1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تیرو ورځو کې تر ۱۳۵۰ زیات پناه غوښتونکي یونان ته رسیدلي

۱۳۹۸ آبان ۲۸, سه‌شنبه

په تیرو څو ورځو کې تر ۱۳۵۰ زیات پناه غوښتونکي د یونان ټاپو ګانو ته رسیدلي دي. د یونان د ساحلي ګارد د خپلو معلوماتو له مخې دوی د جمعې ورځې څخه تر دوشنبې ورځې پورې په سمندر کې ۶۵۸ انسانان ژغورلي دي.

Europa Migranten l weitere Flüchtlinge fliehen nach Griechenland
انځور: Getty Images/AFP/Stringer

د فرانسې د خبري آژانس د رپوټ له مخې نور ۷۳۰ کسان پر دې توانیدلي چې په خپله ځانونه د یونان ټاپوګانو ته ورسوي. د یونان پیرئاس بندر ته د دوشنبې په ورځ ۱۷۹ پناه غوښتونکي وررسیدلي چې هلته بیا وروسته سرپناو ته لیږل شوي دي.

دا چې د یونان په ټاپوګانو کې تر حده زیات د مهاجرو شمیر راکم کړی شي، د یونان حکومت اعلان کړی وو چې د اکتوبر له میاشتې څخه به د دسمبر میاشتې تر پای پورې ۲۰۰۰۰ کسان د دغه هیواد نورو سیمو ته انتقال کړی شي.

اوسمهال د یونان په ټاپوګانو کې تر ۳۲۰۰۰ زیات پناه غوښتونکي په ناوړه شرایطو کې خپل راجستر کیدو ته انتظار باسي. د بې سرحده ډاکټرانو د سازمان په وینا د شنبې په ورځ د موریا د مهاجرو په کمپ کې یو نهه میاشتنی ماشوم د بدن د اوبو د کمیدو له کبله مړ شوی دی.

د یونان له ټاپوګانو څخه وچې ته د مهاجرو د انتقالولو موضوع د ځایي اوسیدونکو له مخالفت سره مخامخ شوې ده. ډیر شمیر ښارونو او کلیو د کډوالۍ پر ضد مظاهرې هم کړي دي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل