په يونان کي د افغان مهاجرو ژوند
۱۳۹۵ شهریور ۹, سهشنبه[No title]
په يونان کي افغان مهاجر په انځورونو کي
د اتن په يوه پارک کې د افغان مهاجرو ناوړه وضعیت
په سونو افغان مهاجر په اتن کې په پارکونو کې شپې او ورځي تیروي. له هغه وروسته چې مقدونيا خپلې پولې د افغان مهاجرو پر مخ وتړلې، افغانان په زوره د مقدونيا له سرحده اتن ته راوستل شول. د کډوالو وضعیت د اندیښنې وړ دی.
افغان مهاجر یووار بیا په پارکونو او سړکونو کې سرګردانه شوي دي. خو د هغوی د راټولیدو اصلي ځای د یونان د پلازمینې آتن، د ویکتوریا پارک دی.
افغان مهاجر وایي، له دې کبله يې شمیر ډیر دی، چې ټولو ته سرپناه نه ورکول کیږي.
هغه افغان مهاجر چې د اتن په کمپ کې ژوند کوي، وایي چې د دې کمپ وضعیت دیر خراب دی.
په ویکتوریا پارک کې ډېر افغاني میرمنې او ماشومان هم تر سترګو کیږي.
په دې پارک کې میشتې کورنۍ له خپل ډیر بد وضعیت څخه شکایت کوي. هغه د افغانستان حکومت د خپل اوسني وضعیت مسئول بولي.
په ویکتوریا پارک کې آن د ماشومانو او ښځو له پاره تشنابونه نه شته. په ځانګړې توګه ښځې په دې برخه کې له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي.
د یونان پولیس افغان مهاجرو ته اجازه نه ورکوي چې د مقدونيا سرحد ته ولاړ شي. پولیس په موټرو کې کډوال د مقدونيا له سرحده بیرته آتن ته لیږدوي.
د مقدونيا سرحد ته د رسیدو پر لار کډوال څېړل کیږي، څو روښانه شي چې ایا هغوی افغانان دي او که د سوریې يا عراق وگړي دي.
په ویکتوریا پارک کې میشتو مهاجرو کواښ کړی دی چې که وضعیت همداسې دوام ومومي نو هغوی به بیا د نه خوړلو اعتصاب وکړي.
یو شمیر افغان مهاجرو د خوړلو اعتصاب کړی وو.
دغه مهاجر تمه لري چې د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه پر بالکان هیوادونو باندي فشار راوړي، څو افغان مهاجرو ته خپل سرحدونه پرانیزي.
ملګرو ملتونو تر دې مخکې پر دغه وضعیت باندې نیوکه کړې وه.
په ویکتوریا پارک کې د افغان مهاجرو تر څنګ ځیني ایراني او پاکستاني کډوال هم وخت تیروي.
پاکستاني او عراقي مهاجرو ته تر افغان مهاجرو مخکې له بالکان هیوادونو څخه د تیریدو اجازه نه وه ورکړل شوې خو اوس له یونان څخه یوازي عراقي او سوریایي مهاجرو ته د مخکې تلو اجازه ورکول کیږي.