1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په وړکتونونو کي دښوونکودبستونود کمښت په اړه ضد اونقیض ادعاوي

شعیب تنها شکران
۱۴۰۲ تیر ۲۳, جمعه

په افغانستان کي د ځينو وړکتونونو ښوونکي او مسؤلان چي په اغلب ګومان ښځي دي د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو پر وزرات نیوکه کوي چي د دوی په کاري بستونو کي يې کمښت راوستلی او وايي دغه چلند يې ژوند ور بدل کړی دی.

Afghanische Studentinnen / Online Unterricht
انځور: ALI KHARA/REUTERS

په دې وروستیو کي د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا یو مکتوب د افغانستان وړکتونونو ته استول سوی او په هغه کي يې د وړکتونونو د ۴۶۹ ښوونکو د بستونو د کمښت خبر ورکړی دی. په افغانستان کي معمولا د وړکتونونو ډېری ښوونکي ښځي دي.

په هرات ولایت کي د خدیجه وړکتون مشره فهیمه وايي: «بلې! د کار او ټولنیزو چارو د وزیر امر دی، چي د وړکتونونو په کثرو بستونو کي کمښت راغلی، د بېلګي په ډول زموږ په وړکتون کي په ټولیز ډول ۱۹ نفرو کار کاوه، خو اوس د ۱۷ نفرو بستونه ليري سوي دي چي زه هم پکښې يم، دا زما او زما د همکارانو له پاره چي له څو کلونو راهیسي دلته دنده لرو، ډېره سخته ده.»

زموږ فېسبوک پاڼه

نوموړې همدارنګه وايي: «دې پرېکړي پر ما او زما پر همکارانو چي اکثریت يې د خپلي کورنۍ له پاره یوازي د یوې ګولې ډوډۍ راوړونکي دي ناوړه اغېزه کړې ده، هیله منده یمه، چي اسلامي امارت په نوي تشکیلونو کي مېرمني هېري نه کړي، ترڅو له خپلو ورڼو سره یوځای کار وکړو.»

اړوند: 

په کانکور کې د ښځو پر ګډون بندیز؛ پر ښځو او ښوونیز سیستم به یې اغېزې څه وي؟

29:30

This browser does not support the video element.

همدارنګه د سميې په نامه د یو دولتي وړکتون ښوونکې، چي د مژدې په مستعار نامه ځان راپېژني دویچه ویله ته داسي وویل: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نوي تشکیل پر بنسټ د ۵۴ ښوونکو او کارمندانو له ډلي څخه اوس یوازي دوه نفره پاته دي، د ټولو بستونه تنقیص سول او ټول اندېښمن دي.»

مژدې د جمهورت له سقوط څخه ترمخه ۸۵۰۰ افغانۍ تنخوا اخیسته، خو د طالبانو له راتګ وروسته يې معاش ۷۵۰۰ افغانیو ته راکښته سوی دی.

زموږ یوټیوب پاڼه

دا وايي په دې لږ معاش يې کولای سوای چي د کور له پاره څه ناڅه خرڅ چمتو کړي، خو د بستونو د کمښت په اورېدو يې ټکان خوړولی او خپل راتلونکي ته فکر وړې ده.

موږ وغوښتل، چي په دې اړه د افغانستان د وړکتونو د ریاست له مسؤلانو سره د نوي تشکیل په اړه خبري وکړو، خو له ډیرو او پرله پسې تماسونو سره بیاهم ونه توانیدو، چي د دوی نظر هم په راپور کي ځای کړو.

اړوند: یوناما له طالبانو وغوښتل چې د ښځو سینګارتونونه بند نه کړي

خو د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسؤلان وايي، د نوی تشکیل پر بنسټ په دغه وزارت کي ډېر بستونه تعدیل، تنقیص او یاهم تعویض سوي دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع ابراهیمي دویچه ویله ته وویل: «د وړکتونو نو د ښوونکو د بستونو د کمښت په اړه چي په رسنیو کي کوم مکتوب لاس پر لاس کېږي دا د هغو وړکتونو په اړه دی چي وار ترمخه تړل سوي او کار کوونکو يې پر کور معاش اخیستی، اوس وزارت پرېکړه کړې ده چي د دوی له توان څخه د وزارت په نورو برخو کي کار واخلي.»

اړوند: چین له طالبانو وغوښتل چې د ښځو په اړه خپله تګلاره بدله کړي

دا په داسي حال کي ده چي طالبانو په افغانستان کي د ښځو پر کار کولو بندیزونه لګولی او په دې اړه کولای سوو چي د سینګارتونونو تړلو ته اشاره وکړو.

په کابل کي د کسبه کارانو د ټولني د مسؤلانو په خبره د سینګارتونونو د تړلو له لاسه تر ۵۰ زره زیاتي افغان مېرمني وزګاري سوي دي.

اړوند: م.م: افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو خطرناک هيواد دی

د چارو کارپوهان په دې اند دي چي د دغو بندیزو د لګولو پر بنسټ نړېوالي ټولني او د بشري حقونو بنسټونه په افغانستان کي د طالبانو پر اداره بې باوره سوي او نړيوالو بایکاټ به همداسي پاته وي.

زموږ له ارشیف څخه:

ولې طالبان د ښځو کار او فعالیت نه غواړي؟

29:30

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب