشتي پر ۲۶ نېټه په بريد کي د ويرجينيا د لوېديځي سيمي اوسېدونکی اندرو ولف، هم ټپي سوی او په جدي حالت کي دی. قاضي ريني ريموند، امر کړی دی چي رحمان الله دي د قضيې تر راتلونکي اورېدني پوري چي د جنورۍ مياشتي پر ۱۴ نېټه به وي توقيف سي.
لويي څارنوالي پام بوندي، ويلي دي چي هغه قصد لري چي د رحمان الله له پاره چي په ۲۰۲۱ م کال کي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته امريکا متحده ايالاتو ته د بيا مېشتېدني پروګرام د يوې برخي په توګه راغلی دی، د مرګ سزا وغواړي.
د امريکايي چارواکو په وينا، رحمان الله په افغانستان کي د امریکا د استخباراتي ادارې په ملاتړ يوه «شريک ځواک» برخه وو، چي له طالبانو سره جنګېدل.
د سه شنبې په ورځ د ثبت سوي جرمي شکايت له مخي، رحمان الله پر بکستروم او ولف، باندي هغه مهال بريد وکړ چي هغوی د واشنګټن په مرکز کي د ميترو ستېشن دباندي په عادي ګزمه بوخت ول.
په شکايت کي د ملي ګارد د يوه بل غړي چي د بريد پر وخت په سيمه کي وو، له قوله راغلي دي چي هغه وليد چي رحمان الله ډزي وکړې او د «الله اکبر!» چيغه يې وکړه.
په دې شکايت کي راغلي دي، د ملګي ګارد سرتيري خپله وسله راويستله، پر رحمان الله يې ډزي وکړې او هغه يې ټپي کړ او وروسته يې هغه په داسي حال کي چي غوښتل يې خپلي وسلې ته نوري مرمۍ تيري کړي، مهار کړ.
د امريکا متحده ايالاتو د کورني امنیت وزيري کريستي نوئم، ويلي دي چي رحمان الله ممکن متحده ايالاتو ته له راتګ وروسته سخت دريځی سوی وي.
هغه چي د امريکا په لوېديځ کي د واشنګټن ايالت اوسېدونکی دی، ظاهراً يې د دې بريد له پاره د هيواد له يوه سره تر بله پوري موټر چلولی. دغه بريد چي د امريکا د ټنکس ګيوينګ په نوم رخصتۍ په شپه وسو، امريکايان يې حيران کړل.
د ولسمشر دونالد ترمپ ادارې له بريد وروسته د ټولو افغان اتباعو وېزې وځنډولې او د پناه غوښتني د ټولو قضيو په اړه يې پريکړي ودرولې.
رحمان الله ته د ترمپ د ادارې په دوره کي د ۲۰۲۵م کال په اپريل مياشت کي پناه ورکړل سوه، خو چارواکي له افغانستان څخه د هوا له لاري د افغانانو د انتقال په پروسه کي د بې غورۍ پړه د ترمپ پر سلف جو بايدن ادارې باندي اچوي.
د ځانمرګي بريد د ګواښ په تور د يوه بل افغان نيول
امريکايي چارواکو د سې شنبې په ورځ ويلي دي چي يو افغان يې په تګزاس کي د بم جوړولو او ځانمرګي بريد کولو د ګواښ په تور نيولی دی. دا په داسي حال کي ده چي څو ورځي وړاندي د يوه بل افغان تر خونړي بريد وروسته د ترمپ ادارې د افغان مهاجرو پر وړاندي د سخت چلند پريکړه کړې ده.
د امريکا د عدليې وزارت په يوه اعلاميه کي ويلي دي چي ۳۰ کلن محمد داود چي د فورت ورث اوسېدونکی دی، ظاهراً يې دغه ګواښونه په هغه ويډيو کي چي د نوامبر مياشتي پر ۲۳ په تيک ټاک، ايکس او فيسبوک کي خپره کړې وه، مطرح کړي دي.
په دغه ويډيو کي داود ظاهراً د طالبانو ستاينه کوي او پر امريکايانو د ځانمرګي بريد ګواښ کوي.
په دالاس کي د اف بي آی ځانګړي استازي جوزف روتروک، وويل: «د يوې ګواښونکي انلايني ويډيو په اړه له عامه راپورونو څخه په منني سره د آف بي آی د ترهګرۍ ضد ګډي کاري ډلي دا کس د تاوتريخوالي د عمل ترسره کولو دمخه ونيو.»
لويي څارنوالي پاملا بوندي وويل چي داود «د بايدن ادارې پرمهال امريکا ته راغلی دی او لکه څنګه چي ادعا سوې ده، په ښکاره ډول يې وويل چي هغه دلته د امريکايي اتباعو د وژلو له پاره راغلی دی».
که چيري هغه مجرم وپيژندل سي، نو تر پنځو کلونو پوري به په بند محکوم سي.