په وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيانو خونړی بريد سوی
۱۳۸۶ تیر ۲۷, چهارشنبهاعلان
د آلمان خبري آژانس dpa له راپور سره سم د افغانستان پولي ته نژدې په قبائلي سيمه شمالي وزيرستان کې ځايي طالبانو نن د پاکستاني عسکرو د موټرو پر يوه کاروان باندي حمله کړي او لږ ترلږه شپاړس تنه پاکستاني عسکر يې وژلي او څورلس نوريې ټپيان کړي د ي.
خبر د پاکستاني پوليسو له قوله زياتوي چې حمله هغه مهال وسوه کله چې پاکستاني عسکر د شمالي وزيرستان له مرکز ميرانشاه ښارترڅنگ د تيريد و په حال کې وو.
د پاکستان پوځي وياند تورنجنرال وحيد ارشد د آلماني آژانس خبريال ته ددې خبر د پخلي تر څنگ ويلي چې ټپي سوي کسان د بنو ښار ته وړل سوي.
د لال يا سره جومات د ربړې څخه وروسته په پاکستان کې امنيتي حالت ورځ تر بلي اند يښمن سوي