د واشنګټن پېښه د افغانانو د پراخې اندېښنې سبب سوې
۱۴۰۴ آذر ۷, جمعه
پس له هغه چې دا خبره اعلان سوه چې په واشنگټن کې د فیرونو شکمن عامل یو افغان دی، د امریکا متحده ایالاتو د مهاجرت د خدماتو ادارې اعلان وکړ چې د افغانانو د پناه غوښتنې ټولو عریضو ته رسیدگي ځنډول کیږي.
له دغې پیښې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې په امریکا متحده ایالاتو کې د افغان مهاجرو د برخلیک په هکله د اندیښنو څپه راپورته سوه.
اړونده موضوع: ترمپ غواړي د مهاجرو پر وضعیت له سره کتنه وکړي
دغه اندیښنه په تیره بیا په پاکستان او نورو دوهمو هیوادونو کې د په زرونو افغان پناه غوښتونکو په منځ کې له ورایه ښکاري.
یو تن خبریال چې په پاکستان کې ژوند کوي او له څلورو کلونو راهیسې هڅه کوي چې یو له ډاډمنو هیوادونو ته انتقال سي، ډویچه ویلې ته وویل: «دغه برید زما په شان پناه غوښتونکو باندې چې په افغانستان کې مي هم ژوند په خطر کې دي، ډیر منفي اغیز لري.»
هغه وویل هرځل چې په کوم هیواد کې کومه پیښه رامنځته کیږي او عامل یې یو افغان وي، د افغان پناه غوښتونکو د انتقال پر بهیر منفي اغیز اچوي.
دغه پناه غوښتونکي وویل، دا ډول پیښې د افغان پناه غوښتونکو ستونزې دوه برابره کوي، ځکه له یوې خوا هغوی نه سي کولای د ځاني خطر له امله افغانستان ته ستانه سي او د پاکستان حکومت هم اخراجونه ډیر کړي دي، له بلې خوا دغه ډول بریدونه، د مهاجرو د منلو په هیوادونو کې د پناه غوښتونکو هیلې کمرنگه کوي.
په امریکا کې میشت افغان مهاجرهم اندیښمن دي چې داسې نه چې د یوه کس عمل، په امریکا کې میشت ټولو افغانانو ته د سزا ورکولو سبب سي.
په امریکا کې یو افغان مهاجر، خلیل جاغوري نوموړې پیښې ته په غبرگون په خپله فیسبوک پاڼه کې ددغې پیښې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرگنده کړې او لیکلي یې دي:«د یوه کس له خوا تاوتریخوالی هیڅکله ټول هغه کسان نسي تعریفولای چې د سولې، کرامت او انسانیت له پاره ولاړ دي. موږ کرکه او افراطیت ردوو او د هغو امریکایانو څنگ ته دریږو چې پرمهربانۍ او عدالت باور لري.»
ولې هیوادونه د افغانانو پرمخ دروازې تړي؟
هرځل چې په امریکا یا اروپايی هیوادونو کې یو افغان د برید د عامل په توگه معرفي کيږي، په دريمګرو هیوادونو او په دغو هیوادونو کې میشت افغان پناه غوښتونکي د هغه له عواقبو څخه ځوریږي.
د افغانستان په پخواني حکومت کې د کانو وزیرې، نرگس نهان د ټولنیزو رسنیو د ایکس شبکې له لارې ویلي دي:» متأسفانه په تیرو څلورو کلونو کې د افغانانو له خوا د جرمونو سطحه ډیره لوړه سوې ده او بلاخره داسې یوه ځای ته رسیدلې ده چې د نورو له پاره یې د انتقال او مرستو ټولې دروازې تړلي دي.«
نهان ویلي دي :«هیله منده یم چې دغه پیښه د هغو افغانانو له پاره چې په امریکا کې دي او تر اوسه یې خپل اسناد نه دي ترلاسه کړي، ډیر جدي عواقب ونه لري.»
له ډله ییز قضاوت او سزا څخه بیره
خو ډیریو بیا په ټولنیزو رسنیو کې ټینگار کړی دی چې جرم یو فردي عمل دی او امکان لري په ټولو بشري ټولنو کې رامنځته سي.
د آصف سحر په نوم خبریال چې له څلورو کلونو راهیسې په آلمان کې ژوند کوي، ډویچه ویلې ته وویل:«هرځل چې په آلمان کې کوم برید ترسره کیږي او عامل یې یو افغان وي، متأسفانه د یوه کس جرم ډله ییز عمل انگیرل کیږي او پر ټولو افغانانو د بدگومانه کیدو سبب کیږي.»
سحر وویل، کله چې داسې بریدونه ترسره کیږي، د ټولو افغان مهاجرو له پاره د رواني او اجتماعي زیان سبب کیږي: «تیرکال کله چې پرله پسې داسې پیښې رامنځته سوې، موږ هڅه کوله چې په عام محضر کې حاضر نه سو او حتی بازار ته ولاړ نه سو. ځکه که نور کسان پوه سي چې موږ افغانان یو، نو ټول به فکر وکړي چې موږ هم په جرم کې ورسره شریک یو.»
د افغانستان د پخواني پارلمان استازې، فوزیه کوفي هم پر ایکس لیکلي دي:«د پخوانۍ اردو سرتیري، پولیس، او د ملي امنیت منسوبین چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې شرایطو څخه تیښتې ته مجبوره سوي او په پاکستان یا ایران کې د مؤقت وخت له پاره اوسیږي، له سختو اقتصادي مشکلاتو، ناامنیو او نامعلومه راتلونکي سره مخامخ دي. هغوی له خپلو خدمتونو او فداکاریو سره سره، په امریکا متحده ایالاتو یا اروپا کې د انتقال او بیا میشتیدو فرصت ته له لاس رسي څخه محروم پاته دي.»
په پاکستان کې بند پاته سوي افغانان ټینگار کوي چې په واشنگټن کې فیرونه باید هغوی قرباني نه کړي.