د ایټالیا پولیسو د چهارشنبې په ورځ وویل چې غلو د هندي مهاراجاو له خزانې څخه چې په وینس کې نندارې ته وړاندې شوي ول، څو اثاره غلا کړي دي.
ویل شوي دي چې له دوو غلو څخه یو یې توانیدلي چې هغه بکس چې باارزښته اثار پکښې نندارې ته وړاندي شوي ول، د خطر زنګ له فعالیدو پرته پرانیستی او یو بل ملګري يې بیا پیره کړې ده. د خطر زنګ یوازي هغه وخت فعال شوی دی چې غله د نندارې له ودانۍ وتلې او د خلکو ګڼه ګوڼه ته رسیدلي ول.
د وینس د پولیسو کمیشنر ویتو ګاګلییردي، ویلي دي چې د دې امکان هم شته چې دغو غلو دې تر دې مخکې هم د باارزښت توکو د غلا تجربه لرلي وي.
هغه زیاته کړه: «موږ په یقین سره له داسي مسلکي کسانو سره مخامخ یوو چې هغوی له دغه شان ودانۍ څخه لکه دغه چي په پرمختللې تيکنالوژۍ سمبال ده، په دې کار وتوانيږي.»
«څو میلیونه یورو»
غلو د ځيگر يو طلايي ګل او دوه والي غلا کړي دي. که څه هم چارواکو د دغو اثارو ګمرکي ارزښت ۳۰ زره یورو ښوولی دی خو د وینس د پولیسو کمیشنر ګاګلییردي، ټینګار کوي چې د اثارو اصلي ارزښت ښايي څو میلیونه وي.
دغه مجموعه د «مغلانو او مهاراجاو خزانو» په نوم نندارتون کې، نندارې ته وړاندې شوې وه. دغه اثار لومړی د قطر د شازاده حمد بن عبدالله آل ثاني له خوا راټول شول او اوس د قطر د شاهي کورنۍ په یوه غړي پوري اړه لري.
AFP,Reuters,DW (M.J/N.Z)
زموږ له ارشیف څخه:
«گرین سټون» یا زرغونې ډبري له پیړیو راهیسې په وسلو، ابزارو او سینگار کې کارکیږي. دغه گران بیه ډبري یوازې په نیوزیلنډ او هلته هم په سویلي ټاپو کې پیدا کیږي. د قانون له مخې دغه ډبري په ماوري قبیلې پوري اړه لري.
انځور: Museum Waitangiد نیوزیلنډ د لویدیځ ساحل د هوکیتیکا، ښار د گرین سټون یا زرغون کاڼي/ډبرې له پاره مشهوره دی. دغه ځای چې د کرایست چرچ، له ستر ښار څخه ۲۵۰ کیلومتره وړاندې دی پکښې مشهور زرغون کاڼی باندې کار کیږي. دغه کاڼي ته د ځايي بومي اوسیدونکو ماوري قبیلي په ژبه کې Pounamu هم ویل کیږي.
انځور: Schwörer Pressefotoپه دې کوچني ښار کې د کاڼي د تراشولو ډیر شمیر فابریکي دي. په دغه ځای کې د تیږو توږلو فابریکې د لویو او کوچنیو ماشینونه په واسطه کاڼي توږي.
انځور: Michael Marekگرین سټون، د ماوري قبیلي له پاره د سپيڅلې ډبرې په توگه انگیرل کیږي. له دغه ډبرې څخه د ورځنۍ چارو په شیانو لکه تبرونو او ږمنځو کې هم کار اخیستل کیږي. خو تر ټولو زیات په سینگار توکو کې کارول کیږي. دغه کاڼې په بیلا بیلو زرغونو رنگونو لکه د روښانه زرغون څخه تر توربخن زرغون پورې موندل کیږي.
انځور: Michael Marekگریڼ سټون د فولادو په شان سختوالی لري، له دې کبله پر آلماسو باندې د کار کولو د ابزراو له پاره هم استعمالیږي. ځیني فابریکي په یوه وخت کې پر ډیر شمیر کاڼو باندې کار کوي. کله نا کله د ډیر شمیر کلي بندونو پر جوړولو توانیږي. په غوړ سره د دغې ډبرې پالش چې ځانگړې جلا ولري، ډیر وخت او صبر ته اړتیا لري.
انځور: Michael Marekهره اصلي ډبره راجستر کیږي. ځکه په دې سره د دغه کاڼي اصلي ټاټوبي تعقیبول آسانه کیږي. د هوکیتیکا د کاڼو توږلو فابریکې ځان ژمن گڼي، چې دغه کلتوري میراث ته درناوی وشي. د راجستر کولو یو بل علت هم شته او هغه دا چې نن ورځ د چین ارزان بیه تولیدات په بازار کې شته چې د دغه دودیز ډیزان ځای نیسي.
انځور: Michael Marekد هوکیتیکا ښار د شمال پر لور په لس کیلومترۍ کې پروت د آراهورا سیند، د ماوري قبیلې له پاره نن ورځ هم یو سپیڅلی ځای دی. او په عین وخت کې د زرغونې طلا د موندلو اصلي ځای.
انځور: Wiremu Weepuماوریان بې شمیره ډيرې کیسې ( افسانې) لري چې «زرغونه ډبره» څرنگه پیدا شوې ده. یوه افسانه د هغه یوه ځوان کیسه کوي چې نوم یې پوتني وو. پوتیني پر میړوښه ښځې وایتایکي باندی سخت مین شوي وو. دا چې پوتیني د هغې د میړه له غچ اخیستو څخه سخته ویره درلوده، نو هغه خپله معشوقه پر زرغونه ډبره بدله کړه او هغه یې د اراهورا د سیند په خوله کې کیښودله. د دغې کیسې پر اساس زرغونې ډبرې د عاشقانو له اوښکو پیدا شوې دي.
انځور: Petr Hlavacek Photographyد ماوري قبیلې هره کورنۍ چې گرین سټون ساتي او د کورنۍ په منځ کې له یوه څخه بل ته ورکول کیږي، له دې سره د طبیعت قوت ته درناوی ساتي. له دې کبله هغوی دغه کاڼي یا د ډالۍ په توگه ورکوي او یا د کورني میراث په توگه.
انځور: Museum Waitangiهره زرغونه ډبره د ماوري قبیلي له لوري راجستر کیږي او یوه ځانگړې شمیره ورکول کیږي. په ۱۹۹۷م کال کې د نیوزیلنډ حکومت پریکړه وکړه چې ټولې زرغونې ډبرې د نگای تاهو، له قبیلې سره تړاو لري. دغه قبیله د نیوزیلنډ په سویلي ټاپو کې د ماوري قبیلې تر ټولو ستر ښاخ دی.
انځور: Michael Marek