د فرانسې خبري آژانس د اروپايي کميسيون د بشري مرستو ماموريت (ECHO) په حواله خبر ورکوي چې د اريتريا له شمال څخه څه د پاسه ۲۴ زرو اريتريايانو د ايتوپيا په سرحد «ايند اباګونا» او ۳ زره او ۵۰۰ نورو له دې سيمې لرې په ختيځ کې خپلې د پناه غوښتنې سپارلي دي.
د اريتريا سياسي واک له ۱۹۹۳ څخه راهيسې د ولسمشر ايساياس آفورکي په لاس کې دی. پر دغه سياستوال د بشر حقونو د څار سازمان له خوا شديد تورونه لګول شوي دي، په ځانګړې توګه خپل سرو نيولو او توقيف، پر خاصو مذهبي مذاکراتو بنديز او په پوځ کې د اجباري خدمت کولو.
په وروستيو کلونو کې په سلونو زره اريتريايان له خپله هيواده مهاجر شوي دي. له دوی څخه ډیری يې د مديترانې سمندرګي پر خطرناکې لارې اروپا ته رسيدلي دي.
د ECHO په حواله، د اګست مياشتې له ۳۱مې، ايتيوپيا ته ۱۷۴ زره اريتريايي مهاجر رسيدلي دي.
ايتوپیا ته رسيدلي اريتريايي مهاجرانځور: DW/J. Jeffery د اريتريا او ايتيوپيا تر منځ سرحد د سپتمبر په ۱۲مه پرانیستل شو. دغه پرانيستنه وروسته له هغې وشوه چې په اپريل مياشت کې اصلاح غوښتونکی سياستوال ابيا احمد د ايتيوپيا د صدراعظم په توګه وټاکل شوه. دغه اقدام د صدراعظم په توګه د احمد تر ټاکل کيدو وروسته د يو نوي فصل په توګه ياد شوی دی. په جولای مياشتې کې دواړو هيوادونو يوه د سولې يو تړون لاسليک کړ چې وې شو کړای د دوه لسيزو جګړو ته په رسمي توګه د پای ټکی کيږدي.
خو شنونکي په دې باور دي چې لا هم د دواړو هيوادونو تر منځ سياسي اړيکې په هغې اندازه نه دي ښې شوې چې په نتيجه کې يې د مهاجرتونو د څپو مخنيوي يې کړې وي.
د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (UNHCR) په اکتوبر مياشت کې ويلي وو چې په ايتوپيا کې د تازه اريتريايي مهاجرو شمير مخ په لوړيدو دی. هغه مهال دغه سازمان ويلي وو چې د اريتريايي مهاجرو اوسط شمير په ورځ کې له ۵۳ تنو څخه ۳۹۰ ته پورته شوی دی.
str-ndy/fal/ri/pma
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
په افریقا کې وچکالي: ویره، لوږه او تنده
افريقا د نه باران او بې فصلتوب له کبله ۱۴ ميليونه انسانان د وچکالۍ له سخت بحران سره مخامخ دي. په ځانگړې توگه په ایتوپیا کې وضعیت خراب دی. انځور: Reuters/T. Negeri دغه ډبې خالي دي او هيچيري هم یو څاڅکی اوبه نه شته. ایتوپیا په تیرو ۳۰ کلونو کې له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی او څو میاشتې باران نه دی شوی. ملگري ملتونه وایي چې لس میلیونه انسانان خوراکي مرستو ته اړتیا لري او که مرسته ونه شي دغه شمېر به دوه برابره شي. د افریقا په نورو برخو کې هم وضعیت بې ثباته دی.
انځور: Reuters/T. Negeri د ایتوپیا زیاتره خلک خپله گوزاره له حاصلاتو او څارویو پوره کوي د آفار د سیمي یوه اوسیدونکې وایي: «وروستی وار چې باران شوی وو نو د روژې میاشت وه.» خو روژه د تیر کال په جولای میاشت کې وه. تر هغه وروسته بیا باران نه دی شوی. زیاتره وخت څاروي مري.
انځور: Reuters/T. Negeri وچکالي د ۱۹۸۴م کال یاد تازه کوي. هغه مهال وچکالۍ او قحطۍ تر یوه میلیون زيات انسانان ووژل. اوس دغه هیواد یووار بیا د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دی. تر ټولو زیات ماشومان له دغه وضعیت څخه کړیږي. د ایتوپیا حکومت وایي چې ۴۰۰ زره نجوني او هلکان د خوراک له کمښت سره مخامخ دي او طبي پاملرني ته اړتیا لري.
انځور: Reuters/T. Negeri په زمبابوې کې هم د جوارو حاصل خراب دی. د یوه ښه حاصل پر ځای وږی یوازي څو دانې جوار لري. یو علت یې هم د النینو په نوم د موسمي پدیدي راستنیدل دي.
انځور: Reuters/P. Bulawayo دغه ستومانه غوا په ډیر مشکل سره درېدلای شي. د زمبابوې د یوې سیمي بزگران د هغې د راپاڅیدو او حرکت کولو له پاره خپلې ټولي هڅې کوي. په زمبابوي کې په ۲۰۱۵م کال کې تر هغه دمخه کال په پرتله نیمایي باران شوی دی. ځمکې وچې دي.
انځور: Reuters/P. Bulawayo په عادي ډول دا هغه ځای دی چې څوک پکښې کښیناستلای یا دریدلای نه شي. د هغه علت «بلیک امفولوزي» سیند دی. خو د سویلي افریقا په شمال ختیځ ښار دربان کې دغه سیند وچ شوی دی. ځایي اوسیدونکو د دغه سیند په منځ کې یو کوهی ایستلی دی چې له هغې څخه اوبه راباسي.
انځور: Reuters/R. Ward د مالاوي هیواد هم له وچکالۍ څخه کړیږي. د دغه هیواد پلازمېنې لیلونگوه، ته څیرمه یوه بازار کې بیې لوړي شوي دي.د بیلگې په توگه جوار. ښه حاصلات نه ول شوي او اوس باید خوراکي مواد راوارد شي، څو د خوراکي توکو کمښت پوره شي. ځایي خلک په سختۍ سره کولای شي چې هغه بیه ادا کړي چې غوښتنه یې کیږي.
انځور: Reuters/M. Hutchings