1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

په ورځ کې درې پيالې قهوه څښل د ويني فشار ټيټوي

۱۴۰۱ اسفند ۱۰, چهارشنبه

په ټوليزه توگه خلکو ته سپارښتنه کيږي چې ډيره قهوه و نه څښي، ځکه کافئين کولی شي د ويني فشار لوړ کړي. خو وروستۍ ترسره شوې څېړنه وايې د ويني لوړ فشار لرونکو له پاره د قهوي متوسط مصرف به بې خطره وي.

Kaffee
انځور: picture-alliance/dpa/T. Hase

ډير کله خلکو ته ويل کيږي چې ډيره قهوه و نه څښي، ځکه کافئين کولی شي د ويني فشار لوړ کړي. خو دغه وروستۍ ترسره شوې څېړنه چې په «ميديکال نيوز توډي» کي خپره شوې، پکې راغلي دي چې د ويني لوړ فشار لرونکو له پاره د قهوي متوسط مصرف به بې خطره وي.

يوه نوې څېړنه چې د ایټالیا د بولونا پوهنتون د څیړونکو له خوا ترسره شوې او د تغذیې په ژورنال کې خپره شوې، راپور ورکوي چې هره ورځ درې یا ډیرې پیالې کافي څښل د وینې محيطي او مرکزي فشار سره تړاو لري. یونسکو په نړیواله کچه د اوبو له کمښت څخه شکایت کويد ويني محيطې او مرکزي فشار د رگونو د کلکوالي ښکارندوي کوي.

د ګرم چای څښلو ګټي او زیانونه څه دي؟

د دغي څېړني تر سره کولو له پاره د ويني فشار څيړونکي ټيم د ۷۲۰ نارينه  او ۷۸۳ ښځو د ويني فشار کنترول او و ارزاوه.

څېړونکو موندلې ده چې هغه کسان چې په ورځ کې دوې یا ډیرې پیالې قهوه څښي د هغو کسانو په پرتله چې قهوه نه څښي د وینې فشار يې د پام وړ ټیټ دی.

د وینې سيستوليک فشار هغه اعظمي فشار دی چې وینه د زړه د ضربان په وخت کې د (شریانونو) دیوالونو ته رسوي. د وینې سيتسوليک فشار لوړه کچه د ماغزو سکته او زړه ناروغۍ له لوړ خطر سره تړاو لري.

قهوه کولی شي په روغتیا باندې مثبت او منفي اغېزه ولري او د وینې فشار باندې یې اغیزې په هر شخص کې توپیر لري.انځور: Fotolia/Africa Studio

دغه راز دوی یادونه وکړه چې د قهوې څښل د شریانونو سختوالي یا په شریانونو کې د تدریجي وړتيا په له لاسه ورکولو اغېزه نه کوي.

د څېړونکو په وینا، په قهوه کې موجود کافین په موقتي توګه د عصبي سیسټم په محرک کولو سره د وینې فشار لوړولای شي، خو په اوږدمهال کې د قهوې منظم استعمال د انسولین د حساسیت د ښه والي او د انټي اکسیډنټ اغیزو له امله د وینې فشار لږ کمولای شي.

په قهوه کې ځینې انټي اکسیډنټونه لکه فلاوونایډونه د نایټریک اکسایډ تولید زیاتوي، کوم چې د وینې رګونو دیوالونو سره مرسته کوي او د وینې فشار ټیټوي، او نور معدني مواد، يا منرالونه لکه مګنیزیم، پوتاشیم، نیاسین او ویټامین ای په قهوه کې د ویجاړونکي اکسیډیشن په مخنیوي کې مرسته کوي. د وینې رګونو له زړيدلو سره مبارزه کوي. لږ التهاب او د اکسید نايتريک زياتوالی سوزش او ډېر نایټریک زياتوالې.

ناڅاپي رېږدېدل له کومه کيږي؟

البته، د څیړونکو په وینا، قهوه کولی شي په روغتیا باندې مثبت او منفي اغېزه ولري او د وینې فشار باندې یې اغیزې په هر شخص کې توپیر لري. د قهوې څښل کولی شي د وینې فشار کې د لږ کمښت لامل شي، مګر دا د ژوندانه د نورو بدلونونو بدیل نه دی، لکه متوازن خواړه او منظم تمرین چې د وینې فشار سالم ساتلو کې مرسته کوي.

تر ټولو دا مهمه ده چې ستاسو د کافي په مصرف کې، کوم بدلون راوستلو دمخه د خپل ډاکټر سره خبرې وکړئ، په ځانګړې توګه که تاسو دمخه خپل موجود روغتيايې حالت لرئ یا درمل اخلئ.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب